ټولنیز ژوند

دا ۱۳ کارونه مو پر شخصیت منفي اغیز کوي

لیکنه: ياران

د ګل ولي ځواک لیکنه

هر انسان غواړي چې غوره شخصیت ولري، ترڅو لوړ مقام ترلاسه کړي، خو ځیني داسې کړني چې انسان په لوی لاس د ورځې په اوږدو کې یې ترسره کوي د دې لامل ګرځي څو خپل شخصیت ته لویه ضربه ورسوي.
هغه دا دي:

لومړی: د نشه یي توکو استعمال
نشه کول هغه ناوړه پدیده شمېرل کیږي، چې د نړۍ د ګڼو انسانانو د تباهۍ لامل ګرځیدلې ده. که غواړئ چې په ټولنه کې غوره شخصیت ولرئ، نو له هغه دښمن څخه ځان لرې وساتئ، چې تاسو په خپلو پیسو اخیستل کیږي او ستاسو ژوند ګواښي.

دویم : ظاهري جوړښت نه برابرول
هر انسان ته لازمه ده، چې په ژوند کې خپل بدن پاکوالي ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه د انسان شخصیت هغه وخت تر نیوکې لاندې راتلای شي، چې ظاهري جوړښت ته هیڅ پاملرنه نه کوي.

دریم : پوزه کې ګوتې وهل
دغه کړنه مو نه یوازې د یو خراب شخصیت ښکارندوی کوي، بلکې د خلکو کرکه هم د تل لپاره درڅخه پیدا کیدای شي.

څلورم: هر مجلس کې زیاتې خبرې کول
هر ځای کې له اړتیا پرته زیاتې خبرې کول، ستاسو په شخصیت باندې مستقیمأ ناوړه اغیزه کوي. ‌که غواړئ چې په ټولنه کې مطرحه پاتې شئ نو بې ضرورته خبرې مه کوئ.

پنځم : د ټولنیزو رسنیو نا سم استعمال
ځینی اشخاص په ټولنیزو رسنیو کې داسې لیکنې خپروي، چې اسلامي او افغاني کلتور ته هیڅ د منلو وړ نه وي، نو مونږ ته پکار ده، چې هغه څه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړو، چې یو لوی پیغام پکې نغښتل شوی وي .

شپږم : د ملګرو ترمنځ دوه مخي کول
هغه کسان چې د خپلو ملګرو ترمنځ دوه مخې کوي په ژوند کې به له ډیرو ناکامیو سره مخ وي او هیڅکله به هم ژوند کې پرمختګ ونه کړي، دغه عمل له ځانه سره ګڼې منفې پایلې لري، نو مونږ ته پکار نه ده چې خپل شخصیت په خپله ووژنو.

اووم : بې ځایه خندا او ټوکې کول
ډیرې ټوکې او بې ځایه خنداګاني کول هیڅ کومه ځانګړې ګټه نه لري، بلکې ستاسو د بد تعرف یوه لوی نښه ګڼل کیدای شي.

‍‍‍‍‍‍اتم : په مجلسونو کې پټ رازونه شریکول
هغه کسان چې د کورنۍ خبرې د ملګرو په بنډارونو کې کوي، دغه شخص به هم ځانته صدمه رسولي او هم به د کورنۍ غړي د ملګرو پر وړاندې خجالته کړي وي، دا ډول کړنې شخصیت ته په لویه پیمانه زیان رسولي شي.

نهم : هر ځای کې ځان مشر کول
هر کله چې د مشرۍ وړ نه یئ، نو اړینه مه ګڼئ چې هر ځای کې ځان مشر ښکاره کړئ د دغې کړنې په ترسره کولو سره مو نه یوازې شخصیت زیانمن کیدای شي، بلکې د ملګرو پر وړاندې مو قدر او عزت هم له لاسه ورکولای شئ.

لسم : بې بلنې تګ
هر هغه ځای چې د ورتګ لپاره درته بلنه نه درکول کیږئ، نو اړینه نده چې ګډون پکې وکړي.

یوولسم : په لوړ غږ غږیدل
هر کله چې یو ځای کې خبرې کوئ، نو ډیرو چیغو ته اړتیا نشته په داسې انداز خبرې وکړئ چې نه چغي وي او نه هم داسې وي چې څوک دې خبرې نه اوري.

دولسم : امانت نه ساتل
امانت کې خیانت کول خپله خپل باور له لاسه ورکول دي، کله چې په انسان باور ختم شي، نو خلک ترې ځان لرې ساتي.

دیارلسم : پردیو وسایلو څخه بی اجازې استفاده کول
په اوسني عصر کې چې اړتیاوې زیاتې دي د ځینو کسانو یو عادت ګرځیدلي وي، چې د پردېو وسایلو څخه لکه موبايل، کمپیوټر، کمره، موټر او دیته ورته نور… سامان الات بیدون له اجازې څخه اخلي او استفاده ترې کوي، په دغه ناوړه عادت سره مو نه یوازې شخصیت ته صدمه رسیږي، بلکې اخیستل شوي وسایل ممکن د بې پروایۍ له کبله خراب هم شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران