یمن کې نظامونه بدلول اسان خو د پاکستاني کب نیونکو خوشي کیدو لس کاله ونیول

اوه هغه پاکستاني کب نیوونکي چې په یمن کې تر یوې لسیزې د زیاتې مودې راهیسې بندیان وو ، د جمعې په ورځ د سره صلیب د نړیوالې کمیټې په هڅو خوشې شوي دي.

سور صلیب وايي، دا کسان د شنبې په ورځ د پاکستان حکومت ته وسپارل چې له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند نجم عباسي وايي، دا کسان لس کله مخکې د بلوچستان په سواحلو کې په کب نیونه بوخت وو چې په تیروتنه په اوبو کې له نړیوال سرحد اوښتي و او د یمن چارواکو نیولي وو.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي، دا چې دا کب نیوونکي د پاکستان د بې وزله بلوچستان ایالت څخه وو نو په تیرو لسو کلونو کې یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خوشې کیدو هڅه ونه کړه او نه یې چا غږ اوریده.

سور صلیب وايي، دا اوه پاکستاني کب نیونکي د یمن په پایتخت صنعا کې ساتل شوي وو او په دې وروستیو کې دوی د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت سره یو ځای هڅه وکړه چې خوشي شي.

دوی د جمعې په ورځ د پاکستان پایتخت اسلام اباد ته د سره صلیب په یوې الوتکې کې انتقال او هلته یې کورنیو سره یوځای شول.

دا اوه تنه پاکستاني کب نیونکي په یمن کې د کورنۍ جګړې او په تیرو لسو کلونو کې دغلته د دوو پرلپسې نظامونو د نړیدو سربیره ساتل شوي وو.

نور په یاران کې:

دوامداره ناسته له سګریت څکولو هم مضره ده
سریدیوي وايي خپلې دوه لوڼې راته تر بل هر کار مهمې دي
د ويښتو پالنې په اړه څلور پوښتنې چې باید په ځواب یې پوه شئ
ازاد بازار او نامشروع سوداګري
د حزب اسلامي په اړه اشتباه مه كوئ ـ حقپال

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */