سیاست نړۍ

د ترهګرو ډلو نوملړ؛ پاکستان د خپلو دې ډلو ترهګریز فعالیتونه تایید کړل

لیکنه: بشر درویش

پاکستاني چارواکو له ترهګرۍ څخه د دغه هېواد د ملاتړ له پرله پسې نړیوالو ادعاوو او له دې اړخه تر فشارونو وروسته یو لوی نوملړ خپور کړی، چې پخپله قلمرو کې فعاله ځینې ډلې یې په ترهګریزو فعالیتونو تورنې کړي.

د پاکستان حکومت د دغه لیست د خپرولو ترڅنګ د یادو ډلو پر فعالیت بندیز لګولی.

د دې ترڅنګ پاکستاني حکومت د دغو ډلو اړوند ټولې شتمنۍ او ملکیتونه ضبط کړي.

په نوملړ کې د دغو ترهګرو ډلو نومونه راغلي دي:
لشکر جهنگوی
سپاه محمد پاکستان
جیش محمد
لشکر طیبه
سپاه صحابه پاکستان
تحریک جعفریه
تحریک نفاذ شریعت محمد
تحریک اسلامي
القاعده
ملت اسلامي پاکستان
خدام الاسلام
اسلام تحریک پاکستان
جماعت الانصار
جماعت الفرقان
حزب التحریر
جماعت الدعوه
د بلوچستان د کارګرانو پوځ
د مسلمانو زده کوونکو غورځنګ
لشکر اسلامي
انصار الاسلام
حاجي نامدار ډله
تحریک طالبان پاکستان
د بلوڅ ازادي غوښتونکو پوځ
بلوچستان لیبریشن فرونت
لشکر بلوچستان
د بلوچستان د کارګرانو ټولنه
د ګلګیت شیعه ګانو د عکس العمل کمېټه
د بلوچستان د وسله وال دفاع ډله
د گلگیت د سبیل مرکز
امان لیاړي کمېټه
د اهل سنت د ځوانانو مرکز
اهل سنت والجماعت
بیناد الحرمین
رابطه موسسه
انجمن امامیه گلگیت بلتستان
د ګلګیانو د مسلمانو زده کوونکو ټولنه
اهل سنت والجماعت ډله
د بلوچستان ملت پال
تحریک نفاذ امان
تحفظ حدودالله
د بلوچستان د کارګرانو پوځ
د ازاد بلوچستان پوځ
د متحد بلوچستان پوځ
مجاهدین اسلام
جیش الاسلام
د بلوچستان ملي پوځ
د گلگیت د حکمت خونه
تحریک طالبان سوات
تحریک طالبان مهمند
طارق قدیر ‌ډله
تیپ عبدالله اعظم
د ترکمنستان اسلامي غورځنګ
د ازبکستان اسلامي غورځنګ
جهاد اسلامی
تیپ 313
تحریک طالبان باجور
حاجي نامدار امربالمعروف ډله
د ازاد بلوچستان محصلین
بلوچ متحده پوځ
سند اتحاد
داعش
جماعت الاحرار
لشکر جهنگوی العالمی
انصارالحسین
د جامو او کشمیر د ازادۍ تحریک
جندالله (جیش العدل ایران )
بیناد خیریه الرحمن

د دې ترڅنګ د دغو ډلو په اړه د ځانګړو پلټنو خبر ورکړل شوی:
۱-غلامان صحابه

۲- مایمار تراست

۳- جماعت الدعوه

۴- بیناد فلاح انسانیت

د دغو ډلو په اړه ویل شوي، چې یوازې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د حساسیت له کبله تحریم شوي دي:
الاختر تراست
الرشید تراست

ملاحظې
په یاد شوي لیست کې د افغان وسله والو طالبانو، حقاني شبکې او افغان حکومت ته د مطلوبو نورو ترهګرو ډلو نومونه نه دي ذکر شوي.

د دې لیست په اړه تبصره دا ده، چې پاکستان د هند د خوشالولو په نیت دا هڅه کړې څو ورته قهریدلی دغه اټومي ځواک کرار او ورباندې د نورو بریدونو د کړي ګواښ له عملي کولو لاس په سرشي.

د یادونې وړ ده، چې هند یو ځل پر پاکستان هوایي بریدونه وکړل او د ترهګرو د پټنځایونو د په نښه کیدوله ادعا سره یې د ۳ سوه پاکستاني ترهګرو د وژلو خبر ورکړ.

دغه ترهګر د جیش محمد ډلې اړوند ګڼل شوي او ویل شوي، چې دوی په کشمیر کې پر هندي پوځیانو خونړی ځانمرګی برید تنظیم کړی و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي