طبیعت

د یوه ښه نیالګي د اخیستلو او کینولو پر وخت دې ټکیو ته پام وکړئ

لیکنه: ایمل خان پردیس

۱- ریښې یې باید زیاتې او تازه وي.

2. ریښې یې باید مستقییمې وي ماتوالی ونه لري او ژوبل شوې هم باید نه وي.

3. که بوټی پیوند شوی وي باید زیات عمر ونه لري- باید یو کلن وي.

4. د نارغیو او حشراتو په واسطه زیانمن شوی نه وي.

5. څانګې د نیالګي په مختلفو اړخونو کې وي او سالمې وي.

6. نیالګی باید سیده ( مستقیم ) وي.

7. نیالګی باید له یوې باوري سرچینې څخه واخیستل شي.

د نیالګي د کرلو ( کینولو) پرمهال مهم ټکي

1. د نیالګي لپاره په مناسبه اندازه کوتی( کنده) وباسئ.

2. د کوتي اندازه باید د نیالګي ریښو ته په کتو وباسئ، داسې چې د نیالګي ریښې په کې په آزاده توګه ځای شي.

3. لږه تازه خاوره د حیواني سرې سره ښه مخلوط کړئ.

4. نیالګی په عمودی ډول د کوتي په منځ کې سیده( مستقیم) ودروئ.

5. که پیوند شوی وي پیوندي اړخ یې د لمر د مستقیمو وړانګو خوا ته مه کوئ.

6. که وچه سیمه وي لږې اوبه واچوئ بیا پرې خاورې واړوئ.

7. حیواني سرې سره ګډه شوې خاوره پرې واچوﺉ.

8. خاوره د پښې په فشار سره ښه تخته کړئ ترڅو ریښو ته یې هوا ونه رسي.

8. د اوبو لپاره د نیالګی ګرد چاپیره پولې جوړی کړﺉ.