کلتور او هنر

له کرینه کپور وروسته پریانکا هم په (سلوټ) کې له کار انکار وکړ

د یوه هندوستاني فضانورد په ژوند جوړیدونکي فلم (سلوټ) لپاره تازه ځلیدلې فلمي ستورې بهومي پدنیکر غوره شوې.

بهومي پډنیکر هغه فلمي ستورې ده چې د اکشی کمار سره په فلم (ټوائلټ؛ ایک پریم کتها) کې کار وکړ او ښه وځلېدله.

دغه فلم کې د دغې اداکارې رول لوبولو د ډېرو خلکو پام ځانته راوړه او د خپلې اداکارۍ جوهر یې د فلم مینوالو ته وښوده.

هندۍ رسنۍ وایي، د هندوستاني فضانورد راکیش شرما په ژوند جوړویدونکي فلم (سلوټ) کې د بالیوډ کینګ شاه رخ خان غوره شوی او ویل شوي چې مرکزي رول به دی ولوبوي، خو تر دې وړاندې رپوټونه خپاره شوي وه چې پکې ویل شوي وه، په دغه فلم کې به د هندۍ رسنۍ غوره لوبغاړي عامر خان کار وکړي، خو د فلم د سکرپټ او خبرو اترو وروسته د فلم د جوړونکو سره جوړ نه و راغلي.

بل لورته ټاکل شوې وه، کرینه کپور په دغه فلم کې مرکزي رول ولوبوي مګر هغې په دغه فلم کې د کار کولو څخه بخښنه غوښتې وه تر هغې وروسته چې کرینه کپور په دغه فلم کې کار ونه کړ پر ځای یې د هندۍ سینما بله ستورې او ښکلې اداکاره پریانکا چوپړا غوره شوه، خو کله چې پریانکا پوه شوه چې په دغه فلم (سلوټ) کې د عامر خان ځای شاه رخ خان ته ورکړل شوی، نو دا هم دغه فلم کې د کار کولو څخه شاته شوه.

تازه داسې رپوټونه خپاره شوې چې په (سلوټ) فلم کې بهومي پډنیکر د فلم د مرکزي رول لپاره انتخاب شوې ده.

د رپوټونو له مخې، فلم جوړونکي څو ورځې وړاندې پر سکرپټ د خبرو کولو لپاره د بهومي پډنیکر سره خبري کړي دي خو لا یې دغې فلمي ستورې سره خبرې وروستۍ شوي نه دي.

د یادولو ده چې په سلوټ فلم کې د ښځینه ادا کارې کوم ځانګړی رول نشته نو همدا لامل دی چې کومه مشهوره فلمي ستورې په دغه فلم کې د کار کولو لپاره زړه نه ښه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی