بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

صبر او استقامت مو داسې غښتلي کړئ

ژباړه: نوراحمد فضلي

آیا صابر کس یاست که عصبي، په نوبت کي تر وروستنۍ لحظې انتظار کوئ، که د ملګري ناوخته کول، یا داسي ښځه چي لټي ئې انسان عصبي کوي… او صبر، چي ستاسي په توان کي نسته، ومنئ چي صابر نه یاست! څرنګه صابر واوسو؟
د صبر او تحمل زیاتولو او غښتلي کولو ځیني لاري دا دي:

– کلي هدف ته ګورئ.
که د موټر چلولو لایسنس نوي کولو له پاره د پولیسو په صف کي ولاړ یاست، په یاد ولرئ چي دا داسي کار دئ چي په هرو پنځو کلو کي یو وار ترسره کېږي. حتا یو ساعت انتظار د ۵ کالو موټر چلولو له آزادۍ څخه د ګټي اخیستني په موخه، دا کومه تاواني معامله نه ده. نو همېشه مو راتلونکي ته پام ساتئ.

– فکر مو پر نورو څیزونو متمرکز کړئ.
کله چي بې صبره کېږئ، دا یوازي ددې شي په خاطر دي چي تاسي ورباندي متمرکز سوي یاست. مثبت فکره اوسئ. پر دې واقعیت چي پر چشي باندي متمرکز سوي یاست تمرکز مه کوئ، پر ځای ئې هغي مثبتي پایلي ته چي په تمه ئې یاست؛ فکر وکړئ.

– اوږدمهاله فکر وکړئ.
بې صبري معمولاً د لنډمهالي فکر کولو څخه پېښېږي، یاني نه سئ کولی چي پر هغه شي باندي اوږدمهاله فکر وکړئ. له ځانه وپوښتئ:” که نن ورځ د هغه فلانکی کار له پاره دا وخت صبر وکړم، یو کال وروسته فرق کوي؟ “ دا هم په دقیق ډول یاني پر هغه موقعیت په صحیح معنا فکر وکړئ. کله چي دا کار وکړئ، اضطراب مو کمېږي او د صبر تمرین کوئ.

– وپوهېږئ چي صبر مو د عوض ارزښت زیاتوي.
هغه پخوانی متل دی چي وايي: د صبر مېوه خوږه وي. دقیقاً همدا منظور دی. خپله بریالیتوب هم د صبر یوه له بهترینو نمونو څخه ده. تلپاتي بریالیتوب وخت نیسي، او صبر او حوصلې ته اړتیا لري.

– له پرتلې لاس واخلئ.
بې صبری معمولاً له ناسمي پرتلني څخه رامنځ ته کېږي. که ستاسي کوم هم عمره د بریالیتوبو لوړو پوړو ته رسېدلی دئ چي ستاسي هم غوښتنه او هیله ده، باید درک کړئ چي ستاسي بریالیتوب د هغه سره یوشان نه دئ. اکثره والدین ډېری وختونه چي کله ویني د دوئ د خپلوانو اولادونه په خورا تېزۍ سره مخ پر وده او بریالیتوب روان دي، د خپلو اولادو په مقابل کي خپل صبر بایلي. هغه څه ته چي یاد والدین نه متوجه کېږي دا دي چي د دوئ اولادونه ممکن په نورو عرصو کي له خپلو هم عمره کسانو څخه ډېر لوړ او بریالي وي، دا به انصاف نه وي چي تمه ولرو زموږ اولادونه دي په ټولو عرصو کي بهترین واوسي.

– په تلاش کوونکو پسې وي.
د بریالیتوبونو له کیسو څخه تاریخ ډک دئ چي د صبر په پایله کښي رامنځ ته سوي دي. توماس ادیسیون کلونه د اکلترونیکي وسیلي د کنټرول په موخه چي نور یا روڼا تولیدوي تلاش وکړ. هلن کلر کلونه د بېخي ډېرو هوسا او آسانه کارو له پاره چي د ډیرو نورو له پاره آسانه ول؛ صرف او وقف کړل. په داسي کسانو پسې اوسئ چي صبر ئې زیات تمرین کړی وي څو له هغوی درس واخلئ.

د صبر تمرینول آسانه کار نه دی خو هغوی چي صبر لري همېشه په مختلفو لارو د هغه (صبر) مېوه خوري. صبر هم د بل هر مهارت په شان د کسب او زده کولو وړ دی. زدکړئ چي د هغه ایمان او نشتون تشخیص کړئ او پوه سئ چي څه وخت باید خپل عملکرد تغیر کړئ یا شاته سئ او صبر وکړئ. یو دم بریالیتوب هم له منځه ځي خو دوامداره بریالیتوب عشق، تلاش او صبر ته اړتیا لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي