روغه سټه

په ژوند کې د مثبت بدلون درې لارې!

 

لیکنه: هینریک
ژباړه:غازي عابد

درې لارې چارې درښيوو:

په خپل ځان او ژوند کې بدلون راوستل سخت هم دی او اسان هم.

سخت په دې دی چې که ته یې ونه غواړې بدلون په خپله نه راځي او اسانه په دې دی چې که ته یې وغواړې هرومره هر مناسب بدلون راوستلی شې.

اوس نو که غواړئ دلته په ځان کې د غوره بدلون راوستو درې لارې چارې درښيوو، هېله ده ترې ګټه واخلئ.

۱- په یو وخت کې په یوه عادت یا کار باندې ډیر تمرکز وکړئ

په مختلفو او شیندلو کمزورو لارو تګ مو له ناکامۍ او وروسته پاتې کیدو سره مخ کوي، ځکه د ژوند هدف دا دی چې په مستقیما لاره باید لاړ شې، خو دا بیا په غلطو لارو تګ دی، چې معلوم لوری نه لرې.

نو که چېرته تاسې یو نارمل ژوند غوره کړئ، بیا هیڅکله نه شۍ کولی چې درې شیان په یو وخت بدل کړئ، چې هغه نظریه ده، رښتینې هیله ده او فکر کول دي. یعنې دا هر یو په ځانګړي وخت او کار سره کیږي، نه په ګډوډۍ سره.

۲- یو یا څو هڅوونکي اشخاص/غږونه له ځانه سره ولرئ

هغه اشخاص چې هغوی تل منفي فکره وي یا په طبعي ډول هڅوونکي نه وي، هیڅکله مثبت فکر نه شي درکولی او ژوند دې په سم لوري نه شي بدلولی.

نو دداسې خلکو پر ځای هغو سره کیښنه پاڅه چې هڅوي دې. که چیرته ممکن نه وي چې له هغوی سره ناسته پاسته وکړئ، نو د هغوی ښې او مثبتې لیکنې، کتابونه، خبرې او ان غږونه ثبت کړئ او ډیر ډیر یې اورئ، له دې سره به هر وخت او په هر حالت کې هڅیږئ.

نن سبا خو اسانیتاوې ډیرې دي، که کتابونه، مجلې او نورې لارې چارې نه وي، کولی شې، په انټرنیټ، فیسبوک، بلاګ او نورو له لارې د غوره خلکو تګلارې، خبرې، کتابونه، ویناوې او ان غږونه هم ترلاسه کړې.

نو که دا کار مو وکړ په لنډ وخت کې به یې مثبته پایله او فیډبک ووینئ.

۳- د یوه کوچني کار په پیل سره، د سترو کارونو کولو ته رسیدی شئ

هیڅکله خپلې روزمره هیلې او توقعات مه پرې کوئ.

دا هیلې که اوس پوره کولی شئ هڅه ورته وکړئ او بلې ورځې او اوونۍ ته یې مه پریږدئ.

نو ددې لپاره غوره لار دا ده چې یو ابتدايي/کوچنی کار او ورته هلې ځلې پیل کړئ، هغه مخته یوسئ او بلاخره په پایله کې یې سترو کارونو ترسره کولو لپاره ځان چمتو کړئ. ځکه ټول بریالي خلک لومړی قدم همداسې ږدي، واړه کارونه پیلوي او تر غټو هغو ور رسي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */