ادبیات

پسرلی په پښتو ادب کې

لیکنه: ز. نورزاد

یوه کلیمه هغه مهال ډېره ارزښتمنه وي، چې هم یې مانا ښه او هم يې مادي ارزښت ډېر وي، دا ډول کلیمې نو بیا په ذهنونو ډیرې ښې لګیږي او په اوریدو يې یو چاته هوساینه رسیږي. مګر ډیر وخت داسې هم شوي چې، کلیمه ډیره خوږه او مأنوسه وي، مګر لیکوال داسې کارولې وي چې، خوږوالی یې له منځه تللی وي، هو! دلته تر ډېره پورې د یوې کلیمې خوند، د کاروونکي پورې تړاو لري، له نثر ور اخوا، شاعري نو بیا هغه کمال دی چې، په مټ یې یو شاعر څو خواږه کلیمات راغونډوي د هنر په تار یې پيي، او پایله دا کیږي چې، یو ښکلی نظم ترې جوړ شي.

د ټولو ژبو په ادبیاتو کې ځینې خاصې کلیمې ځانته ځانګړی ارزښت لري، پښتو ادبیات هم یو له هغو ده، چې شاعران د ځینو ځانګړو مناسبتونو په پار، ځینو کلیمو ته ځانګړي شعرونه لیکي، خواږه الفاظ سره داسې راغوڼدوي چې لوستونکي يې نو بیا په لوستلو کې له سُر او تال څخه خوند اخلي.

زموږ د ټولنې یو ارزښت هم پسرلی دی، د پسرلي کلیمې لپاره ادیبانو او شاعرانو خورا په خواږه انداز موزون کلامونه او نثرونه لیکلي او هر چا د خپل استعداد پر مټ په ځانګړو آهنګونو سره، د پسرلي زرغونوالي، خواږه نسیم، ګل او غوټۍ ستاینه کړې ده.

په رښتیا هم پسرلی د خدای تعالی د قدرتونو هغه ننداره ده، په کوم کې چې مړه څیزونه دوباره را ژوندي کیږي، دوباره ساه اخلي او د خوشحالۍ نوی ژوند پیلوي.

د افغانستان په شمول د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې، پسرلی د نوي کال د حمل یا وري په لومړۍ ورځ پیلیږي، د تاریخي نصوصو پر بنسټ دې لومړۍ ورځې ته نوروز هم ویل کیږي، د ځینو مؤرخینو پر بنیاد د نوروز تاریخ ۵۸۳ قبل المیلاد ته رسیږي، ځینو بیا پرتخت د جمشید پاچا کیناستلو ورځې ته نوروز ویلی، ځینې یې زردشتي جشن بولي.

لیکنه: ز. نورزاد

داچې، موږ په پښتو ادب کې د پسرلي په یادونه خبرې کوو، د موضوع د لنډیز لپاره نورې برخه نه څیړو، ویلی شو چې، له زرګونو کالو راهیسې په پښتو ادب کې پسرلی، نوی کال نوروز او بهار یاد شوی دی، په دې برخه کې لنډۍ نو د پښتو ژبې هغه درنه برخه ده چې، ښايي تر ټولو لومړی به یې پسرلی ستایلی وي.

خاونده بیا دې پسرلی کړ
په هره پوله شنه بنګړي مات شوي دينه
د پسرلي په راتلو پوه شوم
جینکو راوړل په اوربل کې ژیړ گلونه

همداراز شاعرانو هم په خپلو اشعارو کې د پسرلي په لطافت او ظرافت خبرې کړي، د پښتو ژبې سرلارې ستر شاعر او ادیب په خپل یو شعر کې نوروز داسې ستايي:

د نوروز منت په باغ دی په صحراهم
نوراني يې شي له فيضه هغه داهم
چې په باغ کې رنګارنګ ګلونه وا شي
غنيمت ده د ګلونو تماشا هم
لخلخې د نوبهار په هر مشام ځي
ګلدستي ئې څنډوي پير و برنا هم
د ګلونو هار په غاړه د دلبرو
شرموي ﻻل و ياقوت لؤلو ﻻﻻ هم
د معشوقو په زلفينو کې ځای وکا
ښايسته ګلونه پاس په اوربل لا هم

جهاني وايي:

خلک وايي پسرلی دی بدل سوی دی جهان
نوی کال نوی ملیار دی نوي نوي یې ګُلان
پر لمن د ګُلِ سُرخ به نوی سور بخمل غوړېږي
د کېږدیو لار به څاري خړ دښتونه زرغونېږي
د کوچۍ پېغلو تر پوندو بیا ګُلونه لاندي کېږي
بیابه راسي ګُل غونډۍ ته سور لښکر د ارغوان
نوی کال نوی ملیار دی نوي نوي یې ګُلان

وايي، شاعران له هر چا زیات د ټولنې احساسات محسوسولی شي او د ټولنې اړتیاوې پيژني، په رښتیا هم په پښتو نظم کې د پسرلي او بهار یادول اړین دي، ځکه همدا یادول به ددې سبب شي چې، لوستونکی دې ته وهڅوي، چې د پسرلي په راتګ سره په خپل ځان، ذهن او آن ټول ماحول کې یو بدلون راولي، ځکه د پسرلي علامه او پيغام هم بدلون راوستل دي، ځمکه له اوږده خوب وروسته په خپله غیږه کې رنګارنګ ګلان غوړوي، ځمکه بزګر ته دا لاره هواروي چې ځان د کښت او کر لپاره اماده کړي، په ټوله کې ویلی شو چې، پسرلی د یو ټولنیز حرکت او بدلون لپاره یوه ښه سرچینه کیدلی شي، چې آن شاعران یې په خپلو شعرونو کې د پيغام په توګه د خپل ولس مخې ته ږدي.