سپورټ نړیوال کرکټ

پاکستانۍ ښځينه لوبډله له لوبډلمشرې پرته اعلان شوه

پاکستاني کرکټ بورډ ښځینه لوبډله د ښځينه نړیوال جام لپاره له لوبډلمشرې پرته اعلان کړه.

د پاکستانۍ لوبډلې مشري به مرستیاله لوبډلمشره جویریه خان وکړي.

د دې لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشرې بېسمه معروف عملیات کړی او له همدې امله اټکل شوی، چې هغه ښایي په ښځينه نړیوال جام کې ونه شي لوبېدای.

پاکستاني کرکټ بورډ د نړیوال شل اوریزجام لپاره، چې په ویسټ انډیز کې د نومبر په ۹ مه نېټه پېلېږي، ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.

کله چې معروف عملیات وکړ، په پنځوس اوریزه لوبوکې، چې بنګله دېش کې ترسره شوې لوبډله جویریه خان رهبري کوله او د اسټرالیا خلاف بیا د پنځوس اوریزه لوبو لوبډلمشره شوه؛ خو لا هم کره معلومات نه کېږي، چې معروف دې روغه شي او په نړیوال جام کې دې ولوبېږي.

پاکستان د لوبډلې داسې یو نوملړ اعلان کړی، چې لوبډلمشره نه لري او دا سکواډ عبارت دی له
جویریه خان، ناهده خان، عایشه ظفر، مُنېبه علي، سِدرا امین، اُمېمه سُهیل، نِدا ډر، ثنامیر، سِدرا نواز، نشرا سندو، انوم امین، نتالیه پرویز، عالیه ریاض، ډیانا بېګ او ایمن انور.

د کرکټ نړیوالې شورا د ښځينه لوبډلو په درجه بندۍ کې اسټرالیا لومړی، انګلستان دوهم، نیوزیلېنډ دریم، هندوستان څلورم، ویسټ انډیز پنځم، سهیلي افریقا شپږم، پاکستان اووم، سریلانکا اتم، بنګله دېش نهم او ایرلېنډ لسم او وروستی ځای لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې