ځوانان او زده کړې سیاست نړۍ

سیاست، اخلاق او دروغ؛ سیاستوال ولې دروغ وایي؟

اعلان

ژباړه او زیاتونه: ارشاد رغاند

د امریکا مخکیني ولسمشر بارک اوباما پخپل کتاب ( زړورتیا او هیله مندي) کې چې د ۲۰۰۸ ولسمشریزو ټاکنو ته له نوماندۍ مخکې یې لیکلی وایي:

«هرچېرته چې تلم دوه پوښتنې رانه ډېرې کیدې، دا چې څنګه مې داسې ښکلی نوم پیدا کړی او بیا به یې ویل: له داسې نوم سره ولې غواړې د سیاست غوندې مردار میدان ته ننوځې؟»

یوازې امریکایان سیاست ته په دې سترګه نه ګوري؛ په نوره نړۍ کې هم تر ډېره قضاوتونه همداسې دي.

نړیواله بې باوري
د نړۍ ګڼ هېوادونه او ملتونه د سیاستوالو د دروغ ویلو او منافقتونو ګڼې کیسې لري.

همدا وجه به وي، چې په عامه توګه سیاستوال د خلکو ښه نه راځي.

د دروغو په اړه په ګڼو فرهنګونو کې مشترکې ماناوې داسې ښودل شوي:

«هرهغه څوک چې ځینې اطلاعات له خلکو پټوي، یا په غلطو اطلاعاتو غواړي خلک تېرباسي، دروغجن دی. ځینې وخت دروغ داسې په مهارت ویل کیږي، چې خلک باور ورباندې وکړي او ښه سم تېرویستل شي.»

سیاستوال؛ لاسي پلورونکي
ګارډین ورځپاڼې په ۲۰۰۶ کې د پرکینز په نوم د یوه لیکوال لیکنه خپره کړه، چې سرلیک یې وو: «سیاستوال ولې دروغ وایي؟»

د لیکنې په یوه برخه کې راغلي:

«په سیاست کې ریښتیا ویل اغفالونکی دی. سیاستوال هغه لاسي پلورونکي دي، چې ( د سبا لپاره ښه طرحه) په خلکو پلوري او د پلور لپاره یې له هر ډول چل او دوکې کار اخلي.»

لیکوال زیاتوي:

«وینستون چرچیل یوازینی ماډرن سیاسي رهبر و، چې نیږدې راتلونکی یې ورغوه، هغه راتلونکی چې ممکن له غمونو، وینو او سختو ډک وای. خو هغه دا کار ځکه زر وکړ، چې نه یې غوښتل په ټاکنو کې برخه واخلي.»

له دغې شننې د لیکوال موخه دا ده، چې ګڼ سیاستوال د نن ورځې کارونه سبا او حتا راتلونکو کلونو ته په دې خاطر پریږدي، چې ښه سوداګري ورباندې وکړي، سیاست وکړي او خپل فردي یا ګوندي واک تر اوږدې مودې وغځوي.

پر دروغو باورمند دي
د سیاستوالو اکثره یې پر دې باور دي، چې بې له دروغ ویلو ژوند او سیاست نه شي کیدای.

دوی ذهناً پر دې باورمند شوي، چې که دروغ ونه وایي سیاست نه شي کولای.

د یو شمېر مشهورو سیاست پوهانو په نظر سیاستوالو ته واقعي نړۍ هم له دروغو ډکه ښکاري او له همدې کبله باوري دي، چې بې له دروغ ویلو پکې دوی نه شي چلیدای.

سیاسي عالم فیلیپ کورل په یوه مقاله (( ولې سیاستوال دروغو ته اړوځي)) کې لیکي:

«ځینې داسې دندې شته، چې له ترسره کوونکو یې د صداقت تمه نه شي کیدای. سیاستوال او پلورونکي په همدغو خلکو کې حسابیږي. د سیاستوالو د دروغ ویلو دلیل دا نه دی، چې دوی به له موره دروغجن زیږیدلي وي. دروغ ویل د دوی د کار تقاضا ده، دوی د خپل ضرورت له مخې دروغ وایي. موږ له یوه چا نه په یوه وخت دا تمه نه شو لرلای، چې هم سیاست وکړي او هم اخلاق وپالي، دا دوه غوښتنې یو د بل پرضد دي.»

دیموکراتیک هېوادونه؛ د سیاست او اخلاقو ټکر
د سیاست او سیاستوالو په اړه علمي څېړنو ښودلې، چې اخلاق او سیاست ډېر سره په ټکر کې دي.

لوی دلیل یې همدا پر دروغو تکیه او د خلکو غولول دي؛ ځکه په تر ټولو دیموکراتیکو هېوادونو کې هم د سیاستوال د بریالیتوب لپاره په ټاکنو کې د پنځوس جمع یو سلنه رایو ترلاسه کول شرط شوي.

دغه اصل سیاستوال ته مخه پرانیستې، چې هرڅنګه وي ۵۱ سلنه خلک په ریښتیا او دروغو تېرباسي او خپلې خبرې پرې ومني.

د سیاست پوهانو په باور د بریالیتوب لپاره د پنځوس جمع یو سلنه خلکو د باور لاسته راوړلو حد ټاکل په همدې مانا دي، چې که یو سیاستوال همدومره خلک هم تېرباسي او را خپل کړي، کار یې جوړ دی.

د کورل په نوم سیاسي عالم وایي، له همدې ځایه ده چې د سیاست او اخلاقو ترمنځ ټکر رامنځته کیږي او په سیاست کې د اخلاقو مراعتول ډېر جدي نه بریښي.

هغه د سیاست د اخلاقي کیدو لپاره وړاندیز کوي، چې د سیاستوال د کامیابۍ لپاره دې لږ ترلږه ۹۰ سلنه رایه خپلول حتمي شي.

د سیاستوالو د دروغو لوی زیانونه
د نړیوالو اړیکو څېړونکی جان شایمر وایي د معاصرې نړۍ اکثره سیاستوال ستراتیژیک دروغ وایي.

د ده په باور دا دروغ یوازې تر هېواد دننه جغرافیې محدود نه دي؛ بلکې د سیالو او مخالفو هېوادونو د پارونې، بې باورۍ او غبرګون سبب کیږي.

دی د بېلګې په ډول له استالین څخه وروسته د پخواني شوروي اتحاد رهبر(نیکیتا خروشچف) یادوي، چې د خپلو توغندیو د ظرفیت په اړه یې دروغ وویل او دا دروغجن معلومات د امریکا د غوسې سبب شول.

امریکایي چارواکو هغه مهال د خپل دغه مخالف زبرځواک د مقابلې لپاره د دوی تر توغندیو ډېر خطرناک توغندي جوړ کړل، چې نړیوال ثبات او امنیت یې ګواښلی شو.

مرشایمر په ستراتیژیک لحاظ د سیاستوالو د دروغ ویلو ترڅنګ د دوی لخوا په داسې پړاوونو کې د معلوماتو پټولو ته هم اشاره کوي.

په بېلګه کې وایي: د کیوبا له ناورین وروسته د امریکا د هغه وخت ولسمشر جان ایف کینډي په ترکیه کې د شوروي د مقابلې لپاره ځای پرځای کړي توغندي ظاهراً د ترکي چارواکو په موافقه بیرته امریکا ته ستانه کړل، خو واقعیت دا و چې دا موافقه یې خپله د شوروي اتحاد له چارواکو سره کړې وه.

مرشامیر باور لري، چې امریکایي ولسمشر د خپل ملت او اروپایي متحدینو د نه پاریدو له وېرې د خپل توافق اصلي لوری پټ وساته.

په دروغو کې د نورو شریکول
سیاستوال پر دې هم تورن دي، چې په خپلو دروغو کې نور خلک، حتا ملتونه شریکوي.

مثلاً: د دې لپاره، چې خپل صادق او په اسانه غولیدونکي مخاطبین په اسانه خپل او د خپلو موخو لپاره وکاروي (زموږ) له کلیمې ډېره ګټه اخلي او ورته وایي: موږ اسټرالیایان، موږ افغانان، موږ پاکستانیان او موږ… داسې یوو، هسې یوو، هغسې کوو او دغسې کوو…

د یوه ملت پر برخلیک لوبې
ایټالوي عالم «پریمو له‌وی»، په خپل یوه کتاب کې وایي:

«په غټه او سیاسي کچه دروغ کولای شي د یوه ملت ژوند، ماضي او حتا راتلونکی ککړ او بې حرمته کړي.»

د ده په باور د سیاستوالو دروغ که د یوه هېواد د ټولو خلکو مادي ګټې اغېزمنې نه کړي، د دروغو زیادښت یې له هېواد سره مینه بې حرمته کولای شي.

د یاد شوي عالم په باور په دغسې حالت کې د خلکو لپاره ناشونې ده، چې له هېواد سره د درد د احساس له رشتې پرته هغه سره مینه وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.