ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د افرادو شخصیت د خبرو کولو پرمهال وپېژنئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ـــ سر ته ټکان ورکول ( ښکته او پورته کول ): مرسته کوي، چې نور آرامتیا تر لاسه کړي او د همغږۍ ښکارندویي کوي.

ـــ سر ته ټکان ورکول ( کین اړخ او ښي اړخ ته ): سر ته ټکان ورکول یوه او بل اړخ ته د مخالفت او بې لېوالتیا توب په مانا ده؟

ـــ د زنې لاندې لاس نیول وایي: ډېر بې حوصلې شویم یم. ښایي فرد وغواړي ځان لېوال وښیي، خو رښتینی پیغام یې دا دی: زه نه شم کولای، چې ستاسو په خبرو باندې تمرکز وکړم.

ـــ د غاړې موښل: د غاړې موښل د ویل شوې یا اورېدل شوې موضوع په اړه تردید څرګندوي، دا حرکت معمولاً د اشارې ګوتې په واسطه د غاړې څنګ ته د غوږ لاندې را څرګندېږي.

ـــ د زنې نازول: دا نښه د هغه زېري ښکارندویي کوي، چې اورېدونکی ستاسو ټولو خبرو ته په ډېر غور او ځیرکتیا سره غوږ نیولی دی. دا متفکرانه کړنه ده، چې معمولاً د هغه نارینه له خوا ترسره کېږي، چې ږیره نه لري.

د زنې ګرول : دا حرکت لږ توپیر لري، چې د اشارې ګوتې په وسیله، د زنې په ټوله ښکتنۍ برخه کې ترسره کېږي او کولای شي، د دې ښکارندویي وي، چې اورېدونکی ستاسو په خبرو باندې باور نه لري.

اسویلی کښل: خوبولی توب یوازې د اسویلي لامل نه دی، بلکې ټولنیز اسویلی هم شتون لري. هغه اسویلي، چې په یوه خفیف اراویي فشار زېږونکي ځای کې را منځته کېږي. کله چې شکمن یاستئ، نو غواړئ، کوم کار ترسره کړئ. اسویلی د وخت د اخیستلو لپاره یوه تګلاره ده .

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل