له پلان سره تګ او پرمختګ په اړه څو ټکي

لیکنه: واحد ګل هاشمي

مونږ هر یو هره ګړۍ په دې لټه کې یو چې پرمختګ وکړو او خپل ژوند له بیلابیلو امکاناتو او اسانتیاوو څخه برخمن کړو، په ارام ډول وړاندې لاړ شو او په ټوله کې له یوه هوسا او ارام ژوند څخه برخمن شو. دا هر څه داسې نه ده چې ناشوني دي ولې یو څه بدلون او فکر ته اړتیا لري، د بېلګې په ډول که مونږ ددې هر څه ترلاسه کولو په پار کال وړاندې پلان جوړ کړی وي، د تطبیق په پار یې باید مونږ او تاسې په لوی لاس په ځان کې مثبت تغیر ومنو. زیاتره وخت بیا داسې هم کیږي چې کلونه او میاشتې تیریږي ولې مونږ په هماغه حالت ولاړ یو او هیڅ ډول تغیر په ځان کې نه شو راوستلی حال دا چې کلک هوډ او قوي مبارزه مو تر هغو هسکو رسوي کوم چې یو وخت زمونږ خیال او خوبونه ګڼل کیدل.

په همدې تړاو چې انسان باید څومره د تغیر راوستلو په پار هلې ځلې وکړي او تر کومې کچې یې د تغیر هڅې په ځای تمامیدلی شي که دیني ارشادات وګورو نو الله ج فرمايي چې:
إِنَّ اللهَ لاَ یُغَیِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى یُغَیِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ:
ژباړه(( الله ج د هیڅ قوم په حالت کې تغیر نه رامنځته کوي تر هغې چې یې خپله ونه غواړي)) دغه مبارک ایت ته په کتو سره ویلی شو چې په ژوند کې تغیر راوستل هلته ممکن دي کله چې مونږ او تاسې یو څه خپله هڅه وکړو او د الله ج څخه د خېر او بریا دعا وغواړو.

ددې تر څنګ زیات پوهان هم په دې باور دي چې تغیر هلته رامنځته کیدای شي چیرته چې یو څوک پخپله کلک هوډ ولري مثلاً د فورد په نوم یو عالم وايي چې کول تر کولی شم او نه کول تر نشم کولی پورې محدود دي مانا دا چې که مثبت بدلون غواړو نو باید یې د ترلاسه کولو لپاره د کولی شم جملې باندې باوري اوسو او تر څنګ یې د عملي کولو په پار هلې ځلې وکړو. دا چې ځینې مهم مسایل باید په ځانګړي ډول په نوي کال کې د پرمختګ لپاره په پام کې ونیسو هغه نو په لاندې ډول تشریح کوو:

خپلې نیمګړتیاوې درک او لمنځه یوسئ
تر ټولو اړین څه چې مونږ سره زمونږ د چارو په سمون کې مرسته کولی شي هغه د خپلو نیمګړتیاوو درک کول دي، مانا دا چې که تاسې خپلې منفي نقطې په خپله په ځان کې په ګوته کړئ تاسې نو د ځان جوړونې لور ته ورنږدې شوي یاست او اوس نو اړتیا ده چې د لمنځه وړلو په پار یې لاس په کار شئ او د مهال ویش له مخې یې لمنځه یوسئ. دغه نیمګړتیاوې کیدای شي په عقیدوي برخه کې اوسي یا هم د مطالعې نه کول وي او یا هم ځینې بد او ناوړه عادتونه وي نو تاسې یې پای ته ورسوئ او ختمې یې کړئ. یوه نقطه چې ډیره اړینه ده هغه دا چې انسان د ځان لپاره تر ټولو غوره قاضي دی خو چې خپل ځان ته صادق اوسي.

په یوې معقولې تګلارې او پلان روان شئ
هر هغه څوک چې بې پلانه ژوند کوي په اصل کې دوی د ژوند په مانا نه دي پوه یعنې ژوند کول تصادف نه دی دا پخپله یو پلان دی، انسان دلته ازموینې ته رالیږل شوی او باید ځینې ازموینې ورکړي چې بلاخره به حساب ورکوي. زمونږ او ستاسې لپاره هم اړتیا ده چې د ښه راتلونکي په پار هلې ځلې وکړو او ټول کوښښونه مو باید د يوې معقولې تګ لارې او پلان له مخې وي بغیر له دې که هر وخت بې له کوم پلان یو قدم هم ږدو وړاندې امکان لري له خطر سره مخ شو او له ستونزې سره لاس او ګرېوان شو.

له بې ګټې ملګرو مو تیر شئ
ځینې به په دې باور وي چې بې ګټې ملګري پرېښودل او د ګټې واله ته ځان نږدې کول خو د ملګرتیا کولو معیار او اصول نه دي ځکه ځینې به داسې څوک وي چې ملګرتیا به دې غواړي خو ګټه به نشي درسولی خو نه؛ ګټه په دې مانا نه چې تاسې دې یو څوک په مالي لحاظ تمویل کړي. بلکې خېر او ګټه دا هم ده چې یو څوک درته ښه خبره او ښه نظر درکړي، که د چا له وسه یواځې ښه خبره کول پوره وي او درته یې کوي همدا مو ښه ملګری دی ځکه څه چې يې په وس پوره دي له تا یې نه غړوي ولې له داسې خلکو په ډير واټن کې وګرځئ څوک چې تل منفي نظر درکوي او په يو ډول دې په چارو کې خنډ جوړوي.

ارام او خوش مزاجه اوسئ
ډیر ځایه مې چې د غوره شخصیت جوړولو اړوند کومه مقاله او لیکنه لوستې دا خبره په کې حتمي راغلې چې تاسې خوش مزاجه، خوش اخلاقه او ارام اوسئ. تاسې که په تیر کې توند او په یو ډول وچ اخلاق درلودل نو ورڅخه تیر شئ او نوی کال په داسې یو انداز پیل کړئ چې تاسې له هر چا سره په کې غوره چلند وکړئ او ټولې پریکړې مو د بیړې په ځای په ارام او هوسا ډول وکړئ. هغوي چې ژر پریکړې کوي نو ژر پښیمانه کیږي هم چې بیا د ټول عمر لپاره له ځان سره په جنګ وي.

غوره اړیکې جوړې کړئ او دوام ورکړئ
دا په یاد ولرئ چې په ټولنیز ژوند کې مونږ او تاسې ته اړتیا ده چې له یوه بل سره اړیکې جوړې کړو او مخته لاړ شو، عموماً هغه څوک چې تر نورو په اړیکو جوړولو کې کمزورې وي همدا شان له نورو شاته هم وي. تاسې له ټولو هغو درکونو سره باید اړیکې ولرئ کوم ځای یا کوم څوک چې په راتلونکي پلان کې له تاسې سره مرسته کولی شي همداشان ساتنه په دې مانا چې تاسې هم د خپل توان مطابق هغه څه ورته وړاندې کړئ چې څه مو په وس پوره وي دا به نو ددې لامل شي چې تاسې په ښه شان وړاندې لاړ شئ.

خپل ځان د تیر په پرتله وګورئ او خنډونه لمنځه یوسئ
دا برخه ډیره اړینه ده هغه دا چې تاسې خپل ژوند ته وګورئ چې د خپل پلان سره سم مو څومره پرمختګ کړی دی، که وړاندې لاړ وئ نو سم روان یاست دوام ورکړئ او که شاته پاتې وئ نو وګورئ چې کوم څه دي چې ستاسې د چټک حرکت مخه یې نیولې، په ګوته یې کړئ او لمنځه یې یوسئ، خېر که له تاسې وخت نیسي او صبر غواړي خو پرېښودل یې تاسې ته زیات زیان اړولی شي. نو ددې لپاره چې تاسې منظم پر مخ لاړ وئ اړتیا ده چې ځينې ستونزې لمنځه یوسئ او په دې برخه کې له کلک هوډ سره مخته لاړ شئ.