ټولنیز ژوند خواړه

د روژه ماتې او پیشلمي په اړه څو لارښوونې

لیکنه: مریم شریفي
اعلان

ژباړه: مریم محمدي

په پیشلمي کې دا ټکي په یاد لرئ:

۱- د پیشلمي لپاره ۳۰ دقیقي له اذان نه مخکې ویښ شئ.

۲- سره شوي او ترخه خواړه په پیشلمي کې مه خورئ.

۳- په پیشلمي کې د وریجو، ماکرونې او کچالو خوړل ښه وي، دا خواړه د کاربوهایدریت مرکب لري، چې د ورځې په جریان کې د ولږې احساس نه درکوي.

۴- لبنیات د پروټین په لرولو سره د پیشلمي لپاره غوړه خواړه دي.

۵- د کبانو غوښې سربیره د غويي او پسه غوښه که چیرې په پیشلمي کې وخوړل شي د ورځې له خوا به وږي نشئ.

۶- پیشلمي کې چای مه څښئ، په دې وخت کې غوره څښاک اوبه دي، ددې تر څنګ د تازه میوو له اوبو هم ګټه واخلئ، دا کار ددې لامل کیږي چې په روژه کې د تندې احساس ونه کړئ.

۷- له چاکلیت، کوکو، جلابي، کیک او کلچې په پیشلمي استفاده مه کوئ، ځکه دا خواړه زر هضم کیږي.

۸- پیشلمي کې له اندزې ډېر خواړه مه خورئ، د ګټې پر ځای زیان یې ډېر دی.

۹- پیشلمي کې له خوارک وروسته زر مه ویده کېږئ، لږ تر لږه باید یو ساعت وروسته ویده شئ.

۱۰- که چیرې معتاد یاست، تر ټول ښه خبره دا ده چې په دې میاشتې کې د پريښودلو لپاره ښه چانس لرۍ، خو که بیا هم قوي اراده نه لرئ، نو هڅه وکړئ چې په پیشلمي کې له نشه یي موادو استفاده ونه کړئ، ځکه دا موادو د تندې سبب کیږي.

په روژه ماتې کې دا خبرې په یاد ولرئ:

۱- هیڅکله په یخو اوبو یا هم ګرم چای روژه مه ماتوئ، د دې پرځای روژه له دوه دانو خرما او یو ګیلاس ترمو اوبو سره ماته کړئ.

۲- په روژه ماتې کې له سرو شو خوړو استفاده مه کوئ.

۳- هڅه وکړئ چې روژه په ډېرو سپکو خوړو ماته کړئ، لکه خرما، سوپ، تړمې اوبه او د چرګ یخني، دا خوړه معده د نورو خوړو د هضم لپاره تیاروي.

۴- له روژه ماتي ۲۰ دقیقې وروسته نور خواړه وخورئ.

۵- له روژه ماتې تر پیشلمي لږ تر لږه ۴ لیتره اوبه وڅښئ.

۶- روژه ماتي کې په بیړه خواړه مه خوړئ.

۷- په روژه ماتې کې له ډېرو ترخو خوړو استفاده مه کوئ، په دې وخت کې که د چکني یا هم اچارو پر ځای ماستې وخوړل شي غوړه ده.

۸- که د شپې له خوا د چای څښلو عادت لرئ، د چالکیت یا هم کوکو پر ځای ورسره بادام، چهارمغز یا خرما وخوړئ.

۹- د روژې په میاشت کې له مولټې ویټامین ټابلیټو استفاده وکړئ.

۱۰- روژه ماتې کې تازه او پخه شوې ترکاري مه هیروئ.

منبع: beytoote.com

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي