بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

د نورو پر وړاندې باید څه ډول غبرګون وښيو؟

لیکنه: ياران

لېکنه: نورمحمد فرحت

د بریالیو کسانو د کامیابې راز داده چې له وړو فرصتونو څخه عظیمه استفاده کوي. همدارنګه د وړو ستونزو په له منځه وړلو سره هم لویو ستونزو حل ته لاره هواره وي. زموږ ټولنه اوس هم په یوې شتمه پیړۍ کې له اساسي ستونرو خالي شوي نده. ګڼ شمېر عوامل لرې. خو یو له هغوۍ څخه د ژوند او کار ډیری چارو ته نه پاملرنه او بې غورې ده چې په ټولنه کې ډیرۍ ستونزي زیږه وي. د دغو وړو مشکلاتو په ډېریدو سره بلاخره لویه معظله رامنځته کیږې.

یو له همدغو اساسي ستونزو څخه د غبرګون اصول دي. چې ډیری په دی اړه معلومات نه لری او یې نه مراعت کوي. دلته غواړم د غبرګون اصول روښانه کړم او د هغوۍ پر تاثیراتو باندې وږغیږم. عموماً غبرګون پر دوه ډوله ده مثبت او منفي.

مثبت غبرګون د خلکو د شخصیت او کړنو پر وړاندې ښه رویه، ښه اخلاق او ریښتنولې ترسره کول ده. مثال یو کس ښه خبره وکړه يا یوه ښه کړنه یې سرته ورسوله هغه باید تشویق کړای شې. بدو ته په ښو باید جواب ورکولای شې. په نرمه لهجه او سړه سېنه له نورو سره خبري وکړو.

موږ بايد تل هڅه وکړو! چې د يو بل پر وړاندې له مثبت عکسل العمل څخه کار واخلو.مثبت فکر کول او د نورو په مقابل کښې نيک اقدام ترسره کول په ټولنه کې د خلکو تر منځ نژدیوالی، مينه ، اعتماد رامنځته کوي او يوه ارامه او خوشحاله فضا منځته راوړي. خوشحالي د انسان یو ډول داخلي حالت دی. داسې یو حالت چې بدن،ذهن او ان روح په بشپړه توګه ارامه وي. همدارنګه مثبت عکسل العمل ترسره کول د انسان د پرمختګ او په ټولنه کې د اعتبار د پخوالي لامل ګرځې. نو د مثبت غبرګون اغېزي په ټولنه کښې مثبتي پایلې لرې.

او منفي غبرګون د نورو په مقابل کي ترسره کول منفي عواقب لري.پر ټولنه او اشخاصو باندي منفي تاثيرات شندي او يو انارشي سيستم رامنځته کوي. د تاوتريخوالي کچه لوړيږي، د انسان پر دماغي او جسمي قوت باندي منفي اغېز کوي. د خلکو تر منځ اعتبار او مينه له منځه وړي او د پس پاته کيدو لوی لامل ګرځي. د مثال په ډول کله چې په کور کې ښځه اشپزې لږ خرابه کړي نو هغه توهین کېږي، د هغه په وړاندې سپکې سپوري خبري کېږي. همداسې ماشوم مخکې تر دي چې هغه ته یو شی روښانه شې هغه رټل کېږي، تهدید کېږي. همدارنګه د یو شخص د خبرو په مقابل کې له احساسو کار اخستل، تونده لهجه کارول… دا ټول هغه څه دي چې خطرناکه او منفي پایلي لري.

نو اړينه داده چې په هر ځای کې د هر چا په مقابل کې هغه که په کورنۍ کې وي که بهر، غریب وي که سرمایداره، دوکاندار وي که چوکېدار بايد پر وړاندي يې مثبت غبرګون ترسره کړو. تر څو يو د بل په زړونو کښې مينه او ورورولي احساس پيدا شي او د يو بل په وړاندي مثبت ذهنيت رامنځته شي.

همدارنګه په کورنۍ کښې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې بايد له منفي غبرګون څخه په کلکه ډډه وشي. دا زموږ په ټولنه کې تر ټولو لويه ستونزه ده چې پاملرنه نه ورته کيږي. هر وخت مو ماشومان او ښځې تهديد کيږي،تر فشار لاندي راوستل کيږي،د خبرو کولو حق نه ورکول کېږي،غوښتنې يې نه منل کيږي.اخېر نو په ذهنې او قلبې ناروغيو مبتلأ شې دا ټول د منفي عکس العمل تاثيرات دي.

ماشومام وهل کيږي رټل کيږي له ټولنیزو روابطو او تشويق څخه لري ساتل کيږي،خاصه پاملرنه يې روغتيا او زده کړو ته نه کيږي. هغه چې بیا لوی شې له یو عالم مشکلاتو سره لاس او ګریوان وي، خپل سرنویشت نشې ټاکلی، کم جراءت وي، د پرمختګ لارې چاري نه ورمعلومیږې… دا هر څه د منفي برخود اثرات دي.

موږ باید د ښو او مثبتو کارونو په ترسره کولو کې او د منفي ذهنیت په له منځه وړلو کې خپل ذهنونه ورزو. داسې لکه یو ماشوم چې روزل کېږي. یعنې زموږ په لاس کې ده چې ښه عادتوته ور زده کو که بد.

په ټولنه کې دي ستونزې ته باید جدې پاملرنه وشې! بدبختانه زموږ په ټولنه کې تر مثبتو کړنو منفي اړخ یې ډېر ده. نو راځئ! چې دغه او داسې نور مشکلات او خنډونه له منځه یوسو. د دغه ډول ستونزو له منځه وړلو لپاره باید په دوامداره توګه تمرین وکړو. امکان نه لري چې په یوه ورځ دي ټول مشکلات حل شې. هره ورځ ورته تمرین وکړو. دا چل باید زده کړو چې څنګه یوه ستونزه له منځه یوړل شې. د ټولنې د مصلیحت په خاطر دا مس‌ؤلیت لرو چې خپله ټولنه له هر ډول ناخوالو،خنډونو، او جرایمو څخه مهذبه او خوندې کړو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران