بریا او پرمختګ سپورټ

کار او تفریح سره بیل کړئ – د نړۍ مشهور کسان کار او تفریح سره څنګه بېلوي؟

لیکنه: بشر درویش

ژباړه: بشر دروېش

د مشهورو څېرو په اړه خلک معلوماتو ته زیات لېواله دي؛ دوی هیله من دي چې له دغو معلوماتو هم څه زده او پخپل ژوند کې ترې ګته واخلي.

دلته په همدې نیت د یو شمېرمشهورو څېرو د تفریحاتو په اړه درته غږیږو.

۱- ریچارډ برنسون، نړیوال سوداګر او بشرپال

برنسون په ماجرا موندنې مشهور دی؛ د هغه د شوخۍ او ماجرا جویۍ زیات عکسونه خپاره شوي، خو د ده د خوښې لوبه شطرنج دی.

هغه په دې اړه وایي: زما په نظر شطرنج د نړۍ تر ټولو غوره لوبه ده. دا لوبه هم د تکتیکونو طرحه کول، هم پلان جوړول، هم شجاعت او خطرمنل در زده کوي.

د ده په وینا شطرنج داسې لوبه ده، چې د ترسره کولو پر وخت یې هم چای څښلی شئ او هم خبري اترې لرلای شئ.

دی زیاتوي: په ژوند کې مې زرګونه ځله شطرنج کړی، حتا له ماشومانو سره مې ډېر وخت دغه لوبه کوم.

۲- مریل سټریپ، سینمایي لوبغاړې

مریل سټریپ امریکايي اکټره ده، هغه د خپل نسل تر ټولو بهتره سینمايي اکټره بلل کیږي. نوموړې وایي د بافت یا اوبدلو سخته مېنه ده. د دې په وینا په «تردید» (Doubt) فلم کې یې چې کوم څادر په سر دی، هغه دې خپله اوبدلی.

هغه د اوبدلو دومره مینه واله ده، چې حتا د فلم ډکولو پر وخت په اضافي فرصتونو کي هم اوبدل کوي.

د دغې سېنمایي لوبغاړې په وینا اوبدل ورته د افکارو د را ټولولو او ژوند په اړه د فکر فرصت ورکوي.

د سټریپ په شان جولیا رابرتز، رایان گاسلینگ او کریستینا هندریکس هم هغه سینمایي لوبغاړې دي، چې زیات وخت یې د فلم جوړولو په فرصت کې حتا پر اوبدلو مصرفیږي.

۳- کیټرین میډلټون، د برتانیې د سلطنتي کورنۍ ناوې

کیټ د رنګ آمېزۍ سخته شوقي ده او زیات فارغ وخت په همدې تېروي.

د دې په وینا دا کارډېر آرام بښونکی او غوره ذهني آرامتیا ده.

۴- بیل گیټس، د مایکروسافت کمپنۍ مالک

د ګیټس د تفریح شیان په عامه اصطلاح د زاړه نسل دي.

هغه قطعې کوي، ټینس لوبه یې خوښیږي او له ماشومانو سره یې ډېر وخت یو ځای تېروي.

۵- جورج ډبلیو. بوش، د امریکا پخوانی ولسمشر

بوش یو غوره نقاش دی. هغه د نړۍ د نیږدې ۲۰ مشرانو، سپیو او منظرو نقاشۍ جوړې کړي.

ده په ۲۰۰۹ کې د واکمنۍ له پای ته رسیدو وروسته یې په فلوریدا ایالت کې په یوه میاشت نقاشي زده کړه.

۶- آنجلینا جوليا، سینمایي لوبغاړې

جولیا په یوه مرکه کې وویل، چې د خنجربازۍ زیاته شوقي ده.

وایي دا شوق یې مور ور زده کړی و، چې اوس یې دا خپل زوی ته لېږدوي.
د انجلینا په وینا زوی ته یې د لوبو لپاره داسې خنجرونه ورکوي، چې تېره نه دي.

۷- میشل اوباما، د بارک اوباما مېرمنه

دا مشهوره مېرمنه د ورزش سخته شوقي ده. د دې به وینا هر سهار وخته له خوبه پاڅیږي او تر یوه ساعته منډې وهي.

دلیل یې دا ښودلی، چې همېش متحرکه اوسي.

۸- کاندولیزا رایس،د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره

رایس، چې د جورج ډبلیو بوش د حکومت خارجه وزیره وه، د ګلف لوبې سخته مینه واله ده.

هغې دا لوبه په ۵۰ کلنۍ کې له خپل یوه خپلوان څخه زده کړه.

د رایس په وینا دا یوه منطقي، خوندوره او ستراتیژیکه لوبه ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي