نړیوال کرکټ

پاکستان یو ځل بیا د اسیا جام سیالیو کوربتوب ته ټټر وهلی

اعلان

راتلونکې اسیا جام سیالۍ چې د سپټمبر په میاشت کې به د اسیا کرکټ شورا له خوا ترسره شي، پاکستان یې کوربتوب ته چمتو والی ښودلی دی.

۲۰۲۰ م کال کې به اسیا جام سیالۍ شل اوریزې وي.

د کرکټ اسیایي شورا ویلي، چې پاکستاني کرکټ بورډ د ۲۰۲۰ م کال شل اوریزو اسیا جام سیالیو حقوق تر لاسه کړي دي؛ خو لا هم دا ښکاره نه ده، چې دا لوبې به د پاکستاني کرکټ بورډ په کوربتوب په پاکستان کې ترسره شي او که عربي متحده اماراتوکې.

پاکستان کې د ۲۰۰۹ م کال څخه وروسته د کرکټ نړیوالې لوبې له دې امله بندې شوې، چې په لاهور کې د سریلانکا په لوبغاړو د وسله والو له خوا برید وشو.

پاکستان له هغې وروسته خپلو ټولو لوبلړیو کې د بهرنیو لوبډلو کوربتوب په عربي متحده اماراتوکې کړی دی او د عربي متحده اماراتو شارجه، دوبۍ او ابو ظبي لوبغالي یې د هوم ګراونډز یا کورنیو لوبغالو په توګه کار کړي دي.

۲۰۱۴ م کال کې په بنګله دېش کې اسیا جام سیالۍ شل اوریزې تر سره شوې وې او دا سیالۍ د ۲۰۱۶ م کال نړیوال شل اوریز جام لپاره یو تمرین بلل شوې وې.

۲۰۲۰ م کال اسیا جام هم د ۲۰۲۰ م کال شل اوریز جام لپاره یوه کیلي ده، ۲۰۲۰ م کال کې نړیوال شل اوریز جام په اسټرالیا کې ترسره کېږي او له اسیا جام سیالیو څخه به وروسته وي.

سږ کال اسیا جام سیالۍ یو ورځنۍ یا پنځوس اوریزې ترسره شوې او موخه یې د ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریزجام ته تمرینات او چمتووالی ښودل شوی و.

په ۲۰۱۸ م کال کې اسیا جام هندوستان وګاټه او بنګله دېش ته یې پایلوبه کې ماته ورکړه.

افغانستان ۲۰۱۸ کال اسیا جام کې له هندوستان سره لوبه مساوي کړه، بنګله دېش ته یې یوه لوبه وبایلله، یوه یې ترې وګټله، سریلانکا څخه یې هم لوبه وګټله او پاکستان ته یې تر یوې سختې لوبې وروسته لوبه په ډېر کم توپیر وبایلله.

اسټرالیا اوس لپاره غواړي چې خپل لوبغالي د شل اوریز نړیوال جام لپاره چمتو کړي او د شل زره ننداره کوونکو لپاره سیټونه او څوکۍ برابرول غواړي.

پاکستان کې د اسیا جام سیالیو نه ترسره کېدو لاملونه

که څه هم د پاکستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۰ م کال اسیا شل اوریز جام لپاره بشپړ چمتو والی ښودلی، چې پاکستان کې به یې ترسره کړي؛ خو څو علتونه شته، چې ښایي پاکستانی کرکټ بورډ چلېنج یا وننګوي.

لومړی هندوستان نه غواړي، چې پاکستان کې لوبې وکړي او سیاسي کړکیچونه د دې لامل شوي، چې هندوستان او پاکستان کرکټ بورډونه هم په لوبو کې په اسانۍ سره موافقې ته نه رسېږي.

د همدغو مخالفتونو په ترڅ کې سږ د اسیا ایمرجېنګ جام سیالیو کې، چې د ډېسمبر په میاشت کې په پاکستان کې ترسره کېدې، هندوستان مخالفت وکړ او هندوستان خپلې ټولې لوبې په سریلانکا کې وکړې او د پاکستان ګروپ لوبډلو بیا لوبې د پاکستان په کراچۍ ښار کې وکړې.

د سیالیو پایلوبه د ډېمسبر په ۱۵ مه نېټه په سریلانکا کې د سریلانکا او هندوستان ترمنځ کېږي.

دا سیالۍ ۲۰۱۷ م کال کې سریلانکا ګټلې وې او پاکستان ته یې ماته ورکړې وه.

دوهم دا چې بنګله دېش هم نه غواړي چې پاکستان کې سیالۍ ترسره کړي.

دریم دا چې د پاکستان لوبغالي په عالي او لوړه ټېکنالوژۍ نه دي سمبال او ښایي لوبڅارانوته پکې ستونزې جوړې شي.

بله لویه ستونزه د امنیتي اندېښنو ده، چې نړیوالې لوبډلې پاکستان ته په تګ کې زړه نه ښه کوي.

اسیا جام سیالۍ له ۱۹۸۴ م کال څخه را په دېخوا د اسیا کرکټ شورا له خوا د اسیایي هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي.

تر اوسه دغه سیالۍ ۱۴ ځلې ترسره شوي دي، چې ۷ ځلې هندوستان، پنځه ځلې سریلانکا او دوه ځلې پاکستان ګټلي دي.

په ۱۹۸۴ م کال کې اسیا جام په عربي متحده اماراتوکې ترسره شو، ۱۹۸۶ کې سریلانکا کې، ۱۹۸۸ کې بنګله دېش کې، ۱۹۹۰ کې هندوستان کې، ۱۹۹۳ کې پاکستان کې کېنسل یا لغوه شوې، ۱۹۹۵ کې دوبۍ کې، ۱۹۹۷ کې سریلانکا کې، ۲۰۰۰ م کال کې په بنګله دېش کې، ۲۰۰۴ کې سریلانکا کې، ۲۰۰۸ کې پاکستان کې، ۲۰۱۰ کې سریلانکا کې، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کې بنګله دېش کې او ۲۰۱۸ کې متحده عربي اماراتوکې ترسره شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې