ټولنیز ژوند روغه سټه زده کړې طبیعت

له پوزې وینه بهیدنه؛ لاملونه او حل لارې یې دا دي

لیکنه: ياران

ژباړه: بشر دروېش

له پوزې وینه بهیدنه یوه عامه موضوع ده. داسې څوک به نه وي، چې په ژوند کې یې څو ځله یا یو ځل دا حالت نه وي تجربه کړی. دا مسئله هم عادي ده هم جدي. عادي والی یې په کله ـ کله رامنځته کیدو او جدي والی یې په دایمي تکرار پورې اړه لري.

له پوزې څخه د وینې بهیدو مسئله که د شپې لخوا ترسره شي، خطرناکه ګڼل کیږي.

په دې لیکنه کې به له پوزې څخه د وینې بهیدو په لاملونو او حل لارو وغږیږ:

د وینې بهیدو ډولونه
پوزه په نریو پردو او غوښو پوښل شوې، دغو پردو او غوښې ته عادي زیان رسیدل هم د وینې توییدو سبب کیږي. له پوزې وینه بهیدنه کله عادي او کله شدیده وي. دې وینې بهیدو ته پخوا « دماغي وینه» ویل کیده، چې جدي مسئله نه وه.

له پوزې څخه د وینې بهیدو هغه لړۍ خطرناکه ده، چې د پوزې له شاتنۍ برخې بهیږي او ډېره شدیده وي. دا وینه بهیده له ستوني سره د پوزې له نښلیدلې برخې سرچینه اخلي.

دا ډول وینه بهیدنه خطرناکه وي او باید ناروغان یې ډاکټر ته مراجعه وکړي.

د وینې بهیدو ډولونه مختلف دي، چې دلته به یې ځینو ته له لاملونو سره یې اشاره وکړو:

له پوزې د وینه بهیدو لاملونه:
وچه هوا: که هوا وچه او ککړه وي، پوزه ورسره وچیږي او د وینې بهیدو سبب یې ګرځي. د موسم بدلون هم د وینې بهیدو سبب کیږي، ځکه هوا ورسره بدلیږي او پوزه یې له تنفس سره حساسیت پیدا کوي.

له دې کبله سپارښتنه کیږي، چې په سړه هوا کې د کوټو هوا ګرمه وساتئ.

ساړه او الرژي: له پوزې د وینه بهیدو یو بل دلیل سړه هوا او الرژیکي ستونزې دي.

نیشه یي توکي: الکول او سګریټ هم له پوزې د وینه بهیدو په لاملونو کې راځي. که مو له پوزې وینه بهیږي او د الکولو او سګریټونو استعمالونکي یاست، پر دې استعمال د دې ناروغۍ له کبله هم بیا کتنه وکړئ.

درمل: ځینې درمل جانبي زیانونه لري. که تاسې کومه ناروغي لرئ، چې د هغې درمل جانبي زیانونه پېښوي، یو زیان یې ممکن همدا له پوزې وینه بهیدنه وي. کوشش وکړئ، چې بیرته د خپلې اړوندې ناروغۍ ډاکټر ته ورشئ او د درکړو درملو په دې جانبي زیان ورسره وغږیږئ.

اسپری او عطرونه: ځينې عطرونه او سپری ګانې ممکن ستاسې پر دماغ بد ولګیږي او له پوزې د وینه بهیدو سبب شي. هڅه وکړئ، چې د عطرو او اسپری ګانو د اخیستو پروخت دا مسئله په پام کې ونیسئ. یانې هغه اسپری یا عطر مه پېرئ، چې پردماغو مو بد لګي او له پوزې مو وینه بهوي.

کورنۍ حل لارې:
مخکې له دې، چې له پوزې څخه د وینې بهیدو لپاره مو ډاکټر ته لاړشئ، په کور کې له شته امکاناتو هم د دې ستونزې د حل لپاره ځينې لارې لرئ:

– که له پوزې مو وینه بهیده، کوشش وکړئ چې زر پوزه وڅنډئ. دا کار کیدای شي موقتاً وینه بهیدنه زیاته کړي، خو ګټه یې دا ده، چې په پوزه کې د وینې لخته شوې برخې ورکوي. وړو ماشومانو ته دا کار خطرناک تمامیدای شي.

– پرخپل ځای کېښنئ او د ملا لخوا لږ ټیټ شئ. له غځيدو یا پر ملا له ملاستې ډډه وکړئ، ځکه دا کار په پوزه کې د وینې ډنډیدو او یا کانګې سبب ګرځي.

– ماشومان باید تر ۵ او لویان تر لسو دقیقو د پوزې پرځای د خولې له لارې ساه واخلي او ساه وباسي. پوزې ته لږه دمه ورکړئ.

– پوزې ته یخې اوبه واچوئ، یا یې په منځ کې پر لوی هډوکي یوه ټوټه یخ کیږدئ. دا یې د وینې د دوام مخه نیسي.

– د وینې له ودریدو وروسته هم همدا پړاوونه تکرار کړئ، حداقل تر ۳۰ دقیقو د پوزې پرځای پر خوله ساه واخلئ او وباسئ.

له پوزې د وینې بهیدو د مخنیوي لارې چارې
– په پوزه کې ګوتې مه وهئ!
ـ پوزه مو په ارامه وڅنډئ!
ـ له سګریټ څښلو ډډه وکړئ!
ـ په ژمي کې، چې هوا وچه وي، د هوا له معتدلونکې وسیلې څخه ګټه واخلئ!
ـ خوب نه مخکې د پوزې په واسیلین پوزې غوړې کړئ.

په کومو حالاتو کې باید ډاکټر ته لاړشئ؟
خلک معمولاً د پوزې د وینې بهیدو د مخنیوي لپاره کورنۍ طریقې کاروي. خو کله خبره جدي شي او ضرور وي، چې ډاکټر ته باید لاړشئ.

ډاکټر ته باید هغه وخت ورشئ، چې ستونزه مو لاندې مرحلو ته رسیدلې وي:

ـ کله چې د پوزې وینه بهیدو درته د نفس تنګۍ ستونزه پيدا کړه.
ـ کله چې له دې کبله مو رنګ الوتی و، د ستړیا او ګډوډۍ احساس درته پيدا شو.
ـ که مو پوزه تازه عملیات کړې وه او وینه بهیدو یې دوام کاوه.
ـ که نورې ناروغۍ لکه: د سینې درد ولرئ.
ـ که مو پوزې نه بد بوی تلو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران