رسنۍ سیاست

د سولې او جګړې ژورنالیزم: په سوله کې د رسنیو رول

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: غازي عابد

وايي سوله له ذهنونو پيلیږي، کله چې ذهن سوله ییز شي او بدي، جګړه او وژنه ناوړه وبولي، نو سولې ته لار هواریږي، خو ذهن اړ دی چې د یو څه له امله یا د یوه څه په وسیله سوله ییز اړخ خپل کړي او دا اله په نن سبا نړۍ کې رسنۍ هم دي، که خواله رسنۍ دي او یا نورې ټولنیزې رسنۍ.

دا چې د سولې په ټینګښت او د جګړې په پایښت کې د ژورنالیزم رول څه دی، دلته یې د سولې او جګړې ژورنالیزم له تعریفونو پيلوو:
(د سولې ژورنالیزم د لومړي ځل لپاره د پروفیسیور جان ګلتونګ چې (د سولې او جګړې څیړنې مرکز) بنسټ یې ایښی، له لورې بحث او یاداوري شوی دی. هغه د سولې د ژورنالیزم لپاره لاندې تعریفونه کړي:
د سولې ژورنالیزم دیته وايي چې ایډیټران او راپور ورکوونکي دا و ارزوي چې څه شی ریپورټ کړي او څه یې ډول یې راپور کړي، څو د یوې ټولنې یا خلکو لپاره پراخ فرصتونه په لاس ورکړي او ټولنه جګړې ته په ډیر موثره او پام سره له تاوتریخوالي پرته ځواب ورکړي.

د ګلتونګ په وینا؛ د سولې ژونالیزم او د جنګ ژورنالیزم په دوو بیلابیلو خواوو تمرکز کوي، چې د سولې ژورنالیزم، صلح محوره، حقیقت محوره، خلک محوره، حل لار محوره او د جنګ ژورنالیزم یا ژورنالیزم جنګ یا خشونت، جنګ محوره، پروپاګنډ محوره او بریا محوره دی.) (شیرزاد، ۱۳۹۳)

د سولې په ژورنالیزم کې د ټولنې په جوړولو او پر هدف تمرکز کیږي او هیڅ ګټونکي او بایلونکی په کې نه وي، بلکې ټول ګټونکي وي. خو د جنګ په ژورنالیزم کې راپور جوړونکي او رسنۍ ټول تمرکز د جګړې په صحنه او د یوه خاص طرف په بریالیتوب وي، لکه د فوټبال د لوبې د پایلې په شان راپورونه او انعکاس ورکوي چې مثلاً فلانی ګټونکی او فلانی بایلونکی شو.

د سولې په ژورنالیزم کې د ټولو پټې خواوې افشا کوي (داسې راپورونه جوړوي چې دواړه خواوې ځان ملامت وبولي، د جګړې ختمون ته لومړیتوب ورکړي) او سولې ته لار هواروي، خو د جګړې ژورنالیزم تل د یوه طرف ناروا اړخونه پټوي او د بل هغه را سپړي.

د سولې ژورنالیزم تل په دې تاکید کوي چې د حل لاره ومومي او په دې هڅه کې وي چې څنګه وکړای شي د جنګ د کمزوري کیدو او مخنیوي لپاره داسې راپورونه او خپرونې وکړي چې موثر تمام شي.

هغه رسنۍ او ژورنالیستان چې سوله خوښه وي، تل په دې هڅه کې وي چې راپور او خبر یې جګړه زیږی ونه اوسي او داسې څه په کې راوانخلي چې بلاخره یو اړخ یا دواړه لا نورې جګړې ته هم وهڅوي.

خو د جنګي ژورنالیزم یا هغه ژورنالیزم چې غواړي جګړه روانه وي، تل په دې هڅه وي چې جګړه او تاوتریخوالی زیږونکی اړخ په حرکت راولي او بلاخره نوره جګړه راپیدا او دوامداره کړي. او همداراز په دې ډول ژورنالیزم کې تل په دې تاکید وي چې څنګه وکړای شي بریا ترلاسه کړي یا هغه خوا چې خواخوږي ورسره لري، څنګه یې بریالی یاد او وښيي. یعنې تل په طرف کې واقع وي، کیدای شي دا طرف د جګړو یوه خوا وي او یا هم جګړه بلوونکي وي.

که په ټولو جګړو کې وګورو، نن سبا د سولې ژونالیزم ونډه ډیره کمه ده، تقریباً هره رسنۍ یوه اړخ کې واقع ده، چې دا د جګړې د اوږدیدو لامل شوی، که رسنۍ په واقعي ډول سوله ییز ژورنالیزم تعقیب کړي، نو هیڅکله د جګړې لپاره ذهنونه نه جوړیږي او کله چې ذهن له جګړې پاک او سوله ییز تغذیه شي، نو ضرور ده چې جګړه به تقبیح کیږي او په سوله به ټینګار کیږي.

د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د جګړې د پيل لامل رسنۍ دي. مثلاً کله چې په ۲۰۰۷ کال د ډسمبر په ۳۰ مه کینیا کې میاوي کیباک بریالی اعلان شو، نو تاوتریخوالی هم ورسره پیل شو. فقط د ټاکنو د پایلو له اعلان یو ساعت وروسته تاوتریخوالی اغاز او کورونو ته په کې اور واچول شو. په دې تاوتریخوالي کې په زرګونه خلک ووژل شول او له ۵۰۰ زر ډیر نور د کورونو پریښودو ته مجبوره شول. له دې تاوتریخوالي یو کال وروسته نړیوالو راپور جوړونکو وویل چې د یاد تاوتریخوالي او جګړې لامل رسنۍ وي او په خاص ډول سیمه ییزې راډیوګانې وې چې پخواني نفرتونه او قومي توپيرونه یې په خپلو خپرونو او خبرونو کې راپورته کړل.( شیرزاد، ۱۳۹۳)

د رسنیو پراخ اغیز ته په کتو کیدای شي رسنۍ په یوه هیواد کې د جنګ د پای ته رسولو لپاره غوره وسیله وبولو، ځکه که رسنۍ منفي تبلیغات ونه کړي، د خلکو منفي عقاید او احاساساته راونه پاروي، نو هیڅکله هم په پراخه کچه تاوتریخوالی نه رامنځته کیږي. په اوسنۍ نړۍ کې که هیوادونه غواړي د نورو هیوادونو په چارو کې لاسوهنه وکړي، یوه لار دا غوره کوي چې د هغه هیواد یو شمیر رسنۍ راخپلوي او په دومره مهارت په کې ځای پيدا کوي چې حتا کوربه هیواد پرې پوه هم نه شي، نو له همدې لارې بیا خپل اهداف او موخې ترلاسه کوي او مخته ځي.

ځیني وخت به مو اوریدلي وي چې یو شمیر اشخاص وايي رسنۍ باید تل څارونکي اوسي او څه چې عیني واقعیتونه دي هماغه ووايي، خو که موږ دا ومنو چې رسنۍ باید واقعیتونه ووايي، نو ځیني داسې واقعیتونه هم شته چې ممکن له ګټې یې ضرر څو چنده وي. لکه د جګړو د خواوو یو بل ته سخته کینه لرل، که موږ دا همداسې انتقال کړو، نو حتمي ده چې بل لوری به هم همداسې کینه ولري او بلاخره جګړه به لاګرمه او سخته شي.

په افغانستان کې موږ د سولې د ژورنالیزم په اړه په پوهنتونونو کې کوم خاص مضمون نه لرو، که کله کله چیرته په کوچینو سیمنارونو کې بحث شي، شوي به وي، کنه نور له بدمرغه موږ ترې بې برخې یوو، چې باید دې ته توجه وشي.

او له بله پلوه په افغانستان کې دوامداره جګړو په ټولو اړخونو اغیز کړی، چې رسنۍ هم په کې دي، لکه څرنګه چې د خلکو ترمنځ بحث په تاوتریخوالي او جګړه وي، همداسې د رسنۍ لومړی خبر هم جګړه وي، یعنې دلته د جګړو زور او پرلپسې تاوتریخجن چاپيریال شدت ددې لامل شوی چې ټول راپورونه او خپرونې پر جګړه راوڅرخي، همدا هم یو سبب دی چې د جنګ خبرونه جوړول او خپرول اوس زموږ په رسنیزو مرکزونو کې یو دود ګرځیدلی.

زه له تیرو شا او خوا شپږو کلونو راهیسې له رسنیو سره کار کوم، کله هم چې خپله یا زموږ د دفتر راپور جوړونکي په دفتر کې پاتې وي، نو د همدې په تمه او تشویش کې به ول چې چیرته به بیا برید کیږي او زموږ د بل تولیدي راپور د جوړیدو مخه به نیسي.

له بدمرغه یو شمیر ژورنالیستان چې کیدای شي د کمو معلوماتو لرونکو اصطلاح ورته وکاروو، هغوی یوازې همدې ته خبر وايي چې بم والوزي، جګړه وشي، بې پیلوټه برید وشي او چیرته وسله وال په کومه دولتي یا نادولتي ودانۍ ننوځي، لکه وړاندې مو چې وویل دا سمه ده چې بدمرغه دوامدارې جګړې له تاوتریخوالي سره مجبور او عادت کړي یوو، خو دا عادت او مجبوري باید موږ نور پراخه نه کړو، دا سمه ده چې باید د یوې تاوتریخجنې پيښې په اړه معلومات خپاره شي، ځکه ځیني خلک به ترې تشویش لري، اما باید کار ورته ونه ویل شي، په ټولنه کې نور داسې اړخونه شته چې کار پرې وشي، هم یې عام ولس ته ګټه رسي او هم د راډیو، ټلویزیون یا بلې رسنۍ ته. او دا په خپل ذات کې یو سم او نیک کار دی چې موږ د خفګان پر ځای ولس په خپلو راپورونو او نورو نشراتو خوشحاله کړو.

موږ د غوره ژورنالیزم او رښتیني ملي ژورنالیزم یو ښه مثال په خپل ګاونډ کې ورکولی شو چې په څومره ځانګړي مهارت سره د ټول هیواد ثبات تقویه کوي، کله چې په پاکستان کې بحراني حالت ته لار هواریږي، نو تر ټولو لومړی ستر رول د رسنیو وي چې نه پریږدي عامه ګډوډي رامنځته شي، دوی هیڅ داسې لاریون او خبر نه خپروي او هیڅ اهمیت هم نه ورکوي چې هغه د پاکستان د اوږدمهاله ثبات او ګټو خلاف وي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې په وروستیو کې یوه برحقه مبارزه پيل کړه، له دوی سره هغه رسنۍ هم ونه دریدې چې تر اوسه د همدغو پښتنو په نوم چلیږي او د استازولۍ دعوې یې کوي، که څه هم دا مبارزه برحقه ده، خو دوی بیا هم انعکاس ورنه کړ، ولې؟! یو خو دا څرګندوي چې پاکستانی حکومت واقعاً هم په خپلو رسنیو کنټرول لري او بل دا چې که یې دا غږ خپور کړی وای یا یې خپور کړي، نو په دې کې د پاکستان یو رښتینی زوال هم پروت دی. په همدې اساس رسنیو هم د پاکسان د حکومت پر وړاندې رسالت ادا کړ او نور هر څه یې شاته وغورځول.

په پای کې زما هیله دا ده چې زموږ رسنۍ او ژورلیستان په دې تاوتریخجن ژورنالیزم کې بدلون راولي او هغو برخو ته پاملرنه وکړي چې هغه سولییز ذهنیتونه زیږولی شي.

رسنۍ باید د هغو خلکو، مشرانو، ځوانانو، ښځو، ټولنو او ډلو خبرونه او خبرې راپور او خپرې کړي چې هغه موږ سولې ته نیږدې کولی شي، یعنې داسې مسایل راواخلي چې هغه د جګړې لوري په شا کولی شي او دې ته یې هڅولی شي چې جګړه د حل او بریا لاره نه ده.

هر وخت چې رسنیو د سولې ذهنیت خپور کړ، نو په ډاډ سره ویلی شو چې موږ د هر ډول تاوتریخوالي پر ضد سالمه مبارزه کولی شو، بیا موږ کړای شو چې ټولنیز بحرانونه په منظم او سم ډول سره کنټرول او مدیریت کړو او بیا کیدای شي چې موږ په واقعي ډول یوه رښتیني او پر ثباته دولتداري هم رامنځته کړو.

ماخذ:
حسینا شیرزاد، نګاهی به ژورنالیزم صلح، ۱۳۹۳

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد