ادبیات کلتور او هنر

پښتو لنډۍ؛ جنګ او سوله

لیکنه: ياران

د تواب غورځنګ لیکنه

لنډۍ د نړیوال فولکلوريک شعر هغه شهکارترینه برخه او یوازې پښتو ژبې پورې محدود هغه ژانر دی، چې د چست وزن، جالب جوړښت او د موضوعاتو د تنوع له پلوه سیال نه لري.

په پښتو لیکنیو او شفاهي ادبیاتو کې یوازې د لنډۍ او د خوشال بابا د شاعرۍ هنري مقناطیسیت دی، چې ځینې ختيځ پیژندونکي یې د پښتو زده کړې او پر پښتو ادبیاتو څیړنې ته راجذب کړي دي.

یوازې لنډۍ دي، چې پخپله وړه لمن کې یې د پښتنو د اند و ژوند ټولې لوړې ژورې پخپل ټول هنري ځواک رانغاړلي دي او ښایي له همدې امله به د پښتنو پر فولکلور مین ختیځ پيژندونکی، ډار مسټټر، لنډیو ته د پښتنو مطبوعات وایي.

که شعر د چاپیریال د ښو او بدو د انعکاس هنداره وي، نو لنډۍ په پښتو شعر کې تر ټولو حساس ترینه هنداره ده؛ که شعر د انسان د پټو خو فوراني احساساتو انځورونه وي، نو پښتو لنډۍ د انسان د دا ډول احساساتو تر ټولو راڼه انځورونه دي او بالاخره که شعر د قیامونو او حماسو د پارولو اورشیندونکی غږ وي، نو د پښتنو په ادبي تاریخ کې دا نقش د شعر تر ګردو خیلونو لنډۍ زیات لرلی دی.

د نړۍ په سیاسي او ادبي تاریخ کې د ګڼو سیاسي او ادبي مبارزو بیلګې لرو، چې یا له شکست سره مخ شوي او یا پرې بري ته د رسیدا په لار کې یو عمر وخت اوښتی دی. یوازې لنډۍ دي، چې د خپل اورني حماسي او هنري ځواک د لرلو له امله په څو شیبو کې د شکست بڼه په بري اړولی شي. په هندوستان کې د انګریزانو پر وړاندې د ګاندي یو عمر مبارزه په ډیر زړه چاودون د ازادۍ ارمغان راوړي، خو په میوند کې په ۱۸۸۰م کې د ملالۍ یوه لنډۍ په څو شیبو کې رنګ راوړي او لری پر بري اړوي:
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
خال به د یار له وینو کیږدم
چې په شنه باغ کې ګل ګلاب وشرموینه

لنډۍ لنډه ده، خو د ښکلا او هنر همدا ۲۲ سیلابه وړوکی سیلاب دومره ګڼ موجونه او څپې لري، چې تر اوسه د څیړنو په بندونو کې ندی رامهار شوی. د دې وړوکي سیلاب پر ټولو څپو او موجونو غږیدل د مقالې څه، چې د کتابونو د وس خبره هم نده. ځکه نو موږ دلته د لنډیو پر ټولو هنري او موضوعي اړخونو د څه ویلو هڅه نه کوو، بلکې غواړو په لنډیو کې جنګي او تشدد پاروونکي احساسات او عوامل یې وڅیړو.

د تاریخ جبر، د جغرافیې جبر او د نړیوالو د هوسونو جبر پښتانه تل په یو نه یو ډول له جنګ او تشدد سره په اړیکه کې ساتلي دي. د تاریخ په یو پړاو کې نور هڅه کوي، چې پر موږ وبلوسي او په بل پړاو کې موږ د بلوسې کولو په پوړۍ کې ولاړ وو. په کوم تاریخي پړاو کې، چې یا تر موږ زورور نه وي او یا تر موږ کمزوری پیدا نشي، نو د غشیو او نیزو څوکې پخپلو منځونو کې یو بل ته راواړوو او د وینې بهیدنې تنده خړوبه کړو. همدا مد و جذر دی، چې پنځه زره کاله زموږ پر ژوند حاکم دی. د پخوانۍ نړۍ د علم، فلسفې او هنر تر ګردو لوی مرکز یونان و، نورې نړۍ له دې مرکز نه د خپل فطرت او ټولنیزو اړتیاوو له مخې هغه څه په میراث یووړل، چې ورته اړتیا یې وه، خو موږ ته د استاد الفت خبره په یونان کې هم د سکندر کړنې په برخه ورسیدې:
نه ارسطو نه اپلاتون کله راغلي دلته
له هرې خوا توره ایستلې سکندر راځي

لنډۍ که د پښتنو له فطرت نه راپورته شوی غږ وي، لکه دی چې، نو د خپل چاپیریال دغه مدو جذر یې طبیعي ده، چې په لمن کې وي. لنډۍ د پښتنو د تاریخ د پورتنیو درې واړو پړاوونو په پوړونو کې ( پر موږ بلوسه، پر نورو زموږ بلوسه او خپلمنځي جنګونه) د جنګ د لویو محرکاتو په توګه پاتې شویدي.

څرنګه، چې د داسې لنډیو تر شا زیاتره د پښتنو میرمنو احساسات په غورځنګ وي، نو موږ ویلی شو، چې د پښتنو په جنګي میدانونو کې که د پښتنې ښځې فزیکي وجود و هم نه، خو د هغې د احساساتو یو داسې ځواک تل موجود و، چې زیاتره مهال یې د جنګ د یو اړخیز کیدو ضمانت کاوه. د احساساتو د دې ځواک تر ټولو مثبت رول هلته دی، چې پښتانه دفاع ته مجبور دي، ازادي یې سلب شویده، خو فزیکي او دفاعي ځواک یې دومره ندی، چې د دوی ازادۍ ته ورپیښ خطر دفع کاندي. په داسې یو حساس وخت کې د پښتنې ښځې جنګي او حماسي احساسات د لنډیو په شکل د پښتنو زلمیو د دفاعي ځواک ملا تړي، دفاعي قوت څو چنده کوي او د بري امکان زیاتوي. د دغسې څو چنده شوي دفاعي قوت یوه تر ټولو مشهوره بیلګه هماغه د انګلوـ افغان د دویمې جګړې پر مهال د ملالۍ د ټپې قوت دی، چې د پښتنو د سرکوب کیدونکي جنګي قوت ملا یې ټینګه کړه او ناممکنه ازادي یې ممکنه کړه. په دغسې لنډیو کې پښتنې میرمنې له څو لارو نه د جنګ تودونې پروسه پر مخ وړي:

اول: هڅه کوي، چې د خپل عاطفي قوت په مټ د خپل مین د غیرت پر رګ زور وکړي او هغه ته دخپلې خاورې د ساتلو په بدل کې د سر ورکولو لوبه ډیره وړه وښیي.
توره وهه بری به مومې
که بری نه وي ځوانان تل په توره مرینه
په مورچل نیغ ورځه ټیټ نشې
ښایسته زلمي له مرګه څنګ نکړي مینه
په وطن ننګ وکړه شهید شه
تاریخ به ستا په نامه تل فخر کوینه
جانانه ځه په وطن جنګ دی
د پښتو ننګ دی په دښمن وکړه تاختونه

دویم: هڅه کوي، چې هغه ته د ننګ او جنګ کولو په بدل کې ځینې وعدې او ډالۍ وړاندې کړي او یا تر جنګ ګټنې وروسته د داسې رومانوي منظرو تصور ورکړي، چې که د وطن لپاره نه وي، نو د ډالیو او رومانوي تصوراتو د رښتیا کیدو لپاره هم څوک له جنګه راستون نشي.
یار مې له جنګ نه تږی راغی
شربت د شونډو به په خوله کې ورکومه
ټوټې، ټوټې په تورو راشې
چې پرهرونه دې ګنډم خوله درکومه
ته په سنګر کې ځان شهید کړه
زه به خولګۍ او زلفې تا لره ساتمه
ته په سنګر کې ځان شهید کړه
زه به سور شال ستا په مزار وغوړومه
جانان مې سر په وطن کیښود
په تار د زلفو به کفن ورته ګنډمه

درېیم: غواړي، له خپلو جنګیالیو سره ځان په جنګ کې شریک وګڼي او په دې توګه هغوی ته لا حوصله او ډاډ ورکړي.
په سپین میدان به درسره یم
زه پښتنه له تورو نه تښتم مینه
جانان به ولې توره نکړي
تر نیمایي سنګره زه ورسره ځمه
توره وهه مخ ته مې ګوره
که د غلیم سر دې خطا کړ ګرمه یمه
ته په مخ ځه مه ایساریږه
پښتنه ناوې دې تر شا ولاړه یمه
جګړې ته ما درسره بوزه
چې دې په څنګ کې کومکي ولاړه یمه
جانانه داسې وخت به راشي؟
چې ټوپک واخلو لاس په لاس سنګر ته ځونه

او څلورم: هڅه کوي، خپل مین ته په جنګ کې د بې ننګۍ او شاته تګ بد عواقب او د تورې کولو نیکې پایلې وښیي او په دې توګه هغه تر پایه جنګ کولو ته وتړي.
له جنګ په شا نشې جانانه
چې د همزولو راته نشي پیغورونه
په سپینو تورو ورګډیږه
ما په همزولو پورې ډير خندلي دینه
ټوټې، ټوټې په توره راشې
د بې ننګۍ اواز دې رامه شه مینه
جانان مې جنګ کې توره وکړه
ځکه همزولې راته کوښې سموینه
جانان مې ټپ په ټټر وخوړ
د جینکو په منځ کې هسکه غړۍ وړمه
په درست وطن کې اوازه شوه
چې دا بې ننګ زلمی له جنګه په شا شونه
جانان په جنګ کې په شا راغی
په پرونۍ ورکړې خوله پښیمانه شومه

همدا په لنډیو کې د ښځې د جنګي احساساتو تر ګردو مثبت رول دی، چې د ازادۍ جنګونه کله کله په تش لاس او د یوه زبرځواک پر وړاندې هم بریالیتوب ته ورنږدې کوي. کله خو سړي ته شک پیدا کیږي، چې د پورته لنډیو په څیر ځینې لنډۍ ممکن د جنګ د تودولو لپاره د ښځې له خولې د نارینه و له خوا هم جوړې شوې وي. تر دې ورهاخوا داسې لنډۍ هم شته، چې یا د نورو پر وړاندې زموږ بلوسه تحریکوي او یا پخپلو منځونو کې د نفاق او شقاق سبب کیږي.

لیکوال: تواب غورځنګ

ښایي د پښتنو له چاپیریال سره د همدې متداوم تړلي جنګ اغیز به وي، چې د پښتنو میرمنو جمالیاتي ذوق هم د وسلې او تشدد له عناصرو نه ندی خلاص. د پښتنې میرمنې جمالیاتي حس هغه څوک ځانته راکاږي، چې فزیکي جوړښت او خوی یې له ننګ و غیرت سره یوه اړیکه ولري او حتی کله خو پکې د بوړي ټوپک ګرځول هم مهم شي:
تر دې بوړي ټوپک دې جار شم
په اوږه ستا وي، ټوغه زه درسره ځمه
سپینې سپوږمۍ ته شه خوله واخله
د کلا سیوري ته مې مه بیایه ډارنه
تیرا ته لاړ شه بوړی راوړه
زما په سپینه خوله به وشي جنجالونه

ځینې فولکلوریستان باور لري، چې د پښتنې ښځې دغه جمالیاتي ذوق د حماسو د ابتدا باعث شویدی. خو زه فکر کوم خبره برعکس ده. حماسې پنځیدلي، جنګونه شویدي، بیا له همدې حماسو او جنګونو نه راوتلي بریالي ځوانان د پښتنې میرمنې د خوښې وړ ګرځيدلي او بیا یې پخپلو لازواله شعرونو( لنډیو) کې ستایلي دي. د ارواپوهنې له نظره انسان هڅه کوي، چې د خپل معشوق پر ایډیالي معیارونو ځان برابر کاندي. که پښتنه میرمنه بوړي ټوپک ته خوشحالیږي، پښتانه زلمیان به ولې بوړیو ته د ارزښت په سترګه نه ګوري؟. دا د جنګ او وروسته پاتې ټولنو د ذوقي ځانګړنو منفي اغیزې دي، چې پښتانه یې تر بل هر قوم زیاتې ګالي. په دې کې شک نشته، چې په نړۍ کې د هرې لویې حماسې په پنځولو کې د یوې ښځې د احساساتو لاس وي، د ټرای د ښار جګړه هم د هلن په نوم یوې ښکلې رامنځته کړه. خو ښځه یوازې د جنګي عواطفو روزونکې نده. ښځه مور ده، خور ده، لور ده، معشوقه ده او په ګڼو نورو عاطفي رولونو کې راڅرګندیږي. دا کولی شي، چې له خپل بې ساري عاطفي ځواک نه د سولې او مینې په عامولو کې هم هغسې ګټه واخلي، لکه د جنګونو په تودولو کې یې چې ترې اخلي. زموږ په تاریخ کې هغه مهال، چې موږ جنګ او سرښندنې ته اړتیا لرله، د خپلو میندو، خویندو او معشوقو احساساتو راباندې بایللې ډګرونه ګټلي دي. خو په خپل منځي جګړو کې، په هجرتونو کې، په ورانیو کې او په مسلسلو بدبختیو کې د پښتنو میرمنو عواطفو هغومره اغیز ونکړ، چې باید کړی یې وای. د جنګ هڅونې لنډۍ که ډیرې لرو، زموږ اړتیا به وه، خو که د سولې او مینې د عامولو تبلیغ په لنډیو کې کم وي، خپل کمی یې باید وبولو. د سولې د تحریک لپاره، چې زموږ اوسنۍ تر ټولو جدي اړتیا ده، یا لنډۍ نشته او یا ډیرې کمې دي.
د ښو ټوپکو استاکاره
د ښو ځوانانو خون به ستا په غاړه وینه
د ګورستان نه مې زړه بد دی
ځوانان ستانه کړي رالیږي تش پالنګونه

د یوریپدس په شهکاره ډرامه( د ټرای د ښځو انځور) کې هغه یو څو ښځې، چې د یونانیانو په لاس د ټرای د ښار تر سوځيدو او ورانیدو وروسته په ټرای کې پاتې دي؛ د جنګ او ورانیو له بدو پایلو څخه د جنګ او تشدد پر وړاندې وړ عکس العمل ته رسیدلې دي. په دې ښځو کې یوه مجذوبه کساندرا ده، چې زیاتره مهال یې وړاندوینې رښتیا کیږي، دا پخپله یوه مکالمه کې ښیرا کوي:
داسې پلرونه دې په اور وسوځي
چې خپل زامن جګړې نه نه ستنوي
چې له لاسونو نه یې تورې نه اخلي
هغوی ته نه وایي، چې مه وژنئ بې وزله بشر…

که ادبیات رښتیا هم د انساني ټولنې د پټو او ښکاره اړتیاوو د تمثیل وسیله وي، باید زموږ ادبیات زموږ د اړتیاوو تمثیل کوونکي شي. زموږ لویه اړتیا مینه او سوله ده، دا اړتیاوې باید لومړی د ادبیاتو په هغو برخو کې تمثیل شي، چې د اغیز قوت یې تر نورو هغو زیات دی. د ادبیاتو تاریخ او کره کتنه ثابتوي، چې په پښتو ادبیاتو کې تر لنډیو اغیزناک صنف نشته، ځکه نو زموږ ننۍ اړتیاوې باید په لنډیو کې له تمثیله پاتې نشي. د یوریپدس له ډرامې نه په الهام، که تر میلاد څو پیړۍ وړاندې په ټرای ( فکر کیږي یو اسیایي ښار دی) کې یوه اسیایي ښځه د لس کلن جنګ له تجربې نه دا ذده کوي، چې پلرونه باید زامن جنګ ته ونه لیږي؛ د یویشتمې پیړۍ یوه اسیایي ښځه باید ولې د پیړیو، پیړیو له جنګونو او بدبختیو داسې یو پیغام وانخلي؟، او په زرګونه داسې لنډۍ جوړې نکړي چې:
د ښو ټوپکو استاکاره
د ښو ځوانانو خون به ستا په غاړه وینه
پای

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران