افغانستان سیاست سیمه

زاخلیوال: پاکستان ته له اړتیا پرته سفر مه کوئ

په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال له افغانانو غوښتي چې پاکستان ته دې له اړتیا پرته له سفر ډه ډه وکړي.

ښاغلي زاخیلوال دا خبره نن د خپل فیسبوک پر پاڼه په یو خپاره کړي پوسټ کې کړې او ویلي یې دي چې د شنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان تر منځ لارې د ځینو کسانو لپاره پرانیستل شي.

د ښاغلي زاخلیوال په وینا نن به د افغانستان له خوا ناروغانو، ښځو او سپین ږیرو ته اجازه ورکړل شي چې پاکستان ته داخل شي. همدارنګه هغه کسان چې پاکستان ته په قانوني ویزو ورغلي او اوس اغاړه بند پاتې دي هم نن د زاخیلوال په وینا بیرته افغانستان ته د تلو اجازه پیدا کوي.

په اسلام اباد کې افغان سفیر زیاته کړې، چې په راتلونکو څلور پنځو ورځو کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې په بشپړه توګه پرانیستل شي. خو ټینګار یې کړی چې که لارې پوره هم خلاصې شي افغانان دې پاکستان ته له اړتیا پرته سفر نه کوي.

پاکستان په دې وروستیو کې وروسته له هغې د افغانستان سره د تګ راتګ ټولې قانوني لارې وتړلې چې په دې هیواد کې یې د یو لړ چاودنو پړه پر هغو وسلوالو واچوله چې د پاکستان د پوځ په وینا د افغانستان په خاوره کې پټ دي .

د لارې د بندیدو له کبله دواړو خواوو ته په تیرو لس ورځو کې میلونونه ډالر اقتصادي زیان اوښتی دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */