رسنۍ سپورټ نړیوال کرکټ

له ګلبدین نائب سره د پاکستاني رسنۍ توپيري چلند

اعلان

هسې خو هم ډېری پاکستانۍ رسنۍ بې پلوي نه مراعتوي او په ډېری مسایلو کې د پاکستاني دولت طرفداری کوي؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو پر وړاندې یې تازه تورونه خپاره کړل او پښتون ژغورنې غورځنګ یې وزیرستان کې پر پوسته په برید تورن کړل، چې غورځنګ بیا دا تورونه رد کړل.

پر راشدخان یې راپور جوړ کړ، هغه یې بې وقوفه یاد کړ، دعوه یې پرې وکړه او پاکستانی یې وباله.

د پاکستاني رسنیو دا دعوه د اسیا جام لوبې پر مهال وه، راشدخان چې کله اصف علي بولډ کړ؛ نو هغه ته یې د ګوتې په وسیله اشاره وکړه، چې دې چارې په پاکستانیو اور بل کړ او بړاس یې تر رسنیو ورسېد.

رسنیو پر راشدخان راپورونه جوړ کړل او هغه یې اصل پاکستانی یاد کړ او نوم یې ورته راشدین یاد کړی و.

اوس تازه پاکستانۍ مشهورې رسنۍ جیو نیوز له افغان لوبډلې سره خپل توپيري چلند او تعصب ښکاره کړ؛ دوی د لسو لوبډلمشرانو په قطارکې د ګلبدین نایب انځور کې د هغه مخ خپله لوګو یا د تلویزیون نښه راوستې او د هغه تصویریې پټ کړی دی.

جو نیوز دا تصویر فوټوشاپ کړی، تصویر یې ۹۰ درجې بل لوري ته اړولی او بیا یې هلته د ګلبدین نایب پر تصویر یې ستره لوګو لګولی او د هغه مخ یې مکمل پټ کړی دی.

دا تصویر د هغې مېلمستیا دی، چې د انګلستان ملکې د لس لوبډلو لوبډلمشرانو ته ډوډۍ کړې وه او دوی ټولو یو ځای له هغې سره تصویر واخېست.

په اصلي تصویرکې ګلبدین نایب د ملکې ښي لاس ته ولاړ دی او سرفراز احمد بیا بل سرته کیڼ لاس ته ولاړ دی، دا تصویر روښانه دی او ټول لوبغاړي پکې درست ښکاري؛ خو جیو نیوز تصویر اړولی، ګلبدین نایب یې کیڼ لوري ته وړی او د سرفراز احمد تصویر یې ښي لوري ته راوړی دی او بیا یې د ګلبدین نایب تصویر هم پټ کړی دی.

ولې پاکستانۍ رسنۍ تعصب کوي؟

دا رسنۍ تر ډېره د پوځ تر سانسور لاندې دي او په ازاد ډول فعالیت نه شي کولای.

دوی ښایي دا تعصب له دې وجې کړی وي، چې افغانستان له پاکستان لوبه وګټله او پاکستان ته یې په ۳ وېکټو تاریخي ماته ورکړه.

هغه مهال پاکستاني لوبغاړي شاهین افریدي له ځاځي سره د شخړې اکټونه وکړل.

ورپسې وروستیو اورونو کې یې د حشمت الله شهیدي د غوسه کولو هڅه وکړه؛ خو د شهیدي حوصله بیا د غره حوصله ده او تر وروستیو شېبو پورې ودرېد، ۷۴ ناسوځېدلې منډې یې وکړې او په بریا له لوبغالي بهر شو.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی