سیاست نړۍ

امریکا: هند په پاکستان نه؛ په ترهګرو برید کړی

لیکنه: ګلاب هېواد

د امریکا متحده ایالاتو په پاکستان غږ کړی، چې ژر تر ژره په خپله خاوره کې د ترهګرو پناه ځایونه له مینځه یوسي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي سره خبرو کې، د پاکستان له حکومته په جدي ډول غوښتي، چې د ترهګرو پټنځایونه په باوري ډول له مینځه یوسي.

د پمپيو په ټکو، شامحمود قریشي ته يې ټيلفون کړی او ورته يې ویلي، چې د هند په وړاندې د ځوابي برید په ځای، په خپله خاوره کې د ترهګرو پناه ځایونه ختم کړي.

مایک پمپيو د پاکستان په بالاکوټ کې د هندي الوتکو بمبار د “ترهګرو په ضد برید” بللی. نوموړي ویلي، چې د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سوراج سره يې هم خبرې کړي، او ورته يې د دوه اړخیزه امنیتي همکارۍ ډاډ ورکړی. د پمپیو په وینا، “په سیمه کې سوله او ټیکاو د هند او امریکا ګډ هدف دی”.

نوموړي په خپله بیانیه کې دا هم ویلي، له دواړو لوریو يې غوښتي، چې د پوځي ځواک کارولو په ځای، په ارامه مخامخ خبرې وکړي او کړکیچ پای ته ورسوي.

د سه شنبې په ملا ازان هندوستان د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د جیش محمد ډلې په یو پټنځای هوايي برید وکړ، چې د هندي چارواکو په وینا، د یادې ډلې د مهمو چارواکو په ګډون تر ۳۰۰ ترهګر پکې ووژل شول.

هندوستان وايي، دا برید يې د خپلو هغه ۴۰ سرتیرو په غچ اخیستنه کې کړی، چې د فبروري په ۱۴ مه د هندوستان تر ولکې لاندې کشمیر کې یو ځانمرګي بریدګر ووژل.

بل پلو پاکستان وايي، چې هندوستان ددوې په خاوره د اصولو خلاف برید کړی او خپلې جنګي الوتکې يې د کنټرول له کرښې وراړولې وې.

نن بیا رسنۍ د هندوستان او پاکستان د کړکیچ په اړه ضد او نقیض مالومات ورکوي. پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې د هندوستان دوه جنګي الوتکي يې د کنټرول کرښې سره نږدې ویشتلي او غورځولي. د پاکستان د پوځ ویاند وايي، چې دوه هندي پیلوټان يې هم اسیر کړي.

د هند چارواکي بیا د پاکستان ادعا ردوي او وايي، چې ددوې یوې څرخي چورلکې اور اخیستی او د کنټرول کرښې سره نږدې په هندي کشمیر کې لويدلې ده. چارواکي زیاتوي، یوه هندي الوتکه او یو پيلوټ يې لا هم نادرکه دی.

په ورته وخت کې د هند حکومت وايي، چې نن سهار د پاکستان جیټ الوتکې د کنټرول له کرښې وراوښتي، خو د هند د جنګي الوتکو له لورې سمدستي بیرته په شاه شوي. هندي چارواکي دا ادعا هم کوي، چې د پاکستان یوه الوتکه يې ویشتلي او غورځولې ده.

په یو جلا خبر کې د افغانستان د تجارتي چورلکو پروازونه چې له پاکستان څخه هندوستان ته تیریږي، ځنډیدلي. چارواکي وايي، پاکستان اجازه نه ورکوي، چې تر امرثاني پورې افغان تجارتي الوتکې د پاکستان څخه تېرې، او هندوستان ته ولاړې شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ګلاب هېواد