افغانستان سیاست سیمه

افغان چارواکي وايي د پاکستاني الوتکو د بریدونو په اړه څیړنه کوي

د کونړ اوسیدونکی وايي، د دوشنبې په سهار درې پاکستانۍ پوځي الوتکې د سرکاڼو سرحدي ولسوالۍ ته اوښتي او دغلته یې د ګلابپړۍ او ننګه سر سیمې پرلپسې بمبار کړي دي.

په دې بمبارۍ کې د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نه شته. خو د سیمه ایزو خلکو په وینا پاکستاني پوځ هغه سیمې بمبار کړي چې مالدران په کې اوسیږي او د ډیورنډ کرښې په یو یا دوه کیلومترۍ کې پرتې دي.

په کونړ کې ځايي چارواکي بیا وايي، پاکستانیو پوځیانو د کونړ پر سرحدي سیمو یو واربیا د توپونو ډزې کړي خو دوی دا نه تاییدوي چې ګوندې پاکستانۍ پوځي الوتکې کونړ ته اوښتي وي.

د کونړ د ولایتي ادارې چارواکو ویلي ددې راپورونه په اړه دوی څیړنې کوي او معلومات راټولوي.

پاکستان په دې وروستیو کې په دې پلمه چې ګوندې د کونړ په سرحدي سیمو کې پاکستاني وسلوال میشت دي پر دې سیمو د توغندیو بریدونه یو وار بیا پیل کړي. دوی د افغان چارواکو د پرلپسې اعتراضونه سربیره د ننګرهار پر لالپوره او د کونړ پر سرکاڼو خپل بریدونه روان ساتلي.

اخوا د پاکستان پوځ ویلي چې د دوشنبې په شپې د افغانستان له لوري وسلوالو د مومندو په ایجنسۍ کې د دوی پر د سرحدي ملیشو پر پوستو بریدونه کړي او ۵ پاکستاني پوله ساتي یې وژلي دي. دوی په سیمه کې د وسلوالو سره د سختې نښتې او جګړې خبره کړې ده.

د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په یو بیان کې یو وار بیا افغانستان تورن کړی چې پر خپله پوله یې د وسلوالو د کنټرول لپاره کافي سرتیري نه دي ځای پر ځای کړي.

افغان چارواکي وايي، دوی پر پوله وسلوالو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي او په سیمه کې شته د وسلوالو تګ راتګ د پاکستان د تروریزم پالنې د پالیسیو پایله ده، چې دوی ددې سیمې د حالاتو د خرابولو او خپلو اهدافو تر لاسه کولو لپاره خپله روزلي او پاللي دي.

که چیرې په کونړ کې د پاکستان د پوځي الوتکو بمبارۍ تایید شي دا به لومړی ځل وي چې پاکستاني ځواکونه په څرګنده د افغانستان خاورې ته ننوزي او هلته بمباري کوي.

د افغانستان د ویزه لرونکو د راتګ لاره پرانیستل کیږي

بل خوا په اسلام اباد کې افغان سفیر عمر زاخلیوال وايي، د پاکستاني چارواکو سره د تورخم ، سپین بولدک او غلام خان د بندرونو د پرانیستي په اړه کومې نتیجې ته لا هم نه دي رسیدلی، خو هغه افغان چې په قانوني ویزو پاکستان ته تللي او اوس د لارې د بندیدو له کبله د پولې اغاړه بند پاتې دي، پاکستاني چارواکو موافقه کړې چې د سه شنبې او چارشنبې په ورځ به د تګ اجازه ورکړې.

زاخلیوال پر خپله فیسبوک پاڼه په یو بیان کې ویلي” په پاکستان کې د قانوني اسنادو لرونکي افغانان دې له دې فرصته استفاده وکړي او له کرښې دې په دې دوو ورځو کې واوړي.“

نوموړې د صافي هوايي شرکت مننه کړې چې د لارو د نه خلاصیدو په صورت کې یې د قانوني اسناد لرونکو کډوالو د انتقال په برخه کې له پېښور او کوټې څخه د ځانګړو الوتنو لپاره چمتوالی ښودلی و. زاخلیوال ویلي دم ګړۍ الوتنو اړتیا نه شته خو که شوه غږ به پرې وکړي.

د یادونې وړ ده چې په وروستۍ یوې میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په تیرو پنځلس کلونو کې تر ټولو کړکیچن وضیعت ته تللي دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */