سینما او موسیقي

ښکلي فلمي لوبغاړې پریانکا چوپړا د ۵۰ طاقتورو ښځو له نوملړ کې راغلې

د هند ښکلې او ځوانه فلم ستورې پریانکا چوپړا د نړۍ په پنځوسو غوره او طاقتوره ښځو په نوملړ کې ځای شوه.

یوې امریکایې ادارې د پنځوس طاقتورو مېرمنو نوملړ خپور کړی چې په کې دغه مشهوره فلم ستورې هم شته.

اردو نیوز خبري ویپاڼه وایي، پریانکا د شوبز یا د سینما د برخې د هنرمندانو په نوملړ کې راغلې خو د نوموړې د مقام په تړاو یې زیات څه نه دي ویلي.

د معلوماتو له مخې، امریکایې ادارې USA TODAY یا یو ایس ای ټو ډی ادارې له لورې د هنر د ډګر دغه مېرمنې پر مقامونو نازول شوي دي.

دغه راز په دغه خپور شوي نوملړ کې سندر غاړې بیونسي، میرل اسټریپ اوپرانفري په شمول نوري ډېر د هنر د ډګر ستوري هم شته.

پریانکا چوپړا د هندي سینما تکړه او مشهوره ستورې وه چې څه موده وړاندې د امریکایې سندرغاړي نک جونز سره واده وکړ.

نوموړې د هنر په ډګر یوازې په بالیوډ یا هندي سینما اتکا ونه کړه بلکې لا یې پرمختګ وکړ او د بالیوډ تر څنګ یې په هالیوډ سینما یا انکلیش فلمونو او فلم سیریزونو کې هم کار وکړ.

هغه د یوې اداکارې تر څنګ په سینما کې فلم لارښوده هم پاتې شوې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی