ابوظبۍ د افغان حکومت او طالبانو په شمول د افغانستان د جګړې د ښکیلو لورو د مهمې غونډې کوربه ده

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد متحده عربي اماراتو ته رسیدلی او دغلته ددې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله بن زید النهیان سره د لیدو راپورونه خپاره شوي دي.

طالبان نن په متحده عربي اماراتو کې د امریکايي چارواکو سره یوه بله غونډه کوي. په دې خبرو کې چې د افغانستان پر سوله راڅرخي، له امریکا پرته د طالبانو پخواني ملاتړي هیوادونه، لکه پاکستان، متحده عربي امارات او سعودي عربستان هم حضور لري.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې چې په دې غونډه کې یې د سیاسي دفتر استازي برخه لري.

د افغانستان د اجرایه ریاست یو ویاند فریدون خوځون رسنیو ته ویلي چې د افغانستان د حکومت مزاکره کوونکی ټیم هم ابوظبۍ ته رسیدلی او دغلته به لیدنې کتنې ولري.

خوځون وايي، دوی تمه لري چې د سولې لپاره د حکومت دا مرکچي هییت به د امریکا، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان د استازو سربیره له طالبانو سره هم لیدنې ولري.

په دې خبرو کې ظاهرا د طالبانو د نویو متحدانو روسیې او ایران استازي برخه نه لري.

افغان چارواکي په اماراتو کې

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم عربي اماراتو کې دی. نوموړې پر خپل ټویټر له اماراتي چارواکو مننه کړې چې د یکشنبې په ورځ یې د افغانستان، امریکا، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ یې د څلور اړخیزو غونډو څلورم دور ته زمینه برابره کړه. ښاغلي محب ویلي په دې څلور اړخیزه غونډه کې ” د افغانستان د سولې لپاره د ولسمشر غنې پر هغې طرحې چې د جینوا په غونډه کې وړاندې شوه، او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ پر مستقیمو خبرو بحث وشو. “

دا څلور اړخیزې خبرې دغلته د پاکستان په نوښت د امریکا او طالبانو تر خبرو مخکې ترسره کیږي چې نن دوام کوي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، که څه هم تمه نه کیږي چې د دوشنبې په غونډه کې له طالبانو سره د افغان حکومت استازي هم خبرو کې برخه ولري،خو په دې وخت کې په ابوظبۍ کې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي او نورو لوړپوړو چارواکو موجودیت د دواړو خواوو ترمنځ د نژدې کیدو په برخه کې مهم دی.

د طالبانو دودیز ملاتړي

په غونډه کې د سعودي او متحده عربي اماراتو د استازو موجودیت هم مهم بلل شوی، ځکه دا دواړه هیوادونه پر طالبانو نفوذ لري او هڅې یې کولی شي دا ډله د افغان حکومت سره خبرو ته چمتو کړي.

سعودي عربستان، متحده عربي امارات او پاکستان د نړۍ یوازیني درې هیوادونه وو چې د طالبانو په پنځه کلنه واکمنۍ کې یې پر کابل ددې ډلې حکومت په رسیمیت پیژندلی و.

متحده ایالات هم د افغان حکومت د یو مهم نړیوال متحد په توګه په دې خبرو کې هڅه کوي وسلوال طالبان له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته قانع کړي.

بل خوا نن له ارګ څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د سولې د مشورتي بورډ په غونډه کې ددې بورډ غړو افغان دولت له لارې طالبانو سره پر مذاکرې ټینګار وکړ وې ویل، د هېواد د اساسي قانون له مخې د مذاکرې صلاحیت د حکومت دی، نه د سیاسي ګوندونو.

ارګ کې د سولې د مشورتي بورډ غونډه

د ارګ خبرپاڼه د اجرایه ریس عبدالله عبدالله له خولې وايي” د سولې په اړه چې کوم اقدامات کېږي له ټولو سره شریکېږي او پټ څه وجود نه لري.“ ښاغلي عبدالله ټینګار کړی چې ټول باید په اوسنیو شرایطو کې د سولې ملاتړ وکړو او پر بېلابېلو نومونو ونه وېشل شو. د ښاغلي عبدالله له خولې ویل شوي” د سولې د خبرواترو لپاره د یوه مسوول بنسټ په توګه د حکومت چتر حتمی دی.. “

خلیلزاد او طالبان
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د طالبانو سره ددې هیواد د چارواکو پخوانۍ لیدنې نه تایید کړې او نه رد کړي، خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړې استازې زلمي خلیلزاد ویلي، سیمې ته یې په خپلو څو سفرونو کې د بیلابیلو افغان لورو سره کتلي دي.

تیره میاشت طالبانو په یوه اعلامیه کې وویل په قطر کې یې د خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي چارواکو سره درې ورځې پرلپسې مذاکرات کړي.

خلیزاد هغه سفر کې له قطر وروسته کابل ته ولاړ چیرې چې یې پر افغان ولسمشر ټینګار وکړ څو داسې یو ټیم وټاکي چې له طالبانو سره د افغانستان د راتلونکې په اړه یو تړون ته د رسیدو په نیت خبرې وکړي.

خلیلزاد ویلي، دا هیلمن دی چې د راتلونکې اپریل میاشتې پورې چې افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخابات کیږي، افغان حکومت او طالبان خپلو کې یو جوړجاړي ته ورسیږي.

ډیره تمه کیږي چې د ابوظبۍ له غونډو او لیدو کتو څخه به د افغانستان د سولې په برخه کې د یو لړ پرمختګونو راپورونه ورکړل شي.