کلتور او هنر

په سترګک مشهوره شوې بالیووډ ته ځي

د بالیوډ سېنما مشهور فلم لارښود کرن جوهر د ټولنیزې مېډیا پر مټ مشهورې شوې نجلۍ او فلم ستورې پریا پرکاش بالیوډ ته راوستولو پرېکړه کړې.

په دې سره به د پریا پرکاش بالیووډ سېنما ته راتلو او کار کولو هغه خوبونه هم پوره شي چې له ډېره وخته وړاندې یې کتل.

د سترګګ وهلو او ښایسته اداګانو باندې د جوړې شوې ویډیو څخه شهرت پوړیو ته رسېدلې او ملیالم فلم انډسټرۍ ۱۸ کلنه ادا کاره پریا پرکاش نه یوازې په هندوستان کې بلکې له هند څخه بهر په ټوله نړۍ کې مینوال لري او د هغې د ویډیو د بشپړولو لپاره په بې صبرۍ سره انتظار باسي.

د څو ثانیو د ښکلې ویډیو له امله پېژندل شوې پریا پرکاش اوس د بالیوډ د فلمې لوبغاړو لپاره د خطر زنګ ووهلو.

د هندوستانۍ رسنیو د رپوټونو له مخې، فلم لارښود او فلم جوړونکي کرن جوهر په خپل نوي راتلوونکي فلم کې پریا پرکاش ته ځای ورکړی.

ویل کیږي چې پریا پرکاش واريئر به کرن جوهر په راروان فلم (تخت) کې شامله شي، چې تر څنګ به یې رنویر سنګهـ، عالیه بهټ، کرینه کپور او وکي کوشل هم په دغه فلم کې مرکزي رول ولوبوي.

د کرن جوهر لخوا د پریا پرکاش بالیوډ ته راوستلو پرېکړه به د پریا هغه نه باورونکي خوبونه هم پوره کړي چې له ډېره وخته یې د هندۍ سېنما کې کتل.

پرکاش څه موده وړاندې په خپره شوې مرکه کې ویلي وه چې د بالیوډ ستوري رنویر سنګهـ سره یوځای په یوه فلم کې کار کولو یې ستر ارمان دی.

تازه پریا پرکاش د وکي کوشل سره یوځای یوه ویډیو خپره کړې چې په دغه اداکار د پریا د شهرت لامل مننونکي انداز نقل کړی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی