بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

باید مثبت وغږیږو، ځکه پر ژوند مو ژور اغیز لري

هیله من کسان چې کله خبرې کوي، که یې په خبرو کې کومه منفي کلمه هم وي، د مثبتې هغې په وسیله یې خنثی کوي.

دوی دغه ډول خبرې کوي: «موږ نن له یوې جالبې پېښې سره مخ شوو».

دوی هېڅکله داسې نه وایي، چې موږ نن له یوې خرابې پېښې سره مخ شوو، هڅه کوي چې همدغه منفي خبره پر مثبتې هغې واړوي.

په داسې حال کې چې کېدای شي مانا یې وروسته په نورو خبرو کې روښانه شي.

کله چې تاسو په خپل ژوند کې له کومې ستونزې سره مخ کېږی، ښه ده چې له ځانه وپوښتئ، ولې دغه شی ستونزمن دي؟ ځکه انسانان یو خلاق او فوق العاده ذهن لري چې کولی شي هر ډول ستونزې حل کړي.

زموږ د ذهن خلاقیت د دې جوګه دی چې را ولاړې شوې ټولې ستونزې په ډېرې اسانۍ سره حل کړي، نو بیا ولې ستونزې ته ستونزه وویل شي.

هڅه وکړئ چې تل ستونزو ته د یوه فرصت په توګه وګورئ چې تاسو ته درکړل شوی، څو بریا ته د رسېدو لپاره ترې پوره استفاده وکړئ.
دغه څه یوازې د قوي مدیرانو ځانګړنه ده.

د بشري تاریخ تر ټولو ستر حقیقت دا دی چې په هره ستونزه او سختۍ کې یو قوي درس نغښتی دی چې کولی شي په راتلونکي کې تاسو د بریا لور ته سوق کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.