سیاست

د پردې تر شا د سولې هڅې او د ولسمشر وروستۍ لیدنې

ارشاد رغاند

ارګ په تازه اعلامیو کې له یو شمېر مطرحو سیاسي څېرو سره د ولسمشرغني د ځانګړو ملاقاتونو خبر په داسې حال خپور کړی، چې د سولې هڅې په لوړه کچه چټکې شوي او ورسره دا هڅې ورځ تربلې مرموزې کیږي.

د سولي د وروستیو هڅو مرموزیت تر ډېره هغو راپورونو زیات کړی، چې له دې هڅو څخه د افغان حکومت د منزوي کیدو په تړاو خپریږي.

په تازه راپورونو کې ویل شوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له وسله والو طالبانو سره د خپلو مذاکرو او موافقو جزیات له ټول افغان حکومت، حتا ولسمشر غني څخه پټ ساتلي.

د امریکایي رسنیو په حواله ولسمشر غني په دې وضعیت خواشینی شوی او له امریکا سره یې اړیکې ترینګلې شوي دي.

خو حکومت ته نژدې سرچینو دا راپورونه کاملا رد کړي دي.

د موقت حکومت اوازې

په وروستیو کې دا اوازه ډېره توده شوې، چې ګوندې امریکا، سیمه ییز هېوادونه، طالبان او یوه برخه سیاسي ډلې د ګډ موقت حکومت پر جوړولو سلاشوي.

داسې ګومان هم کیږي چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ځنډیدو ته د امریکا د لېوالتیا اوازه هم تر ډېره له همداسې یوې پټې ترسره شوې/ ترسره کیدونکې هوکړې سرچینه اخلي.

ظاهري دریځونه

د مخکیني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر سیاسي ډلې؛ په خاص ډول وسله وال طالبان وخت په وخت د روغې جوړې د زمینه سازۍ یوه غوره لاره د موقت حکومت جوړول دي.

د افغان حکومت په رسمي توګه دا ډول اوزې رد کړي او هغه یې بې بنسټه بللي دي.

د ولسمشر ملاقاتونه

ولسمشر غني د سولې د روانو هڅو په لړ کې له خپلو یو شمېر سیاسي نارضیانو سره لیدنې او مشورتي ناستې پیل کړي.

د دغو لیدنو مشخص جزیات په ډاګه شوي نه دي، د ارګ خبر پاڼو کې ویل شوي چې ولسمشر له دې لورو سره د سولې د پروسې په اړه سلامشورې کړي. خو داسې هم ویل کیږي چې ښايي ولسمشر د یو شمیر ناراضي سیاستوالو د پخلا کولو هڅه کوي.

هغه سیاسي څېرې، چې په دې ورځو کې ولسمشر یې ځانګړو ملاقاتونو ته دعوتوي، اکثره هغه کسان دي، چې ډېرځله یې هغوی سره نه لیدل او په اصطلاح منزوي کول خپل یو لوی هدف او لاسته راوړنه ګڼل کیده.

د سولې په نوم وروستۍ مشورې بیا د تېرو تجربو تکرار ښکاري، خو غوره دا ده چې نور زموږ حکومت هوښیار شوی وي او له تېرو تجربو د عبرت درس واخلي.

زموږ پر سیاسي قشر به ممکن تر حکومت لا زیاتې ملاحظې وي، خو د افغانستان ورځ تربلې نازکیدونکي حالت د سولې ترڅنګ د بحراني وضعې د نورو خواوو د مهار لپاره ملي – سیاسي اجماع په یوه مهم ضرورت بدل کړی دی.

ملت نه څه پټوي؟

ملت د سولې په اړه د ماسکو ناستې، امریکا- طالب مذاکراتو او همدا شان د سولې په اړه د مشورو په نوم د سولې شورا د استازو په نه موجودیت کې له خپلو سیاسي مخالفینو سره د ولسمشر غني تر لیدنو هرڅه ته په مرموزه سترګه ګوري.

لکه څنګه، چې سوله د ملت حق او لومړیتوب دی، همداسې د دې ملي اړتیا د پوره کیدو لپاره له ټولو هڅو او د پردې ترشا موخو او هوکړو باید ملت خبر او له اندیښنو خلاص شي.

حکومت ته لازمه ده، چې د سولې اړوند ټولو قضایاوو څخه ملت خبر او د سولې بهیر په واقعي مانا ملي، شفاف او د ملت له ارادې او ضرورتونو سره عیار کړي.
که داسې ونه شي او پردې تمرکز وي، چې د سولې په نوم نړیوال او سیمه ییز قوتونه له یو شمېر سیاسي ډلو، حکومت او طالبانو سره د یو بل د ګټو پر خوندیتوب او واک وېشلو سلاشي، معلومه ده چې داسې هڅې د واقعي سولې زمینه سازي نه شي کولای.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.