رسنۍ

انلاین رسنیو کې باید د انځور خپرولو پرمهال دې ټکو ته پام وکړو

لیکنه: ياران

لیکنه: عزیزالله عزیز

د انځورونو اخیستلو او خپرولو چاره ډیره پخوانۍ ده، څوک یو ډول انځورونه خوښوي څوک بل ډول، اکثره دوستان په انلاین رسنیو کې ډیری وخت د خپلې کورنۍ د ماشومانو، دوستانو، ښایسته منظرو او یا هم خپل انځورونه له نورو سره شریکوي. په ځينو حالاتو کې د بې وزوله کورنیو، چاودنو، وژل/مړو شویو انسانانو او نورو انځورونه د خپلو اندونو سره خپروي ….

د انځور اخیستلو پرمهال باید څلور ټکو ته پاملرنه وشي:

۱. چاپیریال: انځور په داسې هنر سره اخیستل چې لیدوونکي هغه سیمه یا ځای وپیژني.
۲. هدف: کله چې موږ انځور اخلو باید هدف وټاکو چې د څه شي انځور د څه لپاره اخلو.
۳. زاویه: له داسي ځای څخه انځور واخلو چې لیدوونکي ووایې چې ښه انځور اخیستل شوی او دا زاویه هغوي ته د منلو وړ وي.
۴. تخنیکي چارې: فوټوګرافران په دې برخه کې ښه تجربه لري او تاسي هم کولی شئ چې یو ښه انځور واخلئ چې هغه انځور ډير تور او سپین نه وي، بلکي په طبیعي ډول راشي.

ما خبره دا کوله چې ځیني انځورونه چې نن سبا یې موږ په انلاین رسنیو کې ګورو، ځیني یې انسان ته دومره خواږه وي چې په بیا، بیا لیدلو یې د انسان زړه ته سکون حاصلیږي… خو ځیني انځورونه بیا دومره دردناکه او له ویرې ډک وي، چې ځینو ته رواني تکلیف پیدا کوي، په نوره نړۍ کې خلک د انځورونو په خپرولو کې ډیر پام کوي خو دلته موږ هره ورځ داسې انځورونه ګورو چې د نورو په ذهنونو ډیر بد تاثیر کوي، ډیری حالاتو کې د وینو، زخمیانو، سکنجو او داسې نور …. بوږنوونکي انځورونه خپروو چې سترګې یې د لیدلو تاب نلري……

که په دغه شان انځورونو کې لږ له احتیاطه کار واخیستل شي لږ تر لږه به مو یو چاته ذهنې نا ارامې نه وي ورکړې.

بله مهمه خبره دا هم ده، چې د غریبو کورنیو او بې وزله ماشومانو د انځورونو په خپرولو کې که د هغوي هویت پټ وساتل شي نو دا به مو د یوې کورنۍ سره لویه مرسته کړې وي، ځکه موږ په یو داسي ټولنه کې ژوند کوو، چې ډیری حالاتو کې د نورو په نیمګړتیاوو پسې ډیوې رڼا کوو.

زه پوهیږم چې یو شمیر دوستان دا کار د زړه سوي او همدردۍ لپاره کوي، خو دلته بیا ځیني خلک د نورو بې وزلو انسانانو ژوند توهینوي چې په دې ټول پوهیږو.

که موږ د یوې کورنۍ د بې وزلۍ کیسې سره، سره د هغوی د میندو، خویندو او ماشومانو انځورونه خپاره کړو، نو شاید دغه ماشومان یو وخت زموږ مشران شي، نو بیا به ځینې شریر او سپک وګړي هغه د دوی د بې وزلۍ او مجبورۍ انځورونه د دوي د توهین لپاره وکاروي.

نو د هر انځور په خپرولو کې باید پوره پام وکړو ترڅو نور ورڅخه ناوړه ګټه وانه خلي او موږ هم د یو انځور په خپرولو د یو چا راتلونکی نه وي ګواښلی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران