سیاست

ما مه شمېره، در ګډ يم – شهرت ننګيال

له سرخط ورځپاڼې څخه 
د حزب او دولت پخلاينه د څلورو، پنځو مياشتو کيسه نه ده، لکه د حزب پلاوي چې څرګنده کړې له دوو کالو دغه راشه درشه غځېدلې، خو حقيقت دا دی چې د بسوګۍ په دغه واده کې د ډېرو رويبارانو پر پښو تڼاکې ختلې، ډېری راغليو پلاويو د ارګ په خټو کې پر خښېدو د بېرته ستنېدو نوم په خوله نه دی راوړی.

په دغو خبرو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ږيره تکه سپينه شوه، پر سر پاتې درې څلور وېښته يې هم ورژېدل. په وروستيو کالو کې د حکمتيار په نامه د اصلي او جعلي ليکونو توپير د ده جلا سرخوږی ګرځېدلی و.

هر ځل يې د حکمتيار صاحب او طرحه پر ارګ ورننوتلې، ډاګي پر ارګ زړه بايللی، ځکه خو دغه جذب او کشش د حکمتيار صاحب په نامه د جعلي ليکونو لړۍ هم ښه په درز کې غځولې وه.

*******

*******

له همدې ځايه د حکمتيار د اصلي ليکونو د راوړونکيو په پرتله د جعلي ليکونو څو برابره پر چوکيو او مقاماتو لګېدلي دي. دا دی پير صاحب هم د له حکمتيار سره د سولې ارمان ګور ته يووړ. رباني له طالبانو سره د سولې په منډه کې سر وخوړ…

وايي يو مساپر عاشق د خپلې مينې له شور او زوره په اوونۍ کې دوه درې ليکونه د خپلې معشوقې په نامه پارسل کول، کال پسې چې ستون شو، ګوري چې يو ځوان يې له معشوقې سره پر تاوده بنډار بوخت دی، پوښتنه يې وکړه، ګرانې! دا څوک دی؟

معشوقې ځواب ورکړ؛

ګرانه! ډاګي ( پوسته رسان ) دی، ستا ليکونه دومره پرله‌پسې راتلل چې ده يې په راوړو زما د احساساتو په تارونو ګوتې پورې کړې، د ليک راوړلو دغو اړيکو، مو په زړونو کې د مينې زړی زرغون کړ، درې مياشتې کېږي چې واده مو سره کړی دی.

کابل ته د خبرو په نامه د راغلي پلاوي هر غړي ځان همدغسې برخليک ته سپارلی دی.

د امريکايانو يا په بله وينا د نړيوالې ټولنې په را شېوه کېدو به دې چې چا ته د حزب سترګې ور واړولې، اور به پرې پورې شو، ځکه خو اوږدې ږيرې لنډې او بوچې هغه له بېخه وخرېيل شوې، خو بيا داسې وخت راغی چې يو نيم دا تکتيک خپل چې تصويري رسنيو ته به يې د حزب د استازي له دريځه په مخه موندلو څه موده پس ځان د امنيتي، پوځي، سياسي شنونکيو او کارپوهانو په ليکه کې پر ځايولو د حزب ټايټل لکه د مار پوست ايسته غورځولی و. لکه يو والي، وزير چې له چوکۍ په ګوښه کېدو شنونکی او کارپوه را ختلی وي.

اوس چې دوستان تر يوه بريده ساړه خوراک ته ور ګرځېدلي دي، د حزب دومره ويندويان راوتلي چې مستوفيان يې هم په پېژندنه او شمېر پکې نه‌شي رسېدای، د ولسمشر او اجراييه رييس د سلاکارانو په څېر په دوی کې هم ارشد ويندويان رادبره شوي دي.

څرګنده نه ده چې دغه ويندويان په رښتيا د حزب او حکمتيار رښتيني ويندويان دي، که يې د “ما مه شمېره، در ګډ يم” په دود خپل خدمتونه ليلام کړي دي؟

ياد يې په خير، د حزب رسمي، کره او سکه‌بند وياند ښاغلی قريب الرحمان سعيد و چې په کابل کې يې د تنظيمي جګړو ډنډور دومره رسا غږولای شوای چې د ګوليو او بمونو په قيامت کې يې هم انګازې نه‌شوای کرارېدای.

خو اوس يې د ګونګې روژه نيولې، که څه هم ښه په درز د حامد کرزي پر هوايي ډګر د خلکو د تاوده هرکلي په څپو کې کوز شو، خو خبرو او ويناوو ته يې د خلکو تنده ماته شوې نه ده.

يوازې د حزب د ويندويانو شمېر نه دی غځېدلی، له حزب سره د پېيلتيا مزي هم دومره غځېدلي چې ځای پر ځای يې د غڼې جالونه اوبدلي دي.

هغوی چې له خپل ژوندليک او سوانحو په خواريو له حزب سره پېيلتيا ايستلې وه، اوس له سره د دغه تړاو د زبات او اثبات ستومانيو په مخه کړي دي.

دغه شمېر په بنديخانو کې نور هم لوړ ختلی، زمرک ياسر به ويل، بنديخانې يې ور ډکې کړې، ده په نورو بنديخانې ډکولې، خپله يې په تبادله کې له بندخونې پښې سپکې کړې، اجمل نقشبندي خوارکي يې په يوازې سر د قصاب تر چاړه لاندې ايله کړ.

د بنديخانې خبره مې ځکه وکړه چې د خبرونو له مخې د حزب د سياسي بنديانو لېسټونه په چمتو کېدو دي، پوښتنه دا ده چې سياسي بندي چا ته ويل کېدای شي؟
هغه چې د جګړې په ليکو کې نيول شوی وي، جنګي اسير دی، سياسي بندي نه‌شي ګڼل کېدای.

هغوی چې د جنايي جرموو په تور بنديان دي، جنايي او هغه چې ملي امنيت ته پر ګواښ پړه پېژندل شوي، ترهګر او جاسوس ورته وايي چې يو هم سياسي بندي نه‌شي ګڼل کېدای.

دا څرګنده ده چې جنګي اسيران د جينوا کنوانسيون له مخې ځانګړي حقونه او ځينې خوننديتوبونه لري، خو دا يو هم سياسي بندي نه‌شي ګڼل کېدای، که نه طالبان او وسله‌وال مخالفان ښايي ټول سياسي بنديان وګڼل شي.

سياسي بندي خپل تعريف، حقونه او امتياز لري، ځکه خو سياسي بنديتوب تور او پېغور نه، بلکې درنښت او اعزاز ګڼل کېږي.

سياسي بندي هغه دی چې پر سياسي مسالمت‌امېزه مبارزه د مستبد او ډکټاټور حکومت له خوا نيول شوي وي، د بيان پر ازادي د بنديزونو په ماتولو زندان ته غورځول شوی وي.

مالومه نه ده د ويندويانو دغه لښکر له کومه راوځي، هغوی چې اووه پښته حزبيان تېر شوي، دغو ويندويانو او تازه‌دمو حزبيانو ته يې خوله وازه پاتې ده.
که خدای مه کړه له دولت سره د حزب د پخلاينې وړۍ شړۍ نه‌شوې، په دومره شمېر ويندويان او تازه‌نفسه حزبيان به کوم پوست پر ځان را خپور کړي؟

په کابل کې د حزب داسې څانګه شته چې رسنیو ته يې خپل ويندويان هغه هم ارشد ويندويان معرفي کړي وي؟

د هوکړه‌ليک يوه پايله دا را ووتله چې پر يو شمېر موټرګاډو د احمد شاه مسعود، فهيم، استاد رباني، سياف او نورو په ليکه د حکمتيار صاحب عکسونه ولګېدل.

دا چې د حکمتيار صاحب عکس هغسې لاسوند ګرځېدلای شي چې موټر له پلټنې، ټرافيکي اشارو او تورو ښيښو لېرې کولو خوندي کړای شي، پر نهمه مياشت به يې د حکمتيار تر راتلو وروسته پته لګي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */