ټولنیز ژوند روغه سټه

کومې امیندواره میرمنې باید روژه ونه نیسي؟

لیکنه: مریم شریفي
اعلان

ژباړه: مریم محمدي

ډېرې میرمنې په دې فکر کې دي چې د حمل په وخت کې روژه ونیسي که وخوري؟

په دې برخه کې بیلا بیلې څیړنې شوي چې، یو شمېر ډاکتران په دې نظر دي چې روژه د امیندواې میرمنې او ماشوم لپاره کوم زیان نه رسوي.

بل خوا بیا یوشمېر نور روغتیا پلان وايي چې، که د حمل په وخت کې مور روژه ونیسي، نه یوازې دا چې د مور روغتیا ته زیان لري، بلکې د ماشوم وزن به یې له نورمال حالت نه کم وي، دغه راز ماشوم یې له ذهني اړخه کمزوری نړۍ ته راځي، دوی وايي د امینداورۍ په لومړیو او وروستیو درې میاشتو کې باید حاملې میرمنې دې روژه خوري بیا دې قضايي د شیدو ورکولو له دورې وروسته ونیسي.

ډاکتران وايي دا ډول امینداوره میرمنې په د حاملګۍ پر وخت روژه ونه نیسي:

۱- هغه میرمنې چې د امنیداورۍ په جریان کې د ویني له کمښت سره مخ دي.

۲- هغه میرمنې چې په نشه یي توکو روږدي وي، د حمل په وخت کې دې روژه نه نیسي.

۳- هغه میرمنې د حمل په وخت غیرې نورمال فشار لري.

۴- د حمل په وخت کې کومو میرمنو ته چې د ډاکټر له خوا د استراحت سپارښتنه شوي وي.

۵- هغه میرمنې چې د IVF له طریقه حمل اخیستی وي.

۶- د حمل په وخت کې چې کومې میرمنې مکروبي ناروغۍ یا تبه لري، هغوی دې ورژه نه نیسي.

۷- هغه میرمنې د حمل په وخت کې د شکر ناروغۍ لري.

۸- هغه میرمنې چې غبرګونی حمل لري او د امیندوارۍ وروستې میاشتې وي هغوې دې ورژه نه نیسي.

۹- هغه میرمنې چې د حمل په جریان کې استفراغات یا زړه بدوالی لري.

۱۰- هغه میرمنې د پښتورګو، زړه، ناروغۍ لري.

یادونه: هغه امینداور مېرمنې چې یادې ستونزې نه لري، هغوی ته پکار ده چې خپلې ټولې روژې نیسي.

سرچینه: asanteb.com

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي