افغانستان سیاست

د پاکستاني ویزو تور بازار؛ جنرال جرئت یې په انحصار او کمېشن کارۍ تورن دی

لیکنه: بشر درویش
اعلان

سرچینه: د پیک د څېړنیزې خبریالۍ مرکز
ژباړه: بشر دروېش ـ یاران وېب پاڼه

په کابل کې د پاکستان سفارت؛ هغه ځای چې هره ورځ سلګونه افغانان پکې د ویزې ترلاسه کولو لپاره لیکې ـ لیکې ولاړ دي.

همدا چې موټر نه پلی شوم، لا د سفارت کوڅې ته نه وم ننوتی، چې یو ځوان د خبریالۍ له کامرې مې وپېژني، خوا ته راغی:

«ویزه اخلې، که درته واخلم…»

ومې نه ویل، چې په راپور پسې راغلی یم، په یو نظر پوه شوم چې کمیشن کار دی. زر مې په جیب کې د غږ ثبتونکي تڼۍ راکاږله او د مشتري په حیث مې خبرې شروع کړې:

«ودې نه ویل، چې څنګه یې واخلم، یا څنګه یې اخلې راته؟»

په داسې حال کې، چې د درې زره، پینځه زره او ان پينځلس زرو غږونه اوریدل کیدل، په لنډه او ارامه ډول یې وویل: که یې خپله اخلې، لیکې ته ودریږه څو وار دې ورسیږې او که بېړه لرې ، ۱۵ زره راکړه، درې ورځو کې درته اخلم!

ومې پوښتل: ولې ۱۵ زره افغانۍ؟ د پاکستان ویزې خو افغانانو ته وړیا دي؟

ویل یې:

«نه وروره، وړیا کله دي، خپله سفارت راته ویلي چې په هرې ویزې سل ډالرو نه زیاتې واخلو…موږ هم له ۱۴۰ تر ۱۵۰ اخلو، چې یو څه موږ ته هم پاتې شي.»

بیا مې وپوښت: دا د څلور پینځو زرو غږ چې كیږي، دا څه کیسه ده؟ یوې کراچۍ ته چې ظاهراً یې کباب او کړایي پلورله، وویل: د پینځو زرو په بدل کې باید د هغې کراچۍ له شا سفارت ته لاړشې او خپله ویزه او پاسپورټ طی مراحل کړې.

په همدې حال کې یو منځ عمره سړی د لیکې له منځه فریاد کوي:

«خدایه! چا ته ووایم، چېرته فریاد وکړم؟»

د ولاړو خلکو او هغه شکایت کوونکي سړي څو عکسونه مې واخیستل، ځوان کمېشن کار هم پوه شو چې خبریال یم، ځای یې پریښود.

هغه معترض سړي وویل:

«یوه پولیس راڅخه درې زره واخیستې، چې دننه به مې ولیږي. نه دننه لاړم او نه مې عکسر بیا ولیده، دوه درې نورو ته مې چې شکایت وکړ، دومره یې وډبولم، چې ټول ځان مې خوږیږي.»

نوم یې فیاض الدین دی او پخپله وینا یې څلور ورځې کیږي چې له ننګرهار ولایت څخه د ویزې اخیستو لپاره کابل ته راغلی. تراوسه یې نه یوازې ویزه نه ده اخیستې؛ بلکې ټول هست و نیست یې چې درې زره افغانۍ وې، هم له لاسه ورکړي او اوس کور ته د تګ پیسې هم نه لري.

ورسره مې ژمنه وکړه، چې شکایت یې پولیس سره شریکوم، خو له پرله پسې اړیکو سره نه د سفارت د دروازې د پولیسو قومندان او نه د کورنیو چارو وزارت ویاند ځواب ویلو ته حاضر شو.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد په وروستۍ اړیکه کې وویل، چې معترض سړی باید خپل شکایت ثبت کړي، څو رسیده ګي ورته وشي.

جنرال جرائت

د منتظرینو یو بل تن حاجي ګلاب د بغلان ولایت اوسیدونکی دی. هغه وایي له درې ورځو راهیسې د پاکستان د ویزې ترلاسه کولو لپاره انتظار باسي. دی په مشتریانو پسې ګرځیدونکو کمیشن کارانو ته په اشارې سره وایي:

«دا د جنرال جرئت خلک دي، دوی له سفارت سره کوم پروتوکول لري، هیڅوک دوی ته له پیسې ورکولو پرته ویزه نه شي اخیستی.»

نه یوازې دا سړی؛ بلکې څو تنو نورو هم وویل چې همدا یوه ورځ مخکې د جنرال جرئت وسله والو کسانو د سفارت له پولیسو سره وسله واله نښته وکړه او له څو دقیقه هوایي ډزو وروسته یې بیرته خپلې کمیشن کارۍ ته دوام ورکړ.

غوښتل مې له دغو کسانو سره دا موضوع شریکه کړم، خو دوی نه یوازې خبرو ته حاضر نه شول؛ بلکې د سیمې د زر پریښودو ګواښ یې هم وکړ.

د ښاغلي جرئت د ټلیفون شمېرې د ترلاسه کولو لپاره مې همدا چې له دوستانو او د فیسبوک ټولنیزې شبکې له همکارانو مرسته وغوښته، د څو ټلیفون شمېرو له لیکلو سره یوه کس راته ولیکل:

«د پاکستان ویزه دې په کار ده؟»

د ښاغلي جرئت اړوند څو ټلیفوني شمېرو سره د پرله پسې اړیکو باوجود مې کوم ځواب ترلاسه نه کړ.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند ښاغلي مجاهد هم په دې اړه بې خبري وښوده.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه، چې د ورځې څومره افغانان د ګاونډي پاکستان ویزې ترلاسه کوي، معلومات رانه کړل.

په کابل کې د پاکستان سفارت هم د رسمي ایمیل له لارې زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه. خو له پرله پسې بې پایلو ټلیفوني اړیکو وروسته د سفارت یوه دیپلومات د نوم نه خپرولو په شرط وویل:

«د ورځې تر دوه زرو افغانانو ته ویزې ورکوو.»

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي