ټولنیز ژوند خواړه روغه سټه

ستاسي هغه کړنې چې په پښتورګو کې د ډبرې پيداکېدو لامل ګرځي !

لیکنه: پلوشه فضلي

ژباړه: پلوشه فضلي

پښتورګی زموږ په بدن کښي ډېر مهم رول لري؛ پښتورګي مو د بدن اضافي مواد خارجوي او د مالګي، پوتاشیم او اسيدونو اندازه کنټرولوي او ترڅنګ یې د ويني فشار نارمل ساتي. خو بلخوا، نن ورځ د پښتورګو تکلیف ډېر عام دی او ډېر خلک ورڅخه کړيږي. دا مریضي زياتره وخت زموږ د بې پروايي له وجي رامنځ ته کېږي لکه:

– ناسم خواړه خوړل
د بازار خوراکونه تر ډېره مالګين وي؛ ډېره مالګه نه يوازي د زړه له پاره تاواني ده، بلخوا په پښتورګو کښي د ډبري پيداکېدو سبب هم کېږي. په پښتورګو کي د مالګي زيات مقدار په پښتورګو کي د ډبري پيداکېدو شونتيا زياتوي.

– د ويني لوړ فشار
د ويني لوړ فشار سره له دې چي د نور بدن له پاره هم تاواني دی، پښتورګي هم زيانمنوي. په لوړ فشار کښي پر شریانونو باندي ډېر زور راځي، که لوړ فشار کنټرول نه سي، نو په پښتورګو کي سته شریانونه د پښتورګو د زخمي کېدو سبب کېږي.

– سګرېټ څکول
تاسي به فکر کوئ چي تنباکو یوازي د سږو له پاره مضر دي، خو تنباکو پښتورګي هم زيانمنوي. يوې طبي څېړني ښودلې ده چي تنباکو د پښتورګو سرطان ۴۰ سلنه زياتوي او د ويني شریانونه یې هم له خطره خوندي نه دي.

– کافي اوبه نه څښل
په بدن کښي د اوبو کموالی نه سي کولای چي پښتورګي په وينه کښي سته زهرجن مواد فلټر کړي. دا سبب کېږي چي یاد زهرجن مواد راجمع کېږي او په پښتورګو کي د ډبري جوړېدو احتمال زياتوي. کافي اوبه څښل د پښتورګو د سلامت او روغتیا له پاره ډېري ګټوري دي.

– درد کموونکي درمل خوړل
درد کموونکي درمل لکه بروفِن او اسپرین په پښتورګي کښي د ويني اندازه کموي چي په نتیجه کښي د بدن دې غړي ته زيان رسوي. له دې څخه مطلب دا هم نه دی چي تاسي له سره درد کموونکي درمل مه کاروئ، خو له ډېر او اضافي استعماله یې ډډه وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي