ټولنیز ژوند

په دې ۱۴ کوچنیو ورځنیو کارونو مو پر ځان باور پیاوړی کړئ!

ژباړه: نوراحمد فضلي

پر ځان او نفس باور درلودل نن سبا یوه له ډېرو مطرح کېدونکو او بحث کېدونکو موضوعاتو څخه ده. زموږ څخه هر یو نن سبا هدف او موخي ته د رسېدو په موخه د سخت کار او کوشش سره سره، پر ځان او نفس باندي باور درلودلو ته هم سخته اړتیا لرو. پر نفس باور درلودل مو هدف ته د رسېدو په لار کښي پراته خنډونه لېري کوي؛ او لاره راته صفا کوي. په دې مطلب کښي درته هغه ۱۴ کوچني کارونه ښيیو چي پر مټ یې تاسي کولای سئ پر خپل نفس باور زیات او پياوړی کړئ.

د امریکا د ۵۰۰ برترو شرکتونو اجرايوي مدیر او ليکوال، بکي بلالاک (Becky Blalock) وايي چي زموږ نیکونه لاچاره ول چي د ژوندي پاته کېدو له پاره محتاط اوسي او دا ځانګړنه یې د تکامل له لاري موږ ته هم په میراث رسېدلې او ددې سبب سوې ده چي کله بېرندوک او شرمندوک اوسو او خپل احساسات ښکاره نه کړو. البته کې پر ځای پرېږدو، هم کومه ستونزه نسته، خو هیڅوک نغواړي چي همېشه دي بېرندوک او شرمندوک واوسي. له نېکه مرغه کولای سو چي د ځینو ورځنیو عادتونو په جوړولو سره پر نفس باور پیاوړی کړو.

که پر ځان د باور لرلو په خاطر دباندینۍ انګېزې ته اړتیا ولرئ، په یاد مو وي چي پر ځان باور پیاوړی کول یوه له مهمو انساني وظایفو څخه ده. د تبت بودایانو دیني رهبر، دالايي لاما وايي:” هر کس کولای سي چي د خپلو وړتیاوو او ظرفیتونو په درک کولو او پر هغو د باور درلودلو سره یوه نوې دنیاګۍ جوړه کړي. “ وینئ؟ نړۍ اړتیا لري چي موږ کله پر خپلو ځانو وویاړو، نو له دې څخه چي ځان ته ووایاست څومره عالی او په زړه پوري یاست؛ مه وېرېږئ. موږ د پرځان اعتماد زیاتولو له پاره لاندي ۱۴ لاري وړاندیز کوو:

۱: له نورو سره مرستندوی او مهربان اوسئ
که کله هم داسي احساسوئ چي د نورو له پاره چندان فایده من نه یاست، کولای سئ چي د نورو سره مرسته وکړئ او د هغوی سره مهربان اوسئ. د بېلګي په ډول: هغي بې کوره ښځي ته چي ستاسي په کوڅه او کلي کښي ژوند کوي؛ ګرمه او توده غذا وروړئ یا په اوونۍ کښي یوځل د خپل همسایه سپین ږیري/خپلي سپین سري ګاونډۍ سره د هغوی د کور په پاکولو کښي مرسته وکړئ. د نورو سره په مرسته کولو سره بالاخره دې پایلي ته رسېږئ چي تاسي هومره هم بې فایدې او بې ګټي انسان نه یاست.

۲. ژیړ رنګه کالي واغوندئ
د کاناډا د کلګري (Calgary) پوهنتون د ارواپوهني استاد ډاکټر کارول کانچیر (Dr. Carole Kanchier) په وینا، څېړني ښيي چي ژیړ رنګ د سکون او آرامش او خوشحاله حالاتو سره اړیکي لري. تاسي به فکر وکړئ چي دا ادعا صحیح نه ده. مګر که مو پام کړی وي همېشه د لمر روښنايي ددې سبب کېږي چي تاسي د آرامش او سکون احساس بیامومئ. د پسرلي د ګل ژیړ رنګ هم دغسي احساس رامنځ ته کوي.

۳. نېغ او مستقیم ودرېږئ
کله چي پر ملا کوږ یاست، د ځان په اړه یو رقم د ناخوښۍ او نارضایتوب احساس لرئ. د روغتیا اراپوهني (Health Psychology) په مجله کښي په خپره سوې مقاله کښي، څېړونکو موندلې ده چي د حالت بهبود او د درېدلو ډول په خورا چابکۍ سره د وګړو حال او روحیه بهتره کوي. کله چي نېغ ولاړ یاست او کاږه نه یاست، بلافاصله پر ځان باور، حاضرجوابي او زړورتوب په ځان کښي احساسوئ. احتمالاً دا زموږ ټولو له پاره ثابت سوي دي.

۴. نوي څیزونه زده کړئ
هره ورځ په خپل مبایل کښي نوي اپلکېشنونه انسټال کړئ یا فقط یو نوی مضمون ولولئ. کله چي لږ نوي مالومات هم ستاسي مغز/دماغ ته اضافه سي؛ د ځان سره ستره مهرباني کوئ. په دې کار سره له ځنډ پرته د رضایت او خوښۍ حس ترلاسه کوئ چي دا ستاسي پر ځان د باور زیاتېدو سبب کېږي.

۵. خپله خونه پاکه کړئ
دا په فنگ شویی کي یو آسانه او ساده ترین درس دئ:” که صفا او پاک ذهن غواړئ؛ د خوب ځای مو پاک کړئ. “ فنگ شویی یاFeng Shui د شرقي آسیا خلکو، په ځانګړي ډول بیا د چین د بومي اوسېدونکو باورونو او ارزښتونو ته ورګرځېدونکی فرهنګ دئ. د ددې فرهنګ د ادعا له مخي، د څیزونو او لوازمو ترمنځ نظم، تناسب او هماهنګي، او هم په کور/کارځای کښي پاکوالی او روښنايي مو په کارځای او کور کښي د وضع ښه کېدو، بریالیتوب او خوشحالۍ سبب کېږي. بلخوا، جاپانی مفهوم (esho funi) د ژوند او اوسېدو چاپیریال د یووالي او نه جلاکېدونکي په معنا دئ او کله چي دې هرڅه ته ورسېدلاست، لا زیات کولای سئ چي غوره او جوړوونکي افکار ولرئ.

۶. سلفي واخلئ
۶۵ سلنه انجوني چي کله خپلي خنداني څېرې پر ټولنیزو رسنیو ویني، وايي چي ددې تصویرنو له لیدلو وروسته زیات پر ځان باور پیداکوي. کله چي تاسي په لاشعوري او ناخبري توګه خپل ځانونه خوښ او خوشحاله وینئ، په لاشعوري یا تحت الشعوري ډول ځانونه تېرباسئ او داسي احساسوئ چي په رښتیا خوښ او خوشحال یاست او په ناڅرګند ډول احساسوئ چي والله په رښتیا هم همدا حس لرئ. البته باید په سلفي نیولو کښي افراط ونکړئ. اړتیا نسته چي هر وار ۲۰ سلفي عکسونه واخلئ او له خپلي پاڼي ئې خپاره کړئ، که داسي وکړئ، په بشپړ ډول به د ټولنیزو رسنیو په ګرداب کښي راګېر سئ.

۷.د ځان له پاره څرګند هدف ولرئ او بیا هغه ترلاسه کړئ
کله چي د بریالیتوب احساس ولرو، د ځان په اړه ښه فکر کوو. لازمه نه ده چي د ځان له پاره سخت هدف وټاکو، مثلاً وغواړو چي د پوهنتون پر نیمی حال پاته یادونه او خاطرې لیکل بشپړ کړو. حتا یو ډېر آسانه کار لکه د مور سره تماس نیول تاسي د خپلو کارونو په نوملړ کښي راوستلي دي، د مور سره تر تماس نیولو وروسته په جدول کښي ددې کار په ټیک مارک ایښودلو سره، له ځنډ پرته په موږ کښي د پر ځان باور او اعتماد حس زیاتېدو سبب کېږي.

۸.خوشحاله او پاروونکې موسیقي واورئ
آیا تاسي پوهېدلاست چي موسیقي په موږ کښي د قدرت او توانايي حس پیاوړی کوي؟ نو اوس چي پوهېږئ، د خپل ذوق او علاقې وړ موسیقي واورئ او لږ د هغه سره وموسئ او یا ونڅئ. له رواني لحاظه د ښو غزلونو اورېدل ستاسي ذهني حالت تغیروي. که د غزلي سره خوږ او خوشحالوونکی پیغام مل وي، په چابکۍ سره په تاسو کښي د قدرت او پر ځان باور احساس رامنځ ته کېدو سبب کېږي.

۹.نوي څیزونه و ازمایئ
په خپل آرام او هوسا ځای کښي پاتېدل اصلاً په زړه پوري نه دي او سربېره پر دې زموږ د پرمختګ او ودي حوزې د وړتیاوو مخه نیسي. له دې وروسته تلاش وکړئ چي هره ورځ یو نوی کار وکړئ، حتا که دا کار ډېر کوچنی هم وي. مثلاً یو نوی خوړنځای ته ولاړ سئ، له نوي لاري خپل کارځای ته ولاړ سئ یا هر سهار د چمتو کېدو پر مهال، تازه موسیقي واورئ. د تغییر او ماجراجويي دا کوچنی حس سبب کېږي چي ځانونه محفوظ احساس کړئ.

‍۱۰.له نورو مرسته وغواړئ
حتا یوه لحظه هم فکر ونکړئ چي له نورو مرسته غوښتل د کمزورۍ ښکارندوی دي. نه سي کېدلای چي موږ په دې نړۍ کښي ټول کارونه په یوازي ډول وکړو. که له خپل همکاره وغواړئ چي ستاسي د پروژې په ترسره کولو کښي دي چي له ډېره وخته ورباندي سخت کار کوئ، مرسته وکړي؛ ستاسو له اوږو یو ډېر لوی بار لېري کوي او د کارونو عملي کول درته آسانه کوي. شوني دي هغوی ستاسي سره له مرستي کولو خوشحاله سي او تاسي به هم له نورو د کومک غوښتلو شجاعت درلودلو په خاطر، د لا زیات په ځان باور احساس ولرئ.

۱۱.په خپل ژوند کښي د ټولو ښو څیزونو نوملړ ولیکئ
یو سپین کاغذ راواخلئ او ټول هغه ښه څیزونه چي تاسې په خپل ژوند کښي لرئ؛ ولیکئ. له شک پرته چي د لیکلو له پاره ډېر څیزونه سته. کله چي په ښه وضعیت او حالت کښي نه یاست، په آسانۍ سره خپل ټول ښه څیزونه هېروئ. ځکه نو د هغو په یاد راوړل ددې سبب کېږي چي واقعیت ته ور وګرځئ. په بل عبارت، تاسي باید قدر کوونکي اوسئ؛ دا کار له شک پرته په تاسو کښي غم او خپګان له منځه وړي.

۱۲.له عطرو کار واخلئ ( البته کې شوق لرئ)
شاید د بویولو حس د انسان قوي ترین حس اوسي؛ په خاصه بیا د حافظې او احساساتو اړوند. څېړني ښيي چي ۹۰ په ښځو کي چي په ځان عطر وهي، د هغو ښځو په پرتله چي له عطرو استفاده نه کوي، د لوړ پر ځان باور احساس درلودونکي دي. حتا نن سبا کولای سئ چي د ویښتانو له عطرو هم کار واخلئ او له هغو عطرو چي ستاسي د ویښتانو له لاري هوا ته خپرېږي، د ځان په اړه د بهترۍ احساس پیداکوئ.

۱۳.د خبرو پر مهال لاسونه وخوځوئ
د خبرو پر مهال لاسونه خوځول مو چمتو او پر ځان باورمند ایسوي.
د کولګیټ پوهنتون (Colgate University) څېړنه ښيي چي د دماغ هغه برخه چي حرکات کنټرولوي او د خبرو کولو مسئوله برخه یو د بل سره تضاعف او تداخل یا په عامه اصطلاح یو پر بل تېرېدل لري. پر دې بنسټ د لاسونو حرکات سبب کېږي، هغه جلمې چي پر ژبه ئې راوړئ، پر هغو زیات باور ولرئ. تلاش وکړئ چي د لاسو او بدن حرکات مو طبیعي وي چي د ټولو په نظر (ستاسي په شمول) چمتو او حاکم مالوم سئ.

۱۴.تصویرو ته وګورئ
د تيرو او پخوانیو انځورونو او تصویرونو په ټال کښي ډوبېدل په تحت الشعوري ډول ستاسي پر څېره موسکا او خندا غوړوي او سبب کېږي چي لا زیات په ځان باور پیدا کړئ او هغه کسان در په زړه کړئ چي تاسي ورته مهم او ګران یاست. مثلاً د خپل کارځای پر مېز باندي د ځان او خپلو دوستانو څو عکسونه کښېږدئ او یا څو دقیقې مو د تېر کال د اختر جنش لمانځني په ویاړ د ځان او مېرمني جوړه ښکلو عکسونو لیدلو ته ورکړئ. ددې تصویرونو په لیدلو سره، د سعادت او خوشبختۍ احساس تاسي احاطه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي