کلتور او هنر

د پاکستان د سټیج اداکاره، نائله په بد وضعیت کې مړه شوه

د پاکستان د تیاتر او ټلویزیون مشهورې اداکارې نائله شاه د یوې اوږدې ناروغۍ وروسته د ژوند پور ادا کړ.

نائله شاه د سټیج اداکاره وه او له ډېره وخته له ناروغۍ سره لاس او ګریوان وه.

پاکستانۍ رسنۍ وایي، دغه مشهور اداکاره د اوږدې ناورغۍ وروسته په ډېر بد حالت او غربت کې وفات شوې.

د رپوټ له مخې، نائله شاه پرون د پاکستان په ملتان ښار کې مړه شوه.

ملتان ښار کې د روغتون یوې سرچینې ویلي چې نائله شاه د ویني په ناروغۍ اخته وه او له تېرو ۱۰ ورځو راهیسي د نشتر په روغتون کې تر تداوۍ لاندې نیول شوې وه، چې پرون سهار یې د خپل ژوند پور ادا کړ.

د نشتر روغتون دغه سرچیني ویلي، اداکارې نائله شاه د ویني د سپینو کرویاتو د کمښت په ناروغۍ اخته او پر مخدره مواده روږدې وه.

رپوټ زیاتوي چې نائله شاه ۳۵ کاله ژوند وکړ او بلاخره یې د دې فاني نړۍ سره خدای پاماني وکړه.

دغې ۳۵ کلنې فلمي ستورې پيل د سټیج پر سر له نڅا کړی و او ترې وروسته یې په څو ټلویزیونې پروګرامونو کې هم برخه اخیستې وه.

د معلوماتو له مخې، کله چې یې ټلویزیونې پروګرامونو ته مخه کړه نو د څو پروګرامونو وروسته یې واده وکړ او د واده سره سم یې د فلمي نړۍ سره خدای پاماني وکړه.

له مودې وروسته یې خاوند په دې نړۍ ځانته پرېښوده خو د خاوند له مرګ وروسته یې خسرګنۍ د خاوند پر مال قبضه وکړه او غصب یې کړ، چې ترې وروسته یې نوموړې په ډېر غربت کې خپل ژوند تېر کړ.

نائله شاه څخه یوه ۷ کلنه لور او یو ۸ کلن زوی پاتی شول.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی