کلتور او هنر

پرینکا خپل سپي ته په ۳.۷ میلونه هندۍ روپۍ جاکټ اخیستی

لیکنه: شریف شاهین

د هندي سینما مشهورې ستورې پرینکا چوپړا خپل سپي (ډیانا چوپړا) ته یو ژمنی جاکټ په ۵۱،۶۵۴ امریکايي ډالر اخیستي، چې څه کم ۳.۷ میلونه هندي روپۍ کیږي.

پرینکا چوپړا تېر ډیسمبر د خپل ملګري، امریکايي سندرغاړي نیک جونز سره واده وکړ. اوس يې سینمايي کارونه او ټلویزوني خپرونې د لنډې مودې لپاره پریښي، او د خپل خاوند سره له چکر وروسته په لاس انجلس کې ده.

نوموړې تازه په خپل انستګرام د خپل سپي عکسونه خپاره کړي، چې ورته يې سور ژمنی جمپر وراغوستی؛ او ورسره يې لیکلي دي، چې د سپي يې ډیر ساړه کیده.

انډیا ټوډی خبري رسنۍ لیکلي، چې ددې جاکلټ بیه تر ۳۷ لکه هندي روپيو رسي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرینکا چوپړا د یونسیف له لورې د ماشومانو د حقونو مدافع او د ښه نیت سفیره ده. پرینکا چوپړا په نړۍ کې د ماشومانو د حقونو او خوندیتوب لپاره د سوريې او بنګلدیش په ګډون د نړۍ ګڼو هیوادونو ته سفرونه کړي. د ماشومانو له ځورونې واخله د هغوی تر خوارځواکې مخنیوي پورې يې غږ پورته کړی.

د رپوټونو په اساس د نړۍ یو اعشاریه درې میلیارده خلک وږي دي، چې له نیمايي زیات ماشومان دي. د هندوستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې خلک په یوه ګوله ډوډۍ پسې ړندیږي.

د نړۍ زیات میلونران که څه هم د خپلې سرمايې یوه برخه خیريه کارونو او بشري مرستو ته ځانګړې کوي، خو بیا هم د پرینکا په څیر سپي ته په ۳۷ لکه هندي روپۍ د جاکټ اخیستل ډیر کله د خلکو د نیوکو سره مخ کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین