کلتور او هنر له نړۍ

که غواړی فارغ شئ، نو لس نیالګي کښېنوئ

لیکنه: ګلاب هېواد
اعلان

دا په فېلېپين کې د زده کوونکو لپاره نوی وضع شوی قانون دی چې له مخې یې زده کوونکي اړ دي چې له ښوونځي او کالج څخه د فارغېدو لپأره لږ تر لږه لس ونې کښېنوي او پالنه یې وکړي. داسې چې که یو زده کوونکی له لومړني ښوونځي فارغېدل او وړاندې تګ غواړي نو زدکړو او ازموینو کې د بریالیتوب تر څنګ باید ۱۰ نیالګي کښېنوي او پالنه یې وکړي او بیا چې له لېسې او پوهنتونه فارغېږي بیا هم اړ دی چې لس لس ونې کښېنوي او پالنه یې وکړي. یعنې هر زده کوونکی تر د زدکړو د هرې دورې تر فراغت وړاندې د لس ونو په کښېنولو او پالنه مکلف دی.

د فېلېپين یوه ځنګلي سیمه

د فېلېپين حکومت او قانون جوړونکي تمه لري د دغه قانون په تطبیق سره به ځمکې د کُرې د ګرمېدو او د اقلیم د ناسم بدلون مخه ونیسي. د فېلېپین د مګډالو ګوند استازی ګاري الیجانو چې د دغې مسودې جوړونکي ټيم مشري یې کړې وايي:
په فېلېپین کې هر کال تر ۱‍۲ میلیونو زیات زده کوونکي له لومړنیو ښونځیو، ۵ میلیونه له ثانوي (لېسې) او شاوخوا ۵۰ زره له کالج او پوهنتون نه فارغېږي او که دغه طرحه په سم ډول پلې شي او هر فارغېدونکی زده کوونکی لس نیالګي کښېنوي، نو هر کال به لږ تر لږه ۱۷۵ میلیونه نیالګي کېنول شي چې د یوې تحصیلي دورې په بشپړېدو سره به چې لږ تر لږه ۱۴ یا ۱۶ کاله کېږي په فېلېپين کې ۵۲۵ میلیارډه ونې کښېنول کېږي.

فېلېپیني قانون جوړونکي وايي چې که د دغو ۵۲۵ میلیونو یوازې ۱۰ سلنه ونې هم و پالل شي نو دا به د ځوانانو لپاره د ساعتېرۍ او په راتلونکې کې د ښه ذهنیت جوړولو په برخه کې ډ‌ېر ګټور وي او د دوی د رهبریت مهارتونه به لوړ کړي ځکه ځوانان به دا ذهنیت و لري چې د دوی په رهبرۍ د ونو کښېنولو اشر د فېلېپین اقلیم او ژوند چاپېریال کې ستر بدلون راوستی دی.

د سي اين اين د ټیلویزیوني شبکې د فېلېپیني څانګې د خبر له مخې د نیالونو کښېنولو لپاره سیمې ټاکل شوي چې زدکوونکي به د نیالونو کښېنولو په وخت کې په پام کې نیسي او خپله برخه نیالونه به په ځنګولونو، پوځي کیمپونو، معدنونو په ځانګړي ډول هغه سیمې چې نور پکې معدني مواد نشته او ځينو ساتل کېدونکو سیمو کې کښېنوي.

همدرانګه زدکوونکي اړ دي چې خپل نیالګي د ټاکل شوې سیمې له اقلیمي، خاورې، او جغرافیوي موقعیت سره سم و ټاکي او ځينې وختونه زدکوونکي اړه دي چې د حکومت له غوښتنې او خوښې سره سم ټاکل شوي نیالګي په ټاکل شوي سیمه کې د سیمې له اقلیم سره سم کښېنوي.

په فېلېپين د سېلاب ځپلو انځور

فېلېپين چې د نړۍ په کچه د طبیعي پېښو او سېلابونو له ستر خطر سره مخ هېواد دی، چې هر کال په فیلیپین کې د زرګونو کسانو ژوند اخلي، او د سیلابونو د ورانیو د مخنیوي لپاره د ونو کښېنول او د ځنګلونو رغول تر ټولو غوره چاره ده. د فیلیپین قانون جوړونکي تمه لري چې د دغه قانون په تطبیق سره به اقلیم کې ښه والی راشي، طبیعي پېښو، سېلابونو، ځمکې ښوېدنو او زلزلو د ویجاړیو مخه به ونیول شي او تمه ده چې په راتلونکي کې به چاپېریال ساتنه په دغه هېواد کې په یوه عام فرهنګ بدل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ګلاب هېواد