افغانستان سیاست

ټرمپ غواړي تر اوړي نیمايي امریکايي سرتیري له افغانستان وباسي – امریکايي رسنۍ

لیکنه: ياران
اعلان

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ولسمشر ټرمپ په سپارښتنه پینټاګون له افغانستان څخه تر اوړي پورې د نیمايي امریکايي سرتیرو د ایستلو په یو پلان کار کوي.

دا مهال په افغانستان کې 14 زره امریکايي سرتیري دېره دي، او که دا پریکړه نهايي شي، نو تر اوړي پورې به اوه زره امریکايي سرتیري له افغانستان څخه ووځي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، یو شمیر امریکايي چارواکو وروته ویلي چې له افغانستان څخه د نیمايي سرتیرو د ایستلو پلان پوخ شوی خو لا یې په اړه وروستۍ پریکړه نه ده شوې. ددې خبري اژانس په وینا که دا پلان عملي شي، دا به د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ په ستراتیژۍ کې یو ناڅاپي او لوی بدلون وي.

ګڼو امریکايي رسنیو د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې له افغانستان څخه د نیمايي امریکايي سرتیرو وتل ښايي په څو اونیو کې پیل شي.

د امریکا د دفاع وزیر استعفا

د افغانستان څخه د ګڼ شمیر امریکايي سرتیرو د ایستلو د پلان په اړه له راپورونو سره یو ځای د امریکا دفاع وزیر جیم ماتیس له خپلې دندې استعفا کړې. نوموړې د خپلې استعفا په اړه ویلي” ولسمشر ټرمپ ته یو داسې د دفاع وزیر پکار دی چې دده له نظریاتو سره موافق و اوسي.“

امریکايي رسنۍ وايي، ولسمشر ټرمپ د اوږدې مودې راهېسې د افغانستان جګړه بایللې بلله او له دې هیواد څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو غوښتونکی و، خو د دفاع وزیر جیم ماتیس او نورو پوځي مشرانو په ټینګار یې ددې کال په پیل کې ومنله چې د طالبانو د پیاوړې کیدو د مخنیوي او د داعش د وسلوالې ډلې د زپلو لپاره افغانستان کې امریکايي سرتیري نه یوازې چې وساتي بلکې صلاحیتونه یې زیات کړي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د یو شمیر امریکايي چارواکو له خولې وايي، له افغانستان څخه د سرتیرو په ایستلو د سپینې ماڼۍ وروستی ټینګار د امریکا د دفاع د وزیر جیم ماتیس د استعفا یو مهم دلیل دی.

امریکايي سرتیري په 2001 م کال کې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته ولاړل، او دغلته یې د طالبانو واکمني ختمه کړه. له هغې را وروسته په تیرو اولس کلونو کې په افغانستان نژدې دوه نیم زره امریکايي سرتیري د افغانستان په جګړه کې وژل شوي، او تر 9 سوه ملیارد ډالرو زیاتې پیسې د امریکا د تاریخ تر ټولو پر دې اوږدې جګړې لګیدلې دي.

د افغانستان د سولې هڅې

ځینې کسان د افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو پلان د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د افغانستان د سولې له هڅو سره تړلي څه بولي. دوی ګومان کوي چې د خلیلزاد له خوا د طالبانو سره د سولې وروستۍ هڅې او د افغانستان څخه تر اوړي پورې د نیمايي امریکايي سرتیرو د وتلو پریکړه ښايي د یو پلان برخې وي.

خو اسوشتید پریس خبري اژانس وايي، یو شمیر امریکايي چارواکي اندېښنه لري، چې په راتلونکو څو میاشتو کې د افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د ایستلو پریکړه به د سولې روانې هڅې زیانمنې کړي. د دوی په وینا افغان طالبان چې لا اوس د افغان حکومت سره خبرو ته چمتو نه دي، د امریکايي سرتیرو د وتلو له پریکړې وروسته به نور هم ډاډه شي او وبه هڅیږي چې تر هغې صبر وکړي څو چې امریکايي سرتیري له افغانستان څخه ووځي.

بل خوا پرون په کابل کې د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له اریانا تلویزون سره په مرکه کې وویل، که طالبان له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې جدیت ونه ښيي، نو ډاډه دې اوسي چې د امریکا متحده ایالات به د افغانستان د حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي.

د افغانستان حکومت که څه هم د تل په څیر د وروستیو پرمختګونو په اړه ډېر کم او په احتیاط عکس العمل ښيي. خو په وروستیو دوه ورځو کې د حکومتي چارواکو له اعلامیو او څرګندونو ښکاري چې د افغانستان په اړه د زلمي خلیلزاد د سولې د وروستیو هڅو په شمول د ټرمپ د ادارې په وروستیو اقداماتو نه دي خوشاله.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران