پټه خزانه اوس؛ د استاد اجمل ښکلي لیکنه

زه دقيقا نه يم خبر، چې ناشناس څه ويلي او د هغه محفل وضعيت څه ډول و، چې ناشناس پکې داسې خبرې وکړې؛ خو د پټې خزانې په اړه يې ځينو مسايلو ته متوجه کړم.

ولې اوس د پټې خزانې په اړه هغومره حساس نه يو، لکه څو لسيزې مخکې چې وو؟ مهال د تاريخ په اړه زموږ په فکر کې څه بدلون راوستى؟

د پټې خزانې د موندل کېدو مهال له اوسني مهال نه مختلف و. هغه وخت د سيمې په هېوادونو کې د متلپالنې څپه تانده وه او ملتونو ته د ملي هويت مساله مطرح وه. اوس چې نړۍ سره نېژدې شوې، ملتپالنې خپله بڼه څه نا څه اړولې ده او د نوي نيشنلزم لباس يې اغوستى.

هغه وخت افغانستان غوښتل، چې د سيمې له هېوادونو نه متمايز شي، چې په دې توګه نوى افغان نسل د افغانستان په محور وڅرخوي او خپله جغرافيه د ګاونډيو هېوادونو له فرهنګي تېرې خوندي کړي. د دې لپاره د ملي هويت تثبيت اړين و. دولت په همدې لړ کې د هغه وخت د پوهانو څېړنې وپېيلې. د پښتو ملي کېدل او بيا د پښتو ژبې او ادب پر تاريخ څېړنې د همدې موخې لپاره وې، ځکه پښتانه د دې هېواد اکثريت وو او پښتو دې هېواد ته هويت ورکولاى شو؛ خو د دې مانا دا نه ده، چې د پښتو د ادب د تثبيت لپاره دې د جعل ګامونه اخيستل شوي وي.

اوس له يوې خوا موږ د جګړو له لاسه له سيالۍ غورځېدلي يو او له بلې خوا زمانه بدله شوې؛ نو دا راته مهم نه ښکاري، چې د پښتو ادب تاريخ دولس سوه کاله پخوانى دى او که درې نيم سوه. اوس د پټې خزانې په رد کې د قلندر صاحب (پټه خزانه فى الميزان) او د هغه د ملګرو آثار او په پلوۍ يې د همېش صاحب او نورو آثار هغومره په جديت نه لولو يا راته دا اصلا اهميت نه لري، چې پټه خزانه جعلي ده که اصلي؛ خو هغه وخت هر ادبي محفل پر دې خبرو تود و، چې پټه خزانه اصلي ده که جعلي؟

ښايي اوسنۍ بوختې نړۍ راته د تاريخ اهميت کم کړى؛ خو تاريخ داسې يو څيز دى، چې سترګې پرې نشي پټېداى او بيا بيا کتنه غواړي. د اوسني نړيوال کلي په متنوعو فرهنګونو کې هر ملت خپل فرهنګي شناخت لري. که خپل هويت له سره ونه رغوي، تاوان وراوړي. د هويت د بيا انسجام لپاره هر ملت د خپل تاريخ بياکتنې ته اړ دى. موږ څوک يو؟ څه لرو؟ او څه کوو؟ دا له تاريخ پرته نه ځوابېږي او د يوه ملت هويت د همدې پوښتنو پر ځوابونو ولاړ دى.

پټه خزانه زموږ د فرهنګي هويت مطلق او کلي نه؛ خو يو اړخ دى او کله چې موږ د پټې خزانې په اړه استدلال کوو، شعوري ناشعوري راباندې د خپل هويت مساله مسلطه وي، همغسې چې زموږ د هويت پر مخالفينو يې د رد پېريان ناست وي.

که لږ وخت ته دا هېر کړو، چې پټه خزانه زموږ اثر دى او له علمي زاويې نه يې وګورو؛ نو په پټه خزانه کې د جعل خبره اصلا يوه اوازه ښکاري. د پټې خزانې په رد کې چې څومره څېړنې شوې (کاش يو څوک پر دغو څېړنو او تاريخي موادو د ماسټرۍ يا دوکتورا په کچ څېړنه وکړي) اوس موږ ته معلومات کېږي، چې هغه تېروتنې د محمد هوتک دي او دا ډول تېروتنې له بل هر مورخ نه کېداى شي او له بله پلوه چې د پټې خزانې ژبني سبک، ماخذونو، متنوعو سبکونو ته وګورو؛ نو باور مو پرې پوخ شي، ځکه دا کار د يو يا څو کسو نه دى.

د پښتو ادب بنسټ پر پټه خزانه نه دى ولاړ. که پټه خزانه نه وي، هم پښتو بډايه ادب لري او تر پټې خزانې پخوا يې لا بډايه ولسي ادب درلود؛ خو اوس چې موږ پټې خزانې ته ګورو، چې اصليت او جعل يې راته د تېرو لسيزو هومره مهم نه دى؛ نو پوهېږو، چې مخالفانو سطحي چلن کړى.

هغه وخت د پټې خزانې مخالفت د علمي اړتيا پر ځاى يو فېشن ګرځېدلى و. خلکو په دې ډول په ادبي چاپېريال کې ځان مطرح کاوه او ځينو د دې ادعا پر اساس مخالفت کاوه، چې د دوى په وينا نه غواړي، چې علمي واقعيت د قومي مصلحت قرباني کړي. اوس چې موږ له هغه مسلط احساساتي حالته راوتي يو، ورو ورو د پټې خزانې پر اصالت پوهېږو او د پټې خزانې د جعل خبره راته چندان اهميت نه لري. يوازې د هغو خلکو پر خولو لا پاتې ده، چې د زاړه تعصب ريښې لا پکې وچې شوې نه دي.