سپورټ نړیوال کرکټ

د افریقا په تاواني سفر کې د پاکستان وروستۍ لوبه نن ترسره کیږي !

اعلان

 د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې جنوبي افریقا ته د درې ټیسټ، ۵ پنځوس اوریزه او درې ۲۰ اوریزه سیالیو د ترسره کیدو په موخه سفر کړی، چې د ترسره شویو ۹ لوبو په مسلسله لړۍ کې دوه پنځوس اوریزه لوبې پاکستان او ۷ یې کوربه لوبډلې ګټلې دي.

 جنوبي افریقا لوبډلې لمړی په درې ټیسټ، ورپسې درې ۵۰ اوریزه او وروستیو دوه مسلسل ۲۰ اوریزه سیالیو کې پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړې دي، خو پاکستانۍ لوبډلې د ۵ پنځوس اوریزه لوبو لړۍ کې یواځې دوه لوبې ګټلې دي.

 په دغه سفر کې نه یواځې پاکستانۍ لوبډلې د ماتو تاوان کړی دی؛ بلکې د جنوبي افریقاي لوبډلې لخوا یې په ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د څه باندې تیرو دوه کلونو راهیسې د ۹ مسلسل بریاوو لړۍ هم په ماته پای ته ورسیده.

 همدا راز د درې ۲۰ اوریزه کرکټ لوبو سیریز، چې د روانې فیبرورۍ میاشتې په لمړۍ نېټه پیل شوی، پکې نن شپه وروستۍ لوبه ترسره کیږي، خو افریقایي لوبډلې لا د وړاندې په دوه بریاوو سره دا سیریز هم ګټلی دی.

 که په ننۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې هم پاکستان د جنوبي افریقا خلاف ماتې وخوري، ښايي د ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې هم له خپل لمړي مقام څخه ګوزار شي.

 پاکستانۍ لوبډلې په وروستیو دوه کلونو کې په ۹ مسلسل ۲۰ لوبو کې بریاوې خپلې کړې وې، چې ورسره یې د کرکټ نړیوالې شورا په نړیواله درجه بندۍ کې لمړی مقام ګټلی و، خو اوسنۍ ماتې یې په زیان تمامیدی شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی