سپورټ نړیوال کرکټ

پاکستان وایټ واش شو؛ اسټرالیا ترې ۵ لوبې سر په سر وګټلې

اسټرلیا کرکټ لوبډلې د پاکستان کرکټ لوبډله وایټ واش کړه او پنځه واړه یو ورځنۍ سیالۍ یې ترې وګټلې.

پرون د استرالیا او پاکستان پنځمه یا ددغه سیریز یو ورځینو سیالیو وروستۍ لوبه وه چې دا هم اسټرالیا د څلورو نورو لوبو په شان په خپل نوم کړه.

د دغه سیالۍ په وروستۍ لوبه کې اسټرلیايې لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه چې په ټاکلو پنځوس اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۷ منډې وکړې.

ایرون فینچ او عثمان خواجه د خپلې لوبډلې لپاره ښه پيل ورکړ او د لومړۍ ویکټې ملګرتیا یې تر ۱۳۴ منډو وغوځوله چې وروسته بیا فینچ په ۵۳ منډو د عثمان شینواري په بال وسوځېده.

عثمان خواجه د سلیزي په ارمان په ۹۸ منډو بېرته پاویلین ته ستون شو، شون مارش بیا ۶۱ منډې ترسره کړې.

ګلین مکسویل بیا په ۳۳ توپونو چټکې ۷۰ منډې وکړې او پاکستاني جنید ته یې خپله ویکټ په بولډ اوټ له لاسه ورکړه.

د پاکستانۍ لوبډلې لخوا عثمان شینواري او جنید خان ښه توپ اچونه وکړه چې شینواري څلور او جنید درې لوبغاړي وسوځول.

حارث سهیل، یاسر شاه، عماد وسیم د پاکستان لپاره کومه ویکټه وانخیسته.

په مقابل کې د پاکستانۍ لوبډلې د تېرې سیالۍ اتل یا سلیزه جوړونکی لوبغاړی عابد په صفر وسوځېده، خو شان مقصود نیمه سلیزه برابره کړه او اوټ شو، حارث سهیل ښه توپ وهنه وکړه او ۱۳۰ منډې یې په ۱۲۹ توپ تر لاسه کړې، محمد رضوان ۴۳، عماد وسیم ۵۰ او یاسر شاه په ۱۱ منډو بېرته ستانه شول، که څه هم عماد وسیم تر پایه ونه سوځېده او د عثمان شینواري ملتیا یې وکړه، خو بریا یې خپله نه شوه کړای.

د اسټرالیا لوبډلې لخوا بهنډروف درې لوبغاړي سوځولي وه او نورو ګلین مکسویل، اډم ذمپا، لیون او ریچارډسن یو یو پاکستاني لوبغاړي اوټ کړل.

د لوبې غوره لوبغاړی ګلین مکسویل وټاکل شو خو د سیریز غوره لوبغاړی بیا ایرون فینچ ونومول شو.

اسټرالیا څخه پاکستان ۲۰۰۲ کال کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ ګټلې وه او ترې وروسته بیا پاکستان اسټرالیا څخه سریز نه دی ګټلی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی