ځوانان او زده کړې د افغانستان پوهنتونونه

د پروان پوهنتون

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو.

د پروان پوهنتون د بنسټ ډبره د لومړي ځل لپاره په ۱۳۴۰ کال کې د یوه دارالمعلمین په توګه د پروان ولایت په مرکز چاریکارو کې کېښودل شوه. دغه دارالمعلمین په ۱۳۸۱ کال کې د پیداګوژۍ انستیتیوت ته ارتقا وکړه. په ۱۳۸۷ کال کې د لوړو زده کړو د انستیتیوت په نوم ونومول شو او په ۱۳۹۳ کال کې د لوړو زده کړو وزارت له معیارونو سره سم یې نوم د پروان پوهنتون ته واوښت، چې اوسمهال یې په اتو پوهنځیو او ۲۵ دیپارتمنتونو کې محصلین خپلې لوړې زده کړې کوي.

د پروان پوهنتون د رییس ښاغلي پوهندوی غلام داوود بها په وینا، دغه پوهنتون اوسمهال اته پوهنځي لري چې محصلین یې په بېلابېلو دیپارتمنتونو کې پر لوړو زده کړو بوخت دي او د نهم پوهنځي چې شرعیات دی، د منظورۍ چارې هم بشپړې شوې دي، چې د ژمني سمستر لپاره به نوي محصلین جذب کړي. پوهندوی بها وایي، پروان پوهنتون ټول ۴۰۰۰ محصلین لري چې ۴۰۰ یې نجونې دي. دغه پوهنتون هر کال ۲۰۰۰ نوي محصلین جذبوي چې تر اوسه یې ټولټال ۲۰۰۰ محصلین د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د پروان پوهنتون یو کال وړاندې د پوهنتون دننه یوازې د هلکانو لیلیه درلوده، خو دا چې پر شرایطو د برابرو محصلینو شمېر ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې و، نو د پوهنتون مسوولین اړ شول چې له پوهنتون څخه بهر د هلکانو لپاره بله ودانۍ کرایه کړي او د لیلیې امکانات ورته برابر کړي. د پروان پوهنتون رییس پوهندوی بها وایي، تېر کال یې د نجونو لپاره هم د پوهنتون په دننه کې د لیلیې امکانات برابر کړل چې اوسمهال ۴۵ نجونې پکې ژوند کوي.

پروان پوهنتون ټولټال ۱۵۱ استادن لري، چې په بېلا بېلو پوهنځیو کې تدریس کوي. د پروان پوهنتون مشر وایي، ۵۰ تنه استادان همدا اوس په کور دننه او بهر کې د ماسټرۍ او دوکتورا پر زده کړو بوخت دي. د استادانو په ډله کې ۱۰ تنه یې ښځینه دي، چې ۵ تنه یې په بهرنیو هېوادونو کې د ماسټرۍ پر زده کړو بوختې دي.

دا چې د پروان پوهنتون له جوړېدو ډېر وخت نه دی تېر شوی، له بهرنیو پوهنتونونو سره تر اوسه پورې پرمختللې اړیکې نه لري. د پروان پوهنتون رییس وایي، چې اوس اوس یې د ترکیې، ایران او تاجکستان له مشهورو پوهنتونونو سره ځینې تړونونه لاسلیک کړي چې په راتلونکي کې به ور سره خپلې اړیکې پراخې کړي، خو دغه پوهنتون بیا د هېواد له لویو پوهنتونونو سره ژورې علمي اړیکې لري.

د پروان پوهنتون رییس وایي، تر اوسه پورې په دغه پوهنتون کې د ماسټرۍ کوم پروګرام نشته، خو هڅه یې دا ده چې تر راتلونکو دوو یا دریو کلونو پورې د دغه پوهنتون په دریو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرامونه هم پیل کړي.

د دري ادبیاتو پوهنځي د پروان پوهنتون له تاسیس سره سم د دغه پوهنتون په چوکاټ کې پر فعالیت پیل کړی دی چې د دغه پوهنتون له اساسي پوهنځیو څخه شمېرل کېږي.

د ټولنیزو علومو پوهنځي په ۱۳۹۲ کال کې د پروان پوهنتون د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې د یوه دیپارتمنت په توګه پر فعالیت پیل وکړ چې هم د شپې او هم د ورځې له خوا پکې محصلین لوړې زده کړې کوي.

د کمپیوټر ساینس پوهنځی د پروان پوهنتون له اتو پوهنځیو څخه دی چې د لومړي ځل لپاره یې په ۱۳۹۱ کال کې د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې د ۵۵ محصلینو په درلودلو سره پر فعالیت پیل وکړ. دغه پوهنځي په لومړي سر کې ځانګړي استادان نه درلودل، خو ځینو استادانو په افتخاري توګه محصلینو ته تدریس کاوه. دغه دیپارتمنت په ۱۳۹۴ کال کې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ د کمپیوټر ساینس پوهنځي ته ارتقا وکړه. دغه پوهنځی اوس دوې څانګې لري معلوماتي سیستم او معلوماتي ټکنالوژي.

کله چې په ۱۳۸۱ کال کې د پروان د پيداګوژۍ انستیتیوت د لوړو زده کړو موسسې ته ارتقا وکړه، یوازې په یوه ټولګي کې یې یو کوچنی کتابتون درلود. په ۱۳۸۵ کال کې د فرانسویانو له خوا د دغه پوهنتون کتابتون په (ډیوي) عصري سیستم سمبال شو. په ۱۳۹۰ کال کې دغه کتابتون له کوچني ټولګي څخه یوې ځانګړې ودانۍ ته ولېږدول شو چې تر اوسه پورې په هماغه ودانۍ کې فعالیت کوي. دغه ودانۍ ځانګړې اداره، د کتابونو لپاره لوی سالون او د هلکانو او نجونو د مطالعې لپاره ځانګړی ځای لري. د پروان پوهنتون کتابتون په ټولو اړوندو برخو کې کافي کتابونه لري، چې د سهار له ۷ بجو د مازدیګر تر ۶ بجو پورې د پوهنتون محصلین او استادان پکې د مطالعې او څېړنې اجازه لري. دغه راز، هغه کسان چې له پوهنتون څخه د باندې په نورو تحصیلي موسسو کې زده کړې کوي، هم کولی شي له دې کتابتون څخه ګټه واخلي او خپلې تحصیلي ستونزې پکې هوارې کړي. د پوهنتون رییس وایي، اوسمهال د پروان پوهنتون په کتابتون کې له ۲۰ زرو عنوانو زیات کتابونه شته چې پر دې سر بېره دغه پوهنتون الکټرونیکي کتابتون هم لري چې استادان او محصلین ترې ګټه اخلي.

په دغه علمي مرکز کې اوسمهال ۴۹ اداري کار کوونکي ۱۵۱ استادان، چې ۴ تنه یې د دوکتورا، ۷۴ تنه د ماسټرۍ او ۷۰ تنه یې د لېسانس تر کچې پورې زده کړې لري، فعالیت کوي. د پروان پوهنتون رییس وایي، د دریو نورو استادانو د مقررۍ چارې روانې دي. دغه پوهنتون د سپورټ کمېټه هم لري، چې هره میاشت په بېلا بېلو برخو کې د پوهنتون د پوهنځیو په کچه لوبې تر سره کوي. دغه پوهنتون ځانګړی کمپیوټر لب چې اوسمهال پکې لږ تر لږه ۳۰ پایې کمپیوټرونه موجود دي، د ویډیو کنفرانس تالار چې وخت ناوخته د لوړو زده کړو وزارت او د هېواد د نورو پوهنتونونو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خپلې، کړنې، ستونزې او غوښتنې شریکوي لري.

د هېواد د نورو پوهنتونو په څېر د پروان پوهنتون اداره هم له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان ده، چې د رییس په وینا یې تر ټولو لویه ستونزه یې د تشکیل کمښت دی. دی وایي، د ۴۰۰۰ محصلینو لپاره د ۱۵۱ استادانو شمېر بسنه نه کوي؛ ځکه له دې ډلې ۵۰ تنه یې اوسمهال په کور د ننه او بهر کې پر دوکتورا او ماسټرۍ اخیستو بوخت دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.