سینما او موسیقي

د هندي فلمونو له بندیز وروسته پاکستانۍ سینماګانې له بحران سره مخ دي

اعلان

وروسته له هغې چې پر پاکستانیو سینماګانو د هندي فلمونو د ښودلو بندیز لګېدلی اوس رپوټونه وایي چې پاکستانۍ سینماګانې د مالي بحران سره مخ شوي او د همدي بحران د مخنیوي لپاره یې پرېکړه کړې چې پخواني ریلیز شوي پاکستاني فلمونه دې دویم ځلې پر سینماګانو نندارې ته وړاندې کړي.

د اردو نیوز د رپوټ له مخې د نويو فلمونو نه جوړېدل او ورته نه لاسرسرسی او پخواني فلمونو خپریدل د پاکستاني سینماګانو مالي وضعیت خراب کړی.

دغه راز ویل شوي چې د پخوانيو فلمونو د خپرېدو له امله ځينې خپرونې هم بندې شوي دي.

د معلوماتو له مخې، ځینې سینماګانې لا له وړاندې د کمو لېدونکو له امله بندې شوي دي.

د ځينو سرچینو له قوله ویل شوي په دغه مهال د کراچۍ او لاهور په شمول په ځینو نورو غټو ښارونو کې د پاکستان پخواني فلمونه (طیفا ان ټریبل) او (جواني پير نهي ایي) دویم ځل نندارې ته وړاندې شوي خو دا چې د ګټې وټې خونده یې نه شته هغو کسانو چې د سینماګانو د جوړول کارونه یې پيل کړي ول، هم درولي دي.

دغه راز ځینو خلکو غوښتل چې تر ۲۰۱۹ کاله پورې په سینماګانو کار وکړي، خو له دې امله چې ګټه یې کمه شوې، کارونه یې ځنډیدلي دي.

دغه ویپاڼه وایي، بل لور ته هغه فلم لارښود او فلم جوړونکي چې په هندي فلمونو د بندیز لګولو او پاکستاني فلمونو ته توجو اړولو لپاره خبره یې کوله اوس خاموشه دي، نه یې کوم فلم ښکاري او نه یې هم کوم اعلان.

د سینما د دغه بحران له امله زیاتره سینماؤ زاړه فلمونه نندارې ته ایښي، خو رپوټ وایي چې د مینوالو د منفي عکس العمل سره مخ شوي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی