اقتصاد

پنسي هو؛ د هانګ کانګ تر ټولو بډايه مېرمن

دا ځل د نړۍ په کچه د يوه لوى سوداګريز ښار هانکانګ تر ټولو بډايه مېرمن درپېژنو. (پنسي هو) چې پوره نوم يې (Pansy Catalina Ho Chiu-king) دى د ١٩٦٢ زېږديز کال د اګېسټ په ٢٦ مه د دغه ښار په يوه بډايه کورنۍ کې زېږېدلې ده. پلار يې (سټېنلي هو) په هانګ کې مخکښ سوداګر و. نوموړى چې وروسته نه يوازې د هانګ کانګ بلکې د اسيا په کچه په سترو شتمنو کې راغى خپل کار يې له يوې جاپانۍ کمپنۍ سره پيل کړى دى.

له دې کمپنۍ سره چې د صادراتو او واراتو په برخه کې يې کار کولو تر لږ کار وروسته د کمپنۍ د اعتماد وړ کس وګرځېد.
له دې کبله چې څلور ژبې يې زده وې په ٢٢ کلنۍ يې له کمپنۍ سره شراکت پيل کړ.

ويل کېږي چې نوموړي خپله لومړۍ پانګه د ماکاو له کورواکې سيمې څخه چين ته د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د تجملي توکو له قاچاق څخه تر لاسه کړې ده.

ده په ترلاسه کړو پيسو د لومړي ځل لپاره په ١٩٤٢ زېږديز کال يو د نفتو او بل د ساختماني چارو شرکت پرانيسته.

له دې کبله چې دغه مهال په هانګ کانګ کې د رغنيزو چارو دوره وه نوموړي ښه ګټه تر لاسه کړه.

د نوموړي د ١٧ اولادونو ترمنځ پنسي هو اوس د هانګ کانګ تر ټولو بډايه مېرمن ده.

نوموړې د امريکا په کلفورنيا ايالت کې ښوونځى لوستى او وروسته يې په همدې ايالت کې له ( سنتا کلارا) پوهنتون څخه د بازار موندنې او سوداګرۍ په برخه کې لېسانس اخيستى دى.

پنسي په لومړيو کې په هانګ کانګ کې د سرګرميو د صنعت په برخه کې کار پيل کړ. په دې برخه کې تر دوه کاله کار وروسته د يوه مستقل کار په فکر کې شوه. ٢٦ کلنه وه چې د سازمانونو او افرادو ترمنځ د اړيکو رامنځته کولو يو بنسټ يې رامنځته کړ.

دې دغه راز د پلار له مخالفت سره سره خپله خور وهڅوله چې د سندرو په برخه کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

هو اوسمهال د (MGM Grand Macau) ونډواله ده. MGM Grand Macau د چين په مکاو کې د استراحت لپاره ځانګړى رېسورت (هوټل) دى چې ٦٠٠ خونې لري.

د فوربس د شمېرو له مخې د فنسي هو پانګه له تېر زېږديز کال راهيسې دوه ميليارده ډالره ډېره شوې ده. په اېم. جي. اې ګرونډ ماکاو کې د فنسي هو ونډې تېر کال ٧٠ سلنې ته لوړې شوې دي.

نوموړې وروسته له هغې د هانګ کانګ تر ټولو ستره شتمه شوه چې درى کاله وړاندې يې (کازينو) په هانګ کانګ کې عمومي شوه.

فنسي هو تېر کال وروسته له دې د جيټ سټار عامله مديره شوې چې قنتاس ګروپ او چينا اېسټرن اييرلاين د جيټ سټار له دريو يوه برخه د هو د کورنۍ پر کمپنۍ ( شن ټک) باندې وپلورله.

نوموړې اوسمهال ٦،٤ ميليارد ډالره پانګه لري چې په دې توګه په نړيواله کچه ٢١٢ مه ميليارده او په هانګ کانک لسمه ميلياردره ده. البته په هانګ کانګ کې د ښځو ترمنځ تر ټولو شتمنه مېرمن ده.

۵۴ کلنه فنسي هو اوسمهال په هانګ کانګ کې اوسي او له خپل مېړه څخه يې طلاق اخيستى دى.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */