سیاست نړۍ

د اردوغان د منځګړتوب باوجود؛ ډارن پاکستان ۱۷۸ هېوادونو ته هند نه فریاد کړی

لیکنه: بشر درویش

د پاکستان او هند د کړکېچنو اړیکو تازه انکشاف دا دی، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان غوښتنه منلې او له هند سره یې د دغه هېواد منځګړتوب ته غاړه ایښې ده.

اردوغان ته څو ورځې مخکې د پاکستان صدراعظم ټلیفون کړی و، څو له هند سره یې ستونزه حل او منځګړتوب وکړي.

د اردوغان ترڅنګ عمران خان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د ملګرو ملتونو سرمنشي او یو شمېر نورو لوړپوړو بهرنیو او نړیوالو مشرانو ته هم د منځګړتوب د غوښتنې لپاره زنګونه وهلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ورته په دې ټکیو سخت ځواب ورکړ: هند پر پاکستان نه، پر ترهګرو برید کړی.

له دې سره د پاکستان د پارلمان ریس د نړۍ ۱۷۸ پارلمانونو ته لیکونه لیږلي او له هند نه یې شکایت ورته کړی.

د پاکستان شکایت
د پاکستان د پارلمان ریس اسد قیصر په استولو دغو لیکونو کې هند د خپل هېواد د هوایي حریم په نقض تورن کړی.

قیصر په استولو لیکونو کې د هند پر هغو بریدونو نیوکه کړې، چې د پاکستان خاوره کې د ترهګرو پر پټنځایونو شوي.

د پاکستاني پارلمان ریس دغه راز اندیښنه ښودلې، چې هند به یې د هېواد پولې او حریم بیا وګواښي.

د عمل خلاف ادعاوې
پاکستان، چې د سیمې او نړۍ د ګڼو هېوادونو لخوا په نړیواله او سیمه ییزه کچه امنیت او ثبات ته یو لوی خنډ یادیږي، د پارلمان ریس یې په دغو لیکونو کې ادعا کړې، چې هېواد یې په سیمه کې امن او ثبات غواړي.
ده د هند د جنګي الوتکې د اسیر شوي پیلوټ خوشې کول هم د دغه نیت عملي مثال ګڼلی.

نړۍ ته زاري
پاکستان په دغو لیکونو کې له نړیوالو غوښتي، چې هند سره یې د جدي شوي کړکېچ کې په حل کې د مرستې لاس ورکړي.

خو داسې ښکاري، چې نړیوال هند پر پاکستان په حقه ګڼي، ځکه یې پر پاکستان د برید غندنه نه ده کړې.

پاکستان په دې برخه کې د اسلامي همکاریو سازمان له کلني کنفرانس څخه هم خوابدی دی.

دغه هېواد تمه لرله، چې د اسلامي هېواد په نوم به یاد شوی سازمان خپلې دفاع ته را وبولي، خو د دغه سازمان یو شمېر مقاماتو ورته ویلي، چې هند پاکستان نه ډېر مسلمانان لري او په دې دلیل یې دوی د نا مسلمان هېواد په نوم غندلی نه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي