افغانستان سیاست

پاکستاني جنرالان د نویمې لسیزې خوبونه ګوري

د عزت الله شمسزي لیکنه

د پاکستان په ځینو مهمو دولتي او نادولتي ورځپاڼو کې چې د “طالبان کابل پر قبضی کی لی تیاری“ په نامه کومه لیکنه خپرېږي، دا د کابل په اړه د پاکستان د استخباراتي ادارو هغه غوښتنه ده چې نه یوازې د رسنیو له لارې بلکې دکوټې او کراچۍ په وروستیو غونډو کې هم بحثونه پرې شوي دي.‌ په دې لیکنه کې له څوو خواو پر کابل دیوې لویې حملې، دننه په نظام کې له ځینو پوځي افسرانو سره اړیکه نیول، د ځینو سیاسي‌ شخصیتونو استعمال او تبلیغاتي‌ لارو چارو په باب کوارډیناټ ورکړل شوې دي.

یاد به مو وي چې تېره میاشت د امریکې ولسمشر ټرمپ او د پاکستان صدراعظم عمران خان ترمنځ ټویټري ناندرۍ وشوې، وروسته ټرمپ عمران خان ته یو لیک ولېږلو چې په هغه کې یې د افغانستان د سولې په اړه خپل قاطعیت وړاندې کړی و.‌ د پاکستانۍ رسنیو له مخې پاکستاني‌ اسټبلشمنټ تر دې لیک وروسته یو ټیم وټاکلو چې د ټرمپ له غوسې خپلې منافع ترلاسه کړي.‌ دا ټیم چې پوځي جنرالان، ډیپلوماټان او استخباراتي چارواکي یې غړي دي په دې کار کوي چې څرنګه د افغانستان دسولې له بهیره دپاکستان دځپل شوي اقتصاد رغولو لپاره دنړیوالو مرستو جلبولو،‌ کابل کې د خپلې خوښې نظام جوړولو او ان په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ماتولو لپاره کار واخلي.

په ابوظبۍ کې دامریکې دخاص استازي زلمي خلیلزاد سره دطالبانو دمخامخ ناستې پر وخت ددې ټیم دنده دا وه چې طالبان له افغان دولت سره له مخامخ خبرو منع کړي. دا کټ مټ‌ د پاکستان هماغه پخوانۍ تګلاره وه چې دنجیب د رژیم په وروستیو کې یې مجاهدینو ته سپارښتنه کړې وه چې له نجیب سره خبرې ناروا او ددوی د جهادي شعارونو پر خلاف دي. له دې کاره د پاکستان موخه داده چې له یوې خوا د افغانستان د سولې کیلې په خپل جیب کې وساتي او له بله پلوه امریکا، نړیوال بانک، چین او عربي هېوادونو نه مرستې واخلي او په پای کې د سولې پروسه یو ځل بیا ناکامه او هغو خونړیو جګړو ته لاره هواره کړي چې وار دمخه یې دکابل د قبضې په نامه ستراتیژي ورته جوړه کړې ده.

دا ښکاره خبره ده چې پیشو د خدای لپاره مږک نه نیسي او امریکایان هم زموږ له غمه نه دي مړه.‌ دوی به تر هغه وخته افغانستان کې وي تر هغو چې یې ملي منافع ایجابوي. اوس چې ټرمپ فکر کوي د افغانستان جګړه اوږده او د امریکې پر اقتصاد هسې یو اضافي بوج دی، نو نن یا سبا به خپل پوځیان وباسي او د افغانستان راتلونکي برخلیک به هماغسې یو ځل بیا د اویایمو کلونو غوندې افغانانو ته پاتې شي.

اوس پوښتنه داده چې د پاکستان ددغسې یوې کړنلارې په مقابل کې د افغانستان د دولت او خلکو دنده او مسوولیت څه دی؟

د خلیلزاد په هڅو د سولې خبرو ته خوشبین کېناستل په کار دی او که د تاریخ دیوې تورې ورځې تکرار ته.

د دفاع او کورنیو چار وزارت د سرپرستانو په توګه د اسدالله خالد او امرالله صالح له ګومارلو او د امنیت شورا د مشاور حمدالله محب له ټویټه داسې ښکاري چې دخلیلزاد او ډاکټراشرف غني ترمنځ وروستۍ خبرې ښې نه وې. د افغانستان حکومت دې پایلې ته رسېدلی چې بې له توري خلاصی نه شته په بل کار.‌ نو اوس افغانانو ته څه کول په کار دي، ایا تر هغې په خپلو کې جنګېږي چې د افغانستان ښارونه او کلي په کنډوالو بدل کړي، اولادونه یې د پاکستان او نورو هېوادونو په کمپونو کې د سوال کاسې ته کېني او که دوی هم د یوه تاریخي ملت په حیث په نړۍ کې با عزته اوسېدل غواړي.

افغانستان سره له ډېرو ستونزو او کړاوونو په تېرو اوولسو کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې لري، د ملي امنیتي ځواکونو شمېره تر څلور لکو اوښتې، لسګونه پوهنتونونه جوړ شوي، سړکونه او د برېښنا سیسټم تر یوه حده رغول شوې، روغتیایي سیسټم یو څه په پښو درېدلی، ملیونونه ماشومان ښوونځیو ته ځي او په کابل او نورو ښارونو کې بې شمېره ښایسته ودانۍ او دفترونه جوړ شوي، ایا د افغانستان خلک غواړي چې پر کابل د مجاهدینو دحملې غوندې یو ځل بیا له غرونو او ښارونو احساساتي ځوانان پر کابل او نورو ښارونو ور خوشې وي، الوتکې، ټانګونه، نظامي تجهیزات، دولتي ودانۍ او باالاخره هر هغه څه چې موږ په ډېرو قربانیو ترلاسه کړي د پاکستان د خوشالولو لپاره د اور خوراک، چور او تالا شي او که دیوه سټراټیژیک لید له مخې د امریکې تر وتلو وروسته خپلمنځي اختلافات ختم او په یوه ښایسته هېواد کې د ورونو غوندې په سوله او سوکالۍ کې ژوند وکړي.‌

او یا فرض کړئ چې امریکا ته نور افغانستان مهم نه وي، خپلې ګټې په کې نه ویني او یا هم ښایي له ده سره نور ملګري هېوادونه فکر وکړي چې افغانان دیوه او بل له وژلو نه ستړې کېږي او ددې ولس زړونو کې سولې ته تمایل نه شته نو فیصله وکړي‌ او خپل‌ پوځیان په نږدې راتلونکي کې له افغانستان وباسي، د افغانستان د سیاسي قشر، مدني ټولنو، قومي مشرانو، رسنیو او تعلیم قافته قشر سره دا احساس پیدا شوی او کنه چې ټول باید خپلمنځي اختلافات، ستونزې او جنجالونه یو طرف کړي او مشترک دښمن ته په یوه اواز ځواب ورکړي.‌

یوه خبره واضحه ده چې افغانستان د ټولو مشترک کور دی او ددې کور د بربادۍ تاوان ټولو ته یو شان رسېږي، که هغه طالب دی، که په کابل کې ناست سیاسي رهبران دي او که اشرف غني دی.‌

د ډاکټر اشرف غني له ډېرو کارونو سره د اختلاف لرلو ترڅنګ زه دې پایلې ته رسېدلی یم چې د شریک کور ساتنه باید په شریکه وشي او افغانستان ته د پېښو لویو ننګونو پر وخت باید خپلمنځي اختلافات یوې خوا او یوازې د ګران افغانستان بقا او ملي‌ منافع لومړیتوب وي، او که موږ غواړو دا لومړیتوب وپالو نو باید په ملي مسلو کې د حکومت د پالیسو ملاتړ وکړو.