سپورټ نړیوال کرکټ

پاکستان، نیوزلنیډ وایټ واش کړ؛ پرلپسې درې سیریزونه یې ترې وګټل

پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سر په سر په دریو شل اوریزو سیالیو کې د نیوزلینډ لوبډله ماته کړه او په دې وتوانیده چې سیاله لوبډله وایټ واش کړي.

وروستۍ شل اوریزه سیالي یې یکشنبې ورځ نومبر په ۴مه وشوه چې په کې پاکستان لوبډلې د نیوزلینډ لوبډلې ته په ۴۷ منډو ماته ورکړه.

د دواړو هېوادونو تر منځ وروستۍ شل اوریزه سیالي د متحده عربي امارتو په ابوظبۍ لوبغالي کې تر سره شوه.

په دغه سیالۍ کې پاکستانۍ لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د بابر اعظم او محمد حفیظ د ښې توپ وهنې پر مټ نیوزلینډۍ لوبډلې ته ۱۶۶ منډې هدف ورکړ.

د بابر اعظم ۷۹ او محمد حفیظ ۵۳ ډېرو منډو سربېره فخر زمان ۱۱، شعیب ملک ۱۹ او اصف علي ۲ ناسوځیدلو منډو په کولو وتوانېدل.

د نیوزلینډ له لوري کولن ډی کرینډو هم یوازیني لوبغاړی و چې ۲ لوبغاړي یې وسوځول که څه هم په ۴ اورونو کې ۴۱ منډې هم ورکړې وې.

فرګوسن بیا د پاکستانۍ لوبډلې یو لوبغاړی سوځولی و خو ۴ اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې وې.

مقابل کې د نیوزلینډ لوبډلې پیلیزو لوبغاړو ګلین فلپس او کولن منرو د خپلې لوبډلې لپاره ښه پيل ورنکړ او کولن منرو په دوهم اور کې فهیم اشرف د بال ښکار شو.

کولن ډي ګرینډوهم دویم نیوزلینډی لوبغاړی وه چې د عثمان شینواري لخوا رن اوټ شو.

کین ویلیمسن د نیوزلینډ لپاره ښه توپ وهنه وکړه او ۶۰ منډې یې جوړې کړې په کله چې ۹۶ ټولې منډې شوې ویلیمسن د شاداب خان په بال خپله ویکټ له لاسه ورکړه، او په همدغه اورو کې ګلین فلیپس هم ۲۶ منډو بېرته پویلین ته ستون شو.

تر دې وروسته هيڅ کوم لوبغاړي ښه ملګرتیا تر سره نه کړه او د نیوزلینډ ټوله لوبډله په ۱۱۷ منډو وسوځېده داسې حال کې چې د شل اورونو له جملې یې یوازې ۱۷ اورونو لوبولي وه.

د پاکستان لخوا سلو توپ اچوونکي شاداب خان ۳، وقاص مقصود او عماد وسیم دوه، دوه او فهیم اشرف یوه ویکټ اخیستې وه.

د لوبې غوره لوبغاړی بابر اعظم ونومول شو چې ۷۹ ډېرې منډې یې کړې وي خو د سیریز غوره لوبغاړی محمد حفیظ وټاکل شو، سره له دې چې ډېره موده وروسته ورته پاکستان لوبډلې په ۱۱ کسیزیز سکواډ کې برخه ورکړه.

پاکستانۍ رسنۍ وایي، د وروستي سیریز په ګټلو سره پاکستان لوبډله وتوانېده چې په سر په سر ۱۱ شل اوریزو سریزو کې د نیوزلینډ لوبډله ماته کړي.

د یادولو ده چې تر شل اوریزو لوبو وروسته به د دواړو لوبډلو تر منځ درې یو ورځنۍ او درې ټسټ سیالۍ هم ترسره شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی