بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند زده کړې ګټه وټه

په ژوند کې دغو مهمو ټکو ته پام ولرئ

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

۱- کله چې ډېر غصه کیږئ، نو لاسونه په جیبونو کې ټينګ ونیسئ.

۲- مهمه نه ده چې په کوم عمر کې یاست، د سلام په وخت کې مور مو په غیږ کې ونیسئ.

۳- کله چې یو څوک د خپګان یا تشویش په حال کې وي، ورته مه وایاست چې زه ستا په حال پوهیږم، ځکه په حقیقت تاسو نه پوهیږئ.

۴- په یاد ولرئ، د ځینو شیانو په نه لاس ته روړلو کې مو لوی خیر وي، ورته مه خپه کیږئ.

۵- هیڅ کله چاته مه واياست، چې د سر ویښتانو دې تویږي، ځکه هغه پخپله پوهیږي.

۶- له نور سره د زړه له اخلاصه مینه وکړئ، که څه هم ستونزې به په کې وي، د ژوند خوند همدې ته وايي.

۷- کله چې په یوه موضوع مو سر نه وي خلاص شوی، قضاوت مه کوئ.

۸- کله چې چا له تا داسې پوښتنه وکړه، چې نه غواړې ځواب یې ورکړئ، یوه نرمه خاندا وکړه او ورته ووايه چې د څه لپاره غواړې پرې پوه شئ.

۹- هیڅ کله د فلم او کتاب اخرې برخې صفت چاته مه کوئ، پریږدئ چې خپله یې نتیجه وګورئ.

۱۰- هغه نجلۍ چې بې اشتها خواړه خوري، واده ورسره مه کوئ.

۱۱- کله چې د کار په وخت کې د ستړیا احساس کوئ، نو مخ او لاس مو ووینځئ، تللې انرژي به مو بیرته راشي.

۱۲- هیڅکله له وینا مخکې، درانه یا قوي، خواړه مه خورئ.

۱۳- له راحتۍ او خوښوۍ نه خوند واخلئ.

۱۴- داسې دنده وټاکئ چې روح مو په کې راحت وي، همدارنګه له زړه نه ورسره مینه ولرئ.

۱۵- هر وخت د اولادنو نمیګړتیاوې یا غلطي ونیسئ، داسې وخت به راشي چې، د دې کار اجازه به در نه کړي.

۱۶- چترۍ تل روښانه او ښکلې واخلئ، ځکه د باران او خپګان په وخت کې د خوښۍ احساس درکوي.

۱۷- د سفر په وخت کې په لاره کې داسې کلي یا ځای کې مه تم کیږئ، چې رستورانت ونه لري.

۱۸- د زیږون ورځ یا کلیزې کې مو یوه ونه وکرئ.

۱۹- داسې ژوند وکړئ، چې هر وخت اولادونه او دوستان مو ستاسو د مهربانۍ او ښه درک له کبله درسره مینه ولري.

۲۰- اولادونه مو له نصیحت او غصې وروسته په غیږ کې ونیسئ.

۲۱- یوازې هغه چاته کتاب امانت ورکړئ چې پرې باور لرئ، بیا به یې درته راوړي.

۲۲- د هر کار او ملاقات لپاره کړۍ یا ساعت مو ۵ قیقې مخکې کړئ.

۲۳- له ماشومانو سر د لوبو په وخت کې پریږدئ، چې هغوی بریالي شي.

۲۴- هیڅکله د ولږې په وخت کې خوراکي توکي مه رانیسئ، ممکن له اندازې ډېر واخلئ.

۲۵ – له هغه چا وډار شي چې د لاسه وکولو لپاره څه نه لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي