سیاست

په کشمیر کې د پاکستان مصروفېدو داخلي حالات ترینګلي کړي

اصلي خبره دا ده چې پاکستان په ځلونو پر خپل ځان حملې کړې دي، ګټې یې کټګوري کړې او هلته چې نتېجه ډېر محصول راوړي، هلته دوی یو تعداد کسان قرباني کوي.

داسې شواهد شته چې په پوځي اکاډمۍ برید هم د پاکستان خپل کار و، مګر اوس د پاکستان په اړه سوچ په بدلېدو دی، د پاکستاني رسنیو له وضعیت او تحلیلونو ښکاري چې پاکستان اوس د وقایعو د کنټرول صلاحیت له لاسه ورکړی دی.

پاکستانۍ سخت دریځې ډلې د پاکستان تر ژغورلو غوره ګڼي چې تر چین روسیې، عراق او ایرانه د خلافت سرحدونه ورسېږي. دا ډول ترهګريز جدي موقف د پاکستان په ګټه نه دی.

پاکستان تل په کشمیر او افغانستان کې جګړه کړې او پاکستان یې خوندي کړی، مګر دا ځل په شعوري ډول په افغانستان او هند کې د جګړې په نوم مصروف کړل شول او په همدې مرحله کې په پاکستان کې سخت دریځي د تنظیمېدو په حال کې دي.

پاکستان که داخلي ستونزو ته پام کوي، د جنګ په بزنس ولاړه خزانه یې تشېږي او که په کشمیر او افغانستان کې د سخت دریځو ملاتړ ته دوام ورکوي، له امریکا افغانستان او هندوستان سره یې ټکر حتمي دی.

د پاکستان له پولو د باندې په اکثرو هېوادو کې د پاکستانیانو په اړه یو شریک باور موجود دی، داسې چې په پاکستان کې هیڅ برید داسې نه دی شوی چې ای‌ايس‌ای دې په‌کې دخیل نه وي.

تر ډېره دا باور سم هم دی، ځکه د پرویز مشرف د پالیسي په یوه برخه کې یاد شوي چې د یو میليون خلکو د نجات له‌پاره پاکستان څلوېښت زره قرباني کوي.

البته له پاکستاني چارواکيو او سټراټیژیسټانو سره د یو ملت غم نه دی، خو د پوځ او استخباراتو د نجات له‌پاره هر کار کوي.

اصلي خبره دا ده چې پاکستان په ځلونو پر خپل ځان حملې کړې دي، ګټې یې کټګوري کړې او هلته چې نتېجه ډېر محصول راوړي، هلته دوی یو تعداد کسان قرباني کوي.

داسې شواهد شته چې په پوځي اکاډمۍ برید هم د پاکستان خپل کار و، مګر اوس د پاکستان په اړه سوچ په بدلېدو دی، د پاکستاني رسنیو له وضعیت او تحلیلونو ښکاري چې پاکستان اوس د وقایعو د کنټرول صلاحیت له لاسه ورکړی دی.

په تېرو شپږو میاشتو کې په پاکستان کې سخت زیات ترورونه شوي، سخت ډېر ترهګر چې واقعاً د پاکستان ضد وو، نیول شوي، په لسګونو د حملو پلانونه شنډ کړل شوي او د دې علاوه ډېرې حملې شوې هم دي.

پاکستان لوبه کوله، خو اوس د دې لوبې پېزوان د پاکستان له لاسه هم په وتو دی.

پاکستاني سیاسي تحلیلګر وايي چې داعش پاکستان ته سخت ګواښونه کړي دي.

ښايي په هند او افغانستان کې داسې فکر کېږي چې پاکستان د داعش سیمه‌ييز قراردادي او مرسته رسوونکی دی، خو د دې باوجود چې پاکستان په داعش کې خپل د خوښې سخت دریځي ورننباسي او هدف یې دا دی چې له یوې خوا دوی ته د افغانستان او کشمیر پرخوا مسیر ورکړي او له بلې خوا یې د پاکستان وخواته خطر حداقل ته راکم کړي، اما همدا تحلیلګر وايي چې په پاړه چنار او د توریو په قبایلي مېشت سیمو کې د داعش شب‌نامې او اخطارونه په هیڅ صورت د پاکستان په ګټه نه‌شي کېدای.

پاکستان هر ډول جنګ غواړي او کنټرولولای یې هم شي، خو د شعیه وګړو پر ضد د داعش او بلې هرې ډلې ګواښ د پاکستان سیاسي حیات له خطر سره مخ کوي.

پاکستان په دوو لسیزو کې په پاکستان کې د شعیه او سني جګړه په کنټرول کې نه لرله، خو ولسي جوړښت یې داسې دی چې خلک خپله ډېر ټکر نه سره کوي، اما په قبایلي سیمو کې د داعش مېشتېدل او فعالیت به په شعیه وګړو راوڅرخي، شعیه‌ګان هم شاید دې جنګ ته ارام کښېناستی نه‌شي.

که دوی له جنګه افغانستان ته ګډه شي هم د پاکستان له‌پاره لوی سرخوږی دی او که مقابله کوي هم پاکستان ته خطر دی.

له بلې خوا دې جګړې ته ایران هم کله غلی نه دی ناست، ایران پاکستاني شعیه‌ګان محکوم ګڼي او که دا جګړه شروع شوه، د سوریې د حزب الله د ډلې په څېر به دلته نورې ډلې حمایه شي او د پاکستان او ایران اړیکې به خورا بد حال ته ورسېږي.

په پاکستان کې بریدونه څه نور اړخونه هم لري، اساسي ټکی دا دی چې پاکستان ته هم کله کله له داسې ترهګرو خطر متوجه دی چې پاکستان ساخت نه دي، خو موقتاً یې پاکستان د یو پنا ځای په توګه خوښ کړی دی، په دې منځ کې داسې ترهګر هم شته چې پاکستان ته یې وینې په جوش دي، اما شاید موقع ته ګوري.

اوس چې د داعش څپه راالوتې، په پاکستان کې ډېری مذهبي ډلې چې د طالب سیاسي اسلام ته د ورګډېدو موقع یې له لاسه ورکړې وه هڅه کوي، له داعش سره لاره یوسي.

دا ډلې چې اکثره یې په پاکستان کې دي او پاکستان ساخت دي، دوی تر ډېره د پاکستان له‌پاره په کشمیر کې جګړه او تاوتریخوالی کړی دی.

په کشمیر کې اوسني حالات د اسلام او بې‌دینۍ له معیاره وځي، اوس د دوو هېوادونو د جګړې بڼه پیدا کوي، په داسې جګړو کې بیا د اسلامي سخت دریځو دلچسپي ډېره نه وي، بل اړخ ته داعش د لوی خلافت سرینده غږولې او اکثره پاکستانۍ سخت دریځې ډلې د پاکستان تر ژغورلو غوره ګڼي چې تر چین روسیې، عراق او ایرانه د خلافت سرحدونه ورسېږي. دا ډول ترهګريز جدي موقف د پاکستان په ګټه نه دی.

پاکستان تل په کشمیر او افغانستان کې جګړه کړې او پاکستان یې خوندي کړی، مګر دا ځل په شعوري ډول په افغانستان او هند کې د جګړې په نوم مصروف کړل شول او په همدې مرحله کې په پاکستان کې سخت دریځي د تنظیمېدو په حال کې دي.

پاکستان که داخلي ستونزو ته پام کوي، د جنګ په بزنس ولاړه خزانه یې تشېږي او که په کشمیر او افغانستان کې د سخت دریځو ملاتړ ته دوام ورکوي، له امریکا افغانستان او هندوستان سره یې ټکر حتمي دی.

نو یوه لاره د پاکستان له‌پاره پاتې ده چې چین او روس قانع کړي چې د دوی پخواني ګناهونه وبښي او هغه ترهګر چې له پاکستان سره کوشیر دي، چین او روس ته په اختیار کې ورکړي او په اصل کې دا ځل چین او روس له ترهګرو څخه د پراختیا غوښتنې د جګړې د وسیلې په توګه استفاده وکړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */