امیندواره میرمنې که طیاره کې سفر کوي، دا ټکي باید پام کې ونیسي

ژباړه: مریم محمدي

امیندواره میرمنې ډېری وخت ماشوم ته د زیان رسیدو له امله په طیاره کې له سفر نه ډاریږي، خو کله ناکله د مجبوریت له امله دوی باید په طیاره کې سفر وکړي.

دا چې امیندوارې میرمنې په طیاره کې د سفر په وخت کې څه وکړي دا به په دې لیکنه کې ولولئ:

۱- له هر څه وړاندې امیندوارې میرمنې ته پکار ده چې له سفر مخکې له یوې ډاکترې سره د سفر او خپلې روغتیا په اړه خبرې وکړي.

۲- په طیاره د سفر لپاره غوره وخت د امینداورۍ لومړنۍ درې میاشتې دي، ځکه چې په دې میاشتو کې مور خپل ماشوم ته د خطر احساس زر درک کوي، همدارنګه د ماشوم سقط امکانات هم کم وي. دغه راز په دې میاشتو کې د مور د وجود انرژي هم ډېره وي.

۳- امینداورې میرمنې دې په لویو تجارتي طیارو کې سفر وکړي، په نظامي او کوچنیو طیارو کې دې پرواز نه کوي.

۴- د طیارې د قانون له مخې له ۴ ساعتو ډېر د امینداورې میرمنې لپاره اجازه نشته چې سفر وکړي، له اوږ سفر نه ډډه وکړئ، خپل سفر داسې تنظیم کړئ چې وقفه په کې وي.

۵- د سفر په وخت کې د امنیدوارۍ له خاصو جامو یا کالیو استفاده وکړئ، دا جامې ډېرې راخته او نرمې وي، همدارنګه د طیارې د سیټ کمربند له خیټې لاندې وتړئ، تر څو په خیټې فشار رانشي.

۶ – د سفر پرمهال ورځني عادتونه مه هیروئ، منظم خوراک و څښاک وکړئ، په تېره سهارنۍ حتمي وخورئ.

۷- په یاد ولرئ، د امیندوارۍ په دریو وروستیو میاشتو کې د طیارې سفر اجازه نشته، ډاکتران ټينګار کوي چې په ۷ مه ۸ مه او ۹ مه میاشت کې سفر کولا د مور او ماشوم لپاره خطرناک وي.

منبع: چطور